جُمهوري نظام په اسلام کې نشته

لیکوال:  امین وردګ

جُمهوري نظام او عمومي انتخابات د اسلام له اُصولو سره ټکر دي.

اسلامي نظام) پرته له عمومي انتخاباتو څخه( د حرا له غاره پیل شو .

کله چې نبي) علیه و آله و سلم( وفات شو، بیا هم عمومي انتخابات و نه شول، بلکې دده مبارک له وفات سره سم د مدینې منورې په)) سقیفه بني ساعده(( نومي ځای کې یوازې مشرانو او مطلوبو کسانو په حضرت ابوبکر صدیق )رض( باندې توافق سره وکړ، چې بیا ټولو صحابوو نومړی د سردار عالم د خلیفه په توګه ومنلو.

کله چې حضرت صدیق )رض( مریض شو، نو بیا یې ځینې مشران صحابه راوغوښتل او له هغوی سره تر مشورې وروسته یې حضرت عمر فاروق )رض( انتخاب کړ، چې بیا د سعد ابن عباده )رض( په ابتکار سره صحابه وو د امیرالمؤمنین لقب هم ورکړ، خو دا غونډه دده مبارک په غیاب کې وشوه) ځکه چې مشري یې نه غوښته( او په ده بیا جبراً ومنل شوه.

مګر کله چې بیا د فارسي فیروز)ابولوءلوء مجوسي( له خوا امیرالمؤمنین) د سهار په لمانځه کې( په خنجر ووهل شو، نو ده مبارک تر ځان راټولولو وروسته په ډېره بیړه صحابه مشران را وغوښتل او دوی ته یې شپږ کسه د کاندیدانو په توګه وړاندې کړل او ورته ویې ویل چې: زما زوی] عبدالله ابن عمر )رض( [به امیر نه بلکې مشاور وي ، امارت باید مورثي نشي.

تاسو مشوره سره وکړئ او تر خپل منځ مو یو خوښ کړی، خو له همدغو شپږو کسانو څخه به یې خوښوئ ،  ځکه چې تاسو شپږ واړه زما خوښ یاست او زه د امت خیر غواړم او یقین لرم چې تاسو شپږواړه د مشرۍ لپاره وړ کسان یئ .

دلته لږ رنګ د انتخاباتو غوندی دی! مګر کاندیدان امیرالمؤمنین خوښ کړي وو او ټول د اسلام ځلانده ستوري او په شریعت ښه پوه خلک وو او بله دا چې شپږ واړه یې له عشره مبشره وو څخه هم وو،  خو تر ټولو مهمه یې دا چې یوازې د همدوی تر منځ انتخابات وشول نه د عامو وګړو .

هغوی شپږ کسان دغه مبارکان وو:

۱ – حضرت عثمان ابن عفوان) ذوالنورین( )رض(.

۲ – حضرت علي ابن ابی طالب) اسدالله -حیدر( )رض(.

۳ – حضرت طلحه ابن عبیدالله )رض(.

۴ – حضرت زبیر ابن عوام )رض(.

۵ – حصرت سعد ابن ابي وقاص )رض(.

۶ – حضرت عبدالرحمن ابن عوف )رض(.

بیا چې کله دوی مشورې سره وکړې، نو په لنډ وخت کې دری کسان یو بل ته سره تېر شول، په پای کې حضرت عبدالرحمن ابن عوف )رض( د حضرت عثمان )رض( او حضرت علي )ک ر( لاسونه ونیول او له هغوی نه یې وعده واخیسته چې که په تاسو دواړو کې ما له هر یوه سره بیعت وکړ نو دا بل به سملاسي بیعت کوي؟ هغوی دواړو هم وعده وکړه چې همداسې به کوي ان شاءالله ،  بیا ابن عوف )رض( د حضرت عثمان )رض( په لاس خپل لاس ور کېښود او بیعت یې ور سره وکړ، نو سملاسي او تر نورو وړاندې) له وعدې سره سم( حضرت علي )ک ر( هم بیعت وکړ،  بیا نورو، پسې نورو او نورو…

 خو کله چې حضرت عثمان )رض() د یهودو د شومې دسیسې ښکار او( شهیدکړل شو، نو بیا مسلمانان سره دوې ډلې شول؛ ځینو له حضرت علي )رض( او ځینو نورو یې له حضرت معاویه )رض( سره بیعتونه وکړل، تر دې چې حضرت علي )رض( هم د خوارجو له ډلې څخه په لمانځه کې عبدالرحمن ابن ملجم شهید کړ،  بیا امام حسن )رض( انتخاب شو، هغه مبارک هم بیا وروسته له شپږو میاشتو له حضرت معاویه )رض( سره بیعت وکړ، یعنې بېرته اسلامي نظام یوه پارچه او واحده قومانده شو،  چې بیا څلوېښت کاله حضرت معاویه)رض( امیر د مؤمنانو وو او ډېر فتوحات هم وشول.

