یکشنبه, جنوري 29, 2023
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

طالبانو ته څو خبرې!

محمود نشرونکی: محمود
مې 9, 2019
کټګوریانې: غير مصنف
0
9
ځلې شریک شوی
109
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: عبدالله احمدي

بسم الله الرحمن الرحیم
حامدا و مصلیا اما بعد!
سوله له جګړې، ناامینو، فسق او فساد خلاص په اسلامي نظام پوښلېی افغانستان د ټولو افغانانو هیله، تمناء او هدف دی ځکه د دې خاورې وګړي عقیدوي مسلمانان دي.
د همدې هدف د حصول لپاره افغانانو ۱۴ کاله له روسانو او د هغوی له داخلي ملګرو سره وجنګېدل، څلور کاله یې د داخلي اندوخړ په وړاندې ځانونه سپر کړي وه یوازې پنځه کاله داسي وو چې افغانانو څه نا څه پورتني نعمتونو څخه خوند واخیست خو لا یې د ارمانونو شړۍ نه وه اوبدل شوې چې یو بل زیبښاک سره مخ شول چې تر ننه پوري ور سره لاس او ګرېوان دي ، اتلس کاله یې د تن په غوښو او وینو نا انډوله جګړه وکړه، دا دی د الله جل جلاله په نصرت سره د بریا تر سرحده نېژدې شوې ده.
اوس چې د دې ناموازي جګړې د سولییز پای او ختماوي په خاطر د جنګ ښکېل اړخونه افغان ولس چې طالب یې استازیتوب کوي او امریکا د قطر هیواد په دوحه کې پنځه ځلې رسمي لېده کاته، ناستې او خبرې کړې چې شپږم پړاوو یې حالا جریان لري.
په شویو مجالسو کې دوه کلیدي مسائل تر بحث لاندې وو چې یو یې د افغان ولس غوښتنه وه او بل د امریکایي جهت، چې تر اوسه لا طرفین پرې توافق ته نه دي رسېدلي خو نژدې شوي دي ممکن دا ځل چې شپږم پړاوو دی ورباندې توافق وشي.

دا هم ولولئ

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نورستانۍ: دلومړنيو پايلو داعلان لپاره د پاتې ۷ ولايتونو د رايو بيا شمېرنه ضروري ده

دا چې موضوع را څخه اوږده شوې نه وي راځم د اصل مطلب وضاحت ته چې په عنوان کې یاد شوی دی:
د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو تقریبا له پیله تر دې دمه ۵ یا ۶ میاشتې وخت اخیستی خو تر اوسه یې لا کومه ظاهري ‘پایله نه ده لرلې، په جګړه یې تأثیر نه دی اچولی لکن د پخوا په نسبت زیاته شوې چې تر ټولو زیاته اندېښنه کوونکې خبره د ولسي خلکو هدف ګرځول دي چې له تېرو څو میاشتو راهیسي د امریکایانو او د هغوی د داخلي ملګرو له لورې پرې وحشیانه چاپې او بې دریغه بمبارۍ دي چې کیږي.
نو دا هغه څه دي چې د خلکو اندېښنې یې را ولاړې کړې دي، چې ولې مذاکرات نتېجه نه ورکوي، ولې په ولس درانه بمونه او وحشیانه چاپې وهل کیږي، ولې د ولس عزتونه لوټل کیږي او ولې یې دیني ارزښتونه پایمال کیږي؟
په داسې حال کې چې دې هر څه د مذاکراتو په جریان کې زور اخیستی دی.
۱ــ نو بناء طالب مشران په ځانګړې توګه هغوی چې د مذاکراتو ګډونوال دي ولس او نظامي مجاهدینو ته دې د روانې پروسې د ځنډ په اړونده ډاډ او باور ورکړي چې زموږ هڅې ستاسو د سوکالۍ لپاره دي.
باید له رسمي ادرسه پوهاوی ورکړي چې د طبعا د لانجې پیل او شروع ساده، اسانه او هوسا وي لکن پای او ختمول یې د ستونزمنو او سختو کارونو له جملې ځینې وي نو تاسو مه شله کیږئ چې ولې د پنځو او شپږو میاشتو په جریان کې اتلس کلنه هر اړخیزه جګړه ختمه نشوه، تاسو د ۱۸ کاله د الله په نصرت سره مقاومت کړی، کبرجن دښمن مو د مذاکراتو، تفاهم او تعقل میدان ته را کش کړی نو صبر وکړئ ارادې مو نورې هم مظبوطې کړئ ځکه د مذاکراتو له بریا سره سم ستاسو په وړاندې تر دې سخت کارونه پیلیږي چې هغه د اسلامي نظام اقامه، د ولس ښېرازتیا، د کفري میکروبونو مؤثره معالجه، هیواد کې امنیت قائمول او د داخلې جګړو مخنیوی دی چې دا تر ننۍ مبارزې سخت او پېچلي دي.
د مذاکراتو تمدید زموږ په ګټه دی ځکه چې په سړه سینه د مسئلې د ابعادو په اړه فکر، سوچ او تدبر کیږي او په هر اړخیزه توګه حلیږي.
۲ــ طالب مشران باید له مقابل جانب سره په سړه سینه د اشغال د خاتمې او سولي په اړه وچلیږي، تېزي او عجله زموږ په زیان ده ځکه د مذاکراتو تر پیل مخته هم موږ په جګړه کې واقع وو نو که له جګړې څخه ځان باسو باید په داسې توګه ووزو چې خدای مه کړه له وتلو سره هم مهاله په بله لومه کې واقع نشو.

