کابل ټکی کام( دوشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۸)
نن د افغانستان دوهمه تمریناتي لوبه په لندن کې د انګلستان له لوبډلې سره شروع ده.
د ننۍ لوبې پچه د انګلستان لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه.
دا مهال افغان لوبډله توپ وهنه کوي.
دا تمریناتي سیالۍ چې تر نړۍوال جام وړاندې ترسره کیږي د افغانستان دوهمه لوبه له انګلستان سره شروع ده.
افغان ملي لوبډلې تر دې وړاندې له پاکستان سره سیالي درلوده چې پاکستان ته یې ماتې ورکړی او لوبه یې پخپل بري پای ته ورسوله.
د یادونې وړ ده چې نړۍوال جام سیالیو ته په حساب درې ورځې پاتې دي.
په نړۍوال جام کې د افغان ملي لوبډلې لومړۍ سیالي له اسټرلیایي ټیم سره ده.


