نو خبره دا ده چې: عمومي انتخابات یا ټولنیزې ټاکنې د اسلام په ګټه نه، بلکې په ضرر یې دي.

په هر ملک کې چې جُمهوري نظام جوړیږي، نو له هغه ملک څخه اسلامي نظام کډه کوي.

هغه ځکه:

تاسو یې له خپل کور، بیا کلي څخه ونیسئ او فکر پکې وکړئ! چې د فیصدۍ یا سلنې له معیاره به نو ته وا په سلو کې څو کسان شرعي حدود وغواړي او څو یې آزاد او بې قیده ژوند؟

نه نه… سم پوه نشوئ! وایم په سلو کې به څو د غله د لاس په پرېکولو، د مجرد زناکار) په عام محضر کې( په سل )۱۰۰( دورو وهلو او متهل د ټولو خلکو په مخ کې په تیږو ویشتلو سره په وژلو خوښ وي؟

نه… بیا هم پوه نشوئ!

غواړم ووایم چې: څو کسان به پدې خوښ وي ترڅو خپله لور او یا خپل زوی) هغه هم د تربرو په مخ کې( په ډبرو وولي او په همدې توګه یې ووژني او یا ورته ولاړ وي او ګران زوی یا لورکۍ یې لومړی رسوا کړل شي او بیا په دغه توګه ووژل شي؛ خو دی به هېچا ته هم څه نه وايي او نه به له چا ګیله کوي، یوازې د الله قانون ته به غاړه ږدي.

نه… ګورئ! وایم څو کسان به حاضر شي چې) په شریعت د نه پوهېدو له امله( په حکومتي پوستونو کې بې برخې پاتې شي؟

نه نو… والله که خو په سلو کې لس فیصده هم دغه قانون ته ټینګ شي.

ولې یې پاکه نه وایو! موږ تش په نوم اسلام منو او حاکمیت یې نشو منلای او نه یې زغملای شو.

ښه نو… چې اوس عمومي انتخابات وشي آیا له پنځه نیوي فیصده څخه به یې دا پنځه فیصده یا سلنه وګټي؟

معلومه ده چې نه!  نه یې شي ګټلای.

یعنې په عمومي انتخاباتو کې اسلامي حاکمیت بلکل نشي راتلای.

ښه چې انتخابات وشول؛  فرض کړو چې پنځه فیصده خلکو) چې اسلامي نظام یې غوښت( بریالي نشول؛ اوس نو څه وکړي؟

آیا دا بل بریالی نظام ومني او که بیا غرونو ته وخیژي؟

نه نه… آخرنۍ او غوڅه خبره دا ده چې که څوک اسلامي نظام غواړي، هغه به عمومي انتخابات نه کوي، ځکه چې ترې وړلای یې نشي.

هو! دومره کولای شي چې د اسلامي حاکمیت د پلویانو تر منځ،  لومړی څو)) اهل الحل و العقد(( کسان کاندید، بیا یو پکې انتخاب کړي،

نه داسې لکه د عمومي انتخاباتو چې هر دله او دیوث د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندیدولای شي؛ حتی فاحشې ښځې هم کولای شي چې د بسته ملک واګې په لاس کې واخلي،  هغه به تر دې نورو ډېر پلویان هم لري، البته دله ګان او دیوثان.

په جمهوري نظام کې د ستر عالم رایه او دیوې نڅاګرې رایه یو شی دي او هېڅ تفاوت نه لري.

نو څنګه به دغه ډول نظام ته سړی اسلامي نظام،  یا په اسلام کې روا نظام ووایي؟

د پای خبره!

هر سړی په خپله کړنه الله نیسي او د یوه په ګناه بل نه نیول کیږي،  نو ځکه خو به د قیامت په ورځ د جمهور رئیس د هر ظلم پوښتنه له هغه چا څخه هم وشي کوم چا چې په خوښه رایه ورکړې وي او دده ظاهر پېژني.

قسم په الله هر هغه بنده له قاتل حاکم سره په قتل کې شریک دی چې رایه یې ورکړې وي.

اې خلکو!  رایه مو له ځان سره وساتئ،  په لوی لاس د ورور قاتل قدرت ته مه رسوئ،  په الله قسم چې سبا به بیا ستا فامیل درته کوغوي او ته به لاسونه ټکوې.

هو! کله چې) اهل الحل والعقد( امرا کاندید شول او ټول یې د اسلامي نظام پلویان او خپلواک خلک وو؛ هغه وخت بیا کولای شو چې یوه ته یې رایه ورکړئ.

مربوطه مطالب

Back to top button