۳ــ طالب جهت باید د افغان جګړې ختم ته د دښمن په نسبت زیات شلګي و نه ښیي ځکه دا هغه څه دې چې زموږ دښمن ته انرژي ورکوي او په جګړه باندې تمرکز او اصرار کوي، که طالبان ځان حساس ونه ښیي دښمن به خامخا د جنګ د ختم میلان ښیي او بیا به تر ډېر څه تیریږي ځکه میدان یې بایللی او بایللی یې هم دی.
ځکه که چیري خدای مه کړه طالبان شله شي چې زر تر زره باید سوله وشي، جګړه ودریږي او توافق باید وشي نو دا هغه څه دي چې امریکایان یې غواړي، هغوی قصدا په مذاکراتي ډګر کې خنډونه ایجادوي د لانجې اصل او بېخ ته ځان نه اچوي په لیري لیري څنډو کې ور سره تاویږي را تاویږي.دا چې
د کومو اهدافو لپاره امریکایان دا کړنې کوي په لنډه توګه ورڅخه یادونه کوم؟ الف: د دې لپاره چې طالبان عصباني او بې حوصلې کړې چې نتېجه کې ورباندې هغه څه ومني چې دوی فرض کړي دي.
ب: یا ور باندې د مذاکراتو دروازه وتړي چې دا هم د طالبانو په ښکاره زیان ده.
ج: د طالبانو په دننه کې بې باوري رامنځته کړي، هماهنګي له منځه یوسي او ما تحت افراد او نظامیان په خپلو مشرانو باندې بدګمانه کړي چې هغوی وخت ضائع کوي.
د: او تر ټولو ستر هدف یې داده چې په طالبانو باندې افغان ولس بې اعتماده کړي، ځکه ولس اتلس کاله د امریکایانو تر وحشتونو او ظلمونو لاندې پاته شوی، په تکلیف شوی، کړول شوی، وژل شوی، عزت، سر او مال یې لوټل شوی، دیني او ملي ارزښتونه یې پایمال شوي او مسخره شوي لکن ولس بیا هم په پوره مېړانه مقابله کړې، صبر او زغم څخه یې کار اخیستی دی خو د مذاکراتي پروسې له پیل سره سم د امریکایانو وحشتونو تر بل هر وخت زور اخیستی چې نمونې یې په تیرو کلونو کې ډېرې کمې موندل کیږي.
نو بناء کله چې هغوی د اشغالګرو ظلمونه، د مذاکراتو سوړ جریان وګوري او د دښمن د رسنیو غلط تبلیغات نو د طالبانو په وړاندې شکوک په زړونو کې راپورته کیږي چې نتېجه یې د ولس او طالبانو تر منځ واټن او فاصله راوزي، د دښمنانو خواته تمایل کوي په داسې حال کې چې د طالب قوت او بازو همدا ولس دی، د ولس په ملاتړ یې جګړه روانه کړې، ولس ځای ورکړی، زامن او بچیان یې ورکړي دي؛ دښمن په دې هڅه کې ده چې د طالب او ولس تر منځ فاصله راشي ځکه یې د مذاکرات په جریان کې وحشتونو ته زور ور کړی.
۴ــ سولي ته عجله مو له یو بل ناورین سره مخ کوي ځکه عصباني، تلواري او جذباتي خلک هیڅ وخت د موضوع عمق ته نشي رسېدلی نو طالب هیئت دې په ځنډ ولاړ شې هو چې په تدبیر او فکر سره وي ځکه دلته له ۴۱ کالو راهیسي تاورتریخوالی روان دی نو په عاجله توګه تګ زموږ په خیر نه دی، په سیاسي میدان کې یوه زره غلطي مو شل کاله نور په جګړه کې بندوي.
۵ــ طالب باید د امریکایانو وروستي وحشتونو ته چې په مظلوم ولس کیږي په عادي نظر ونه ګوري، دوی چې په دې ورستیو کې کوم بوږنوونکې جنایات پیل کړي دېته یې مخکې له مخکې سوچ کړی چې له دې طریق څخه به په طالبانو فشار وارد کړو ځکه ولس دی چې طالب یې ۱۸ کاله سفوټ کړی، که خدای مه کړه طالب د ولس ظاهري تکلیف ته وګوري او له امریکایانو سره د هغوی په خوښه توافق ته ووزي نتېجه به یې هغسې وي لکه په جينیوا کې له روسانو سره د مجاهدینو مذاکرات.
۶ ــ طالبان د اوربند د موضوع په هکله باید حساس واوسي ځکه اوربند دی چې امریکایان او داخلي ملګري یې خپلو اهدافو ته په اسانۍ سره رسوي او د دوی لخوا په دې اړوند اصرار د دوی د نیتونو ښه ښکارندویي کوي ځکه په خوله د اوربند نعرې وهي او عمل کې د ولس بې دریغه عام وژنه کوي.
دا راز اتلس کلن مقاومت او جګړه وه چې کبرجنه امریکا یې د تفاهم او تعقل میدان ته راوستله.
قانونا اوربند او اشغال دوه بېلابېل او متضاد مفاهیم دي چې په یو وخت کې یې په یو ځای کې را یو ځای کېدل ناشونی دی ځکه د اشغال شتون د ناخوالو زېږنده ده او د اشغالګرو د اهدافو په وړاندې خنډ جنګ دی چې اوربند یې له منځه وړي.

