سوریه: په دلیب ښار کې روانو جګړو د روسیې او ترکیې اړیکې ترینګلې کړي

کابل ټکی کام ( شنبه ، ۱۱ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

د رسنیو د راپور له مخې دسوریې په دلیب ښار کې روانو جګړو د روسیې او ترکیې اړیکې خرابې کړې دي.

روسیه وایي، دا د ترکیې مسوولیت دی چې د سوریې په ادلیب ښار کې پر ملکي وګړو او روسي اهدافو د یاغیانو د بریدونو مخنیوی وکړي.

دوه ورځې وړاندې د ترکیې او روسیې ولسمشرانو پر ټلفون خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې رجب طیب اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي چې په ادلیب ښار کې اوربند غواړي.

اردوغان ویلي دا اوربند ځکه کوي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او ترکیې ته د نورو کډوالو د ورتګ مخنیوی وشي.

د اردوغان دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي، اردوغان ولادیمیر پوتین ته ویلي دي چې د سوریې کشاله سیاسي حل ته اړتیا لري.

خو، کریملین په ادلیب کې د اوربند کولو په اړوند د اردوغان غوښتنې ته کومه اعتنا نده کړې او ویلي یې دي لومړی باید یاغیان اوربند وکړي.

تراوسه لاهم ددې کړکېچ د هوارۍ په پار کوم دریم هېواد مداخله نه ده کړې، خو یوشمېر څېړونکو ددې کړکېچ د لا خرابتیا خبر ورکړی.

مربوطه مطالب

Back to top button