مولوي عبدالهادي (مجاهد)
د دين او سياست بيلتون په اسلام کې ځای نه لري:
د اسلام مبارک دين د(دين) او (سياست) تر منځ بيلتون نه مني. د اسلام دين د الله تعالی له لوري د انسانانو په ټولو مادي او معنوي چارو کې د لارښوونې لپاره راغلی دی، او پيغمبر صلی الله عليه وسلّم همدغه کار په خپل مبارک ژوند کې عملي کړی دی.
په اسلام کې دا عقيده او تصور (دخيل) او (پردی) دی چې د دين (روحاني) او (معنوي) تمثيل دې يو جهت کوي، او د سياست، نظام او دټولنې چارې دې بل جهت سمبالوي، بلکې دا دواړه د يوه قيادت کار او سره نه بېلېدونکې وظيفې دي، ځکه خو پيغمبر صلی الله عليه وسلّم او تر هغه مبارک وروسته راشدين خلفاء هم د مسلمانانو د (دولت) او (نظام) مشران ول، او هم د هغوئ ديني لارښوونکي او (د مسجد امامان).
د اسلام په سياسي تاريخ کې چې کله هم اسلامي ټولنه په سياسي لحاظ له (مسجد او محرابه) رهبري شوې ده مسلمانان په قوت، سرلوړۍ او فتوحاتو کې اوسېدلي دي، خو چې کله هم د سياسي قيادت چارې د (مسجد او محراب) پر ځای د (ماڼيو) او (خېلونو) له لوري ترسره شوي نو په حتمي ډول مسلمانان د قوت او فتوحاتو پر ځای له ذلتونو، انحرافاتو، خپلمنځي جګړو اويا هم د دولتونو او نظامونو له سقوط سره مخ شوي دي.
د دين او دسياست د بېلتون نظريه چې په غربي اصطلاح (سيکولريزم) هم ورته ويل کېږي د (کليسا) د منحرف دين په خلاف د اروپا د (الحاد) د بغاوت زېږنده ده. دغې نظريې که له يوې خوا اروپايان د کليسا داستبداد په خلاف ودرول نو له بلې خوا اروپايي مستعمرينو اسلامي نړۍ ته د دې نظريې په راصادرولو په مليونونو مسلمانان هم د اسلامي شريعت له حاکميته محروم کړل.
د دين او سياست دبېلتون نظريې له اسلامي نړۍ څه واخيستل؟
د عثماني خلافت په آخرو وختونو کې ــ دسلطان عبدالحميد خان له شخص او ځينو ملګرو په استثناءــچې کله د نظام او پوځي قيادت چارې د داسېسياسي او پوځي مسؤولينو لاسته ورولوېدې چې د (سيکولر) غرب له نظرياتو متأثر شوي وو نو په اسلامي نړۍ کې يې هم د دغې اروپايي (کفري نظريي) خپرېدو ته لاره هواره کړه، چې په نتيجه کې يې دشريعت حاکميت او د خلافت نظام له منځه لاړ، اسلامي نړۍ اروپايي دولتونو اشغال کړه، او په پای کې په ټوله اسلامي نړۍ کې داسې غرب پلوي سياسي نظامونه منځته راغلل چې د شريعت د حاکميت د مخنيوي او د دين او د سياست په بېلولو کې ټول سره شريک ول.
پر اسلامي نړۍ غرب پلوو مسلطو نظامونو نه يوازې دا چې په اسلامي نړۍ کې د شريعت د عملي کېدلو مخه ونيوله، بلکې دلته يې پر مسلمانو ولسونو د شوروي د (کمو نيزم)، د غرب د (فاشيست ليبراليزم)، د امريکا د (پراګماتيزم) او (صليبيت) او د معاصرې اروپا د سياسي منافقت (ماکياوليزم) د ټولو جناياتو تمرينونه وکړل، د اسلامي نړۍ د هېوادونو استقلاليت يې له منځه يووړ، او دغه هېوانه يې ټول په سیاسي، نظامي، اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي لحاظ په روسانو، اروپايانو او امريکايانوپورې وتړل.
افغانستان ته سيکولريزم چا راووړ؟
د دين او دسياست د بېلتون له (فتنې) څخه افغانستان هم په امان کې پاتې نه شو، او داول ځل لپاره د دغه پردی فکر او نظام تيوري (محمود طرزي) چې له (سيکولر کماليزم) او اروپايي نظرياتو څخه متأثره وو راوارده کړه، او بيا امان الله خان په افغانستان کې د زور، زندان، فکري ارعاب او استبدادي حکومت په زور د غې پردۍ نظريېد عملي کولو هڅې شروع کړې.
د محمود طرزي ــ چې غربيان يې په افغانستان کې د سيکولريزم پلار بولي ــ دغه مردار بوټي کرار کرار په افغانستان کې هم وده وکړه، چې نتيجه يې د امان ان الله خان د هغو (افساداتو) چې ده (اصلاحات) بلل او خلکو دی د هغو له امله (له دينه وتلی)وباله، د ظاهرشاه د مفسد نظام، د داوودخان د (دين دښمنه جمهوريت)، د کمونستانو (د ثور د کمونستي انقلاب) او داوسنيو امريکايي پلوو (ديموکراتانو) د ديموکراسۍ په شکل کې راووته.
په افغانستان کې د دين او د سياست د بېلتون نظريې او اسلامي شريعت ته ناملتزم حاکميت دلته داسې وضعيتونه، نظامونه او قوانين رامنځته کړل چې يو ځل يې په افغانستان کې د امان الله په شکل کې د ترکيې د (مصطفی کمال) د (دين دښمنۍ) نخرې وکړې، بل ځل يې دا هېواد او ولس روسانو ته وروسپاره، او په دريم ځل يې دا دی بيا دا هېواد د امريکا په مشرۍ د غرب د صليبي ائتلاف په واک کې ورکړ.
افغانانو د غرب پلوو سيکولرانو د جناياتو کفاره هر ځل د زرګونواو لکونو شهيدان په ورکولو ادا کړه،او لا يې تر اوسه هم خپله ټولنه د سيکولريزم د بې دينې مفکورې له جناياتو او منفي تأثيراتو نده پاکه کړې.
سيکولريزم وهلي مسلمانان:
په اسلامي نړۍ کې د سيکولرو واکمنو له لوري د (سيکولريزم) خپرېدو نه يوازې دا چې (پر دين نه ولاړ) نظامونه رامنځته کړل، بلکې په اسلامي نړۍ کې يې په مليونونو اسلام ته داسې منسوب خلک هم وروزل چې يوازې نومونه يې اسلامي دي او نور يې د ژوند تقريبا ټولې چارې له ديني ارشاداتو څخه د باندې د سيکولريزم، کمونيزم، ليبراليزم او وضعي قوانينو مطابق عيارې کړې او روانې کړې دي. دغه د سيکولر فکر خاوندانو هر وخت ځان د اسلامي امت له افرادو ګڼلی خو کار يې تل د غرب لپاره کړی، او د اسلام پر ځای يې خپله وفاداري له غربيانو او غربي نظرياتو سره ښکاره کړې ده، او هم عملا د هغوئ په صف کې درېدلي دي.
په ټېرې يويې پېړۍ کې د اسلامي نړۍ په ډيرو هېوادونو لکه د هند په نيمه وچه، ترکيې، عربي نړۍ او افغانستان کې ډېرو اسلامي شخصيتونو، اسلامي احزابو او سياسي جهتونو د سيکولريزم د مخنيوي او داسلامي نظام د رامنځته کولو لپاره نظريات وړاندې کړي، طرحې او کتابونه يې تأليف کړي، او داسلامي سياست او نظام دعواوې او شعارونه یې پورته کړي دي، خو کله چې په عملي ډول دسياست او نظام ډګر ته ورداخل شوي او يا دحکومتونو برخه ګرځېدلي دي نو بيا دوئ هم دسيکولرانو ملګرتيا کړې ده او عملي سياستاو حکومتونه يې د سيکولريزم د اصولو، تګلارو او قوانينو مطابق چلولي دي، او د خپلو سياسي او فکري انحرافاتو د تبريې لپاره يې اسلامي احکام تحريف کړي او يا يې بېلابېل تأويلونه ورکې کړي دي چې همدغه جريان لا اوس هم روان دی، او بده لا داده چې اوس همدغه خلک په ډېرو ځايونوکې د مجاهدينو په خلاف د غرب د صليبي پوځي اېتلاف برخه دي.
ملا محمد عمر مجاهد او د سيکولريزم د نظريې په خلاف عملي مبارزه:
خو د پورتني وضعيت په خلاف ملامحمد عمر مجاهد هغه يوازينی مسلمان رهبر وو چې هم د منبر او محراب له ډګره راپورته شو او هم يې خپل نظام د خالصو اسلامي اصولو مطابق جوړ کړ. هغه سياست بېرته اسلامي کړ، په سياست او نظام کې يې له سيکولريزم او نورو پرديو نظرياتو سره (پيوندکاري) ونه منله. هغه يوځل بيا ثابته کړه چې مسلمان هم په خپل شخصي ژوند کې مسلمان کېدی شي، او هم له معاصرو کفري نظرياتو او اصولو ليري خپل نظام اسلامي کولی شي.