لوی ټکي: سولهطالبانو ته څو خبرېم‍ذاکرات
مخکینې مطلب

جهاد و ماه صیام

بل مطلب

قطر: شپږم پړاو خبرې پای ته ورسیدې

ځانګړي مطالب

افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019
غير مصنف

نورستانۍ: دلومړنيو پايلو داعلان لپاره د پاتې ۷ ولايتونو د رايو بيا شمېرنه ضروري ده

نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 5, 2019
غير مصنف

دنړی د تر ټولو ستر او نېکمرغه شخصيت د ميلاد شريف په مناسبت!!

نشرونکی: محمود
نوومبر 16, 2019
غير مصنف

عرب او امریکایي ځواکونو ګډ تمرینات پیل کړي دي

نشرونکی: عاصم
نوومبر 5, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هند پاکستان ته: د اوبو شراکت پخوانی تړون بايد بدل شي، خبرو ته تيار شۍ

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 28, 2023
0

څنګه اغیزمنه وينا وکړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 28, 2023
0

عوامل ناکامی و فروپاشی نظام‌ها طی چهاردهه اخیر در افغانستان

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 28, 2023
0

تر سوېډن وروسته یو ډنمارکي سیاستوال هم د قرانکریم بې حرمتي وکړه

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 28, 2023
0

حکمتیار: د روسیې او اوکراین جنګ د روسیې، ناټو+امریکا ترمنځ په خونړي جنګ اوښتی او ابعاد یې د پراخېدو په حال کې دي

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 28, 2023
0

بیت المقدس کې د یهودانو پر عبادتځای وسله وال برید کې ۷ تنه وژل شوي ۳ نور ټپیان دي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 28, 2023
0

لندن تاریخي جګړه

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023
0

غرور مه کوه او د مغرور پروا هم مه ساته !!!

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023
0

امنيت شورا نن د افغانستان پر وضعيت ځانګړې غونډه جوړوي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023
0

خوارجو سره دامام ابو حنيفه رحمه الله د مناظرې جالبه کيسه

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023
0

ډیر کتل شوي

  • بیت المقدس کې د یهودانو پر عبادتځای وسله وال برید کې ۷ تنه وژل شوي ۳ نور ټپیان دي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • تر سوېډن وروسته یو ډنمارکي سیاستوال هم د قرانکریم بې حرمتي وکړه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • حکمتیار: د روسیې او اوکراین جنګ د روسیې، ناټو+امریکا ترمنځ په خونړي جنګ اوښتی او ابعاد یې د پراخېدو په حال کې دي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • هند پاکستان ته: د اوبو شراکت پخوانی تړون بايد بدل شي، خبرو ته تيار شۍ

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوارجو سره دامام ابو حنيفه رحمه الله د مناظرې جالبه کيسه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هند پاکستان ته: د اوبو شراکت پخوانی تړون بايد بدل شي، خبرو ته تيار شۍ

څنګه اغیزمنه وينا وکړو؟

عوامل ناکامی و فروپاشی نظام‌ها طی چهاردهه اخیر در افغانستان

تر سوېډن وروسته یو ډنمارکي سیاستوال هم د قرانکریم بې حرمتي وکړه

حکمتیار: د روسیې او اوکراین جنګ د روسیې، ناټو+امریکا ترمنځ په خونړي جنګ اوښتی او ابعاد یې د پراخېدو په حال کې دي

بیت المقدس کې د یهودانو پر عبادتځای وسله وال برید کې ۷ تنه وژل شوي ۳ نور ټپیان دي

لندن تاریخي جګړه

غرور مه کوه او د مغرور پروا هم مه ساته !!!

امنيت شورا نن د افغانستان پر وضعيت ځانګړې غونډه جوړوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com