ولسمشرۍ نوماندان: ټول دولتي امکانات د یوه خاص ټیم په ګټه کارول کيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۷)

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو وايي، چې مخکې تر مخکې ټول دولتي امکانات د یوه خاص ټیم د استعمالولو لپاره برابر شوي او د همدغه ټيم په ګټه کارول کيږي.

د ولسمشرۍ نوماند فرامرز تمنا وايي، له تيرو دوو مياشتو راهيسې په مرکز کابل او د ولايتونو په لويو ښارونو کې د اشرف غني ډلې د لوحې او لوی لوی بورډونه د استقلال د جشن په پلمه کرایه کړي او دوی نه شي کولای خپل انځورونه په یادو سيمو کې ولګوي.

نوموړی زياتوي، له دې ښکاري چې ولسمشر غني له خپل مقام ناوړه ګټه پورته کوي. هغه هر څه د ځان په ګټه څرخوي او ټول دولتي امکانات د ده په خدمت کې دي.

دغه راز د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بل نوماند ابراهيم الکوزی وايي، چې د حکومت له خوا د دوی امنيتي تدابير نه دي نيول شوي او نه ورته امنيتي امکانات ورکړل شوي.

د الکوزي په خبره، تر دې وړاندې ورسره حکومت ژمنه کړې وه چې امنيتي امکانات به ورکول کيږي خو زياتوي څو ځلې يې د یادې ستونزې د حل لپاره د کورنيو چارو وزارت سره اړيکې نيولي خو هيڅ ګټه يې نه ده کړې.

پرون په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کمپاين پيل شو خو ډيری خلک د ولسمشرۍ پر ټاکنو ځکه باور نه لري چې په وينا يې ښايي دغه ټاکنې د سولې لپاره وځنډول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button