ملا محمدعمر مجاهد د يوه رښتيني مسلمان رهبر په حيث نه د کفري نړۍ له لويو ځواکونومرعوب شو، نه يې له نوي نړيوال نظامه سترګې وسوې، نه يې (د ملګرو ملتو) او (د امنيت د شوری) د کفري قوانينو بنده ګۍ ومنله، نه له چا سره په کوم کفري (نظامي) او يا کوم (سياسي) تړون کې شامل شو، نه يې د غرب او يا شرق په نزد د منل کېدلو په مقصد په خپل نظام کې پردي معيارونه مراعت کړل، او نه هم د چا سیاسي، اقتصادي او او نظامي بنديزونو او او تهديدونو ته ورتسليم شو.
هغه دا هرڅه ځکه وکړل چې هغه (مسلمان)وو، او پر دې يې عقيده درلوده چې لکه څنکه چې د (مسلمان) دين او عقيده اسلامي ده همداسې بايد دهغه (سياست) او نظام هم اسلامي وي. ځينې (پردي پالو) او لنډ فکره خلکو ته به کېدی شي د هغه له لوري د ددغه ډول دريځ خپلول د هغه ساده ګي او د معاصرې نړۍ له سياسي وضعيت او حالاتو ناخبري ښکاره شي، خو حقيقت دا دی چې هغه ساده او ناخبره نه وو، بلکه هغه يو رښتينی مسلمان رهبر وو چې د اسلام په حقيقي روحيه سمبال او یو کلک (شعوري مسلمان) وو چې په هېڅ صورت يې په اسلام او اسلامي سياست کې (پيوندکاري) نه منله. زه د داسې يو چا په حيث دا څو جرښې نه ليکم چې هغه يې نه وي ليدلی او نه یې وي پېژندلی. ما هغه مرحوم له نيږدې ليدلی وو، او د هغه له فکر او نظرياتو مې له ډېرې نيږدې ځان خبرکړی وو.
د ملامحمد عمر مجاهد د فکر او داسلامي سياست د خالصتوب راز په دې کې وو چې هغه د اوسنيو نورو سياستمدارانو په څېر د معاصرغرب د سياسي فلسفې د فيلسوفانو نظريات نه لوستي وو او نه يې باور پرې ورلود. د هغه د عقيدې او سياسي تفکر سرچينه د (جان جاک روسو)، (مونتسکيو)، (هوبز)، (جان لاک)، (سپينوزا)، (ميرابو)، (داروين)، (کانت)، (سارتر)، (ماکياولي) (فروېد)، (مارکس)، (نيچه)، (چرچل) او د (فوکوياما)له نظرياتو نه وه، بلکه هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلّم او د صديّق، فاروق، علي، عثمان، سلمان، ابوذر، بلال، خالد او ابن عبدالعزيز رضي الله تعالی عنهم کيسې او رېدلې وې، او د هغوئ سادهخو پوخ او اصيل فکر يې خپله تګلاره ګرځولي وه. او له همدې امله يې تر وروستۍ سا د شريعت التزام ته د د نيا د خلکو پر توصيو او فرمايشاتو ترجيح ورکړه.
د افغانستان، اسلامي فکر، او اسلامي سياست لپاره د ملا محمد عمر مجاهد څو لوی کارونه:
ملا محمد عمر مجاهد د يوه مسلمان سياسي رهبر په حيث په خاص ډول په افغانستان او په عام ډول په ټولې اسلامي نړۍ کې پر اسلامي فکر او سياست لوی او ژور تأثيرات پرېښودل چې اغېزې به يې په ټولې نړۍ کې د وخت پر تېرېدلو لا نورې هم ښکاره شي. ځينې خلک ښايي زما دې تحليل ته د يوه فکري مجازفت او لويې ښکاروونې په نظر وګوري او داسې فکر وکړي چې زه به د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د فکر او اقداماتو تأثير د هغو تر حقيقي اندازې د پورته ښکاره کولو هڅه کووم، خو دغه خلکو ته بايد ورپه ياد کړم چې يو وخت دغه ډول خلکو (سيدقطب)، (عبدالله عزّام) او (اسامه بن لادن) هم يوازې افراد ګڼل، او د هغوئ افکارو سياسي او نظامي اقدامات يې سطحي ګڼل، او د هغو د تأثير ساحه يې هم محدوده ګڼله، خو وروسته بيا