کابل: د پاکستان سفارت افغانانو ته د ويزو محدودیت بيرته ختم کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۷)
تيره ورځ په کابل د پاکستان سفارت په یوه لنډه اعلاميه کې وويل، چې د کمیشنکارانو له لاسه يې عامو افغانانو ته د ويزو پر ورکړې بنديزونه ولګول او یوازې ناروغانو، د ډير عمر لرونکو، ميرمنو او پانګوالو ته به ويزې ورکوي.
خو تر یادې اعلاميې څو ساعته وروسته سفارت بيرته خپله پريکړه واخيسته او ويې ويل، چې د پاکستان سفير د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت سره کتلي او د هغوی له خوا د یادې ستونزې د ختمولو ډاډ ورکړل شوی دی.
د سفارت په اعلاميه کې راغلي: “د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره نن ولیدل، له دې وروسته به تر سفارت د باندې رشوت اخستونکې ډله له منځه وړل کېږي او د یاد کار څېړنې به ترسره کېږي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري ددې ډاډ تر ورکول کېدو ورسته به سفارت خپل کارونه په نارمل ډول مخ په وړاندې بیایي”.
تر دې مخکې هم داسې راپورونه ورکول شوي چې په کابل او جلال اباد کې له سفارت او کونسلګرۍ بهر د پاکستان ويزې په یونیم سل او دوه ډالرو د کميشنکارانو له خوا ترلاسه کيږي.



