امريکا: وسله وال بريد کې څوارلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۷)

د امريکا په کليفورنيا ایالت کې د وسله وال بريد په ترڅ کې څوارلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې دهږ

دغه بريد په کليفورنيا کې د ډوډۍ او محلي خوړو فسټیوال ته په راغونډو شويو کسانو تر سره شوی دی.

پوليس وايي، په ډزو کې ډرې تنه وژل شوي او یوولس نور ټپيان دي.

پوليسو ويلي، د برید په اړه پلټنې روانې دي او وروسته به رسنيو سره معلومات شريک کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یاد برید غندلی او د پيښې په اړه يې د پلټنو امر کړی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا بريد په څه هدف ترسره شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button