فراه: د دولتي ځواکونو هاوان مرميو درې کوچنيان وژلي، دوه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۷)
د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د هاوان او توپونو مرميو پنځو کوچنيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه مرمۍ تيره شپه د یادې ولسوالۍ په ګڼو سيمو کې ترسره شوي دي.
د سيمې اوسيدونکي وايي، چې دولتي ځواکونو د دوی په کورونو او استوګن ځايونو د هاوان او توپونو ډزې کړي چې خلکو ته يې د ځاني زيان تر څنګ مالي تاوانونه هم اړولي دي.
راپور زياتوي، یوه مرمۍ د سفرک په کلي کې پر یوه کور لګيدلې چې د یادې کورنۍ درې تنه کوچنيان پکې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دولتي ځواکونه ډير کله د طالبانو د بريدونو له ويرې کلي او استوګن ځايونه د هاوان او توپونو بريدونو لاندې نيسي چې عامو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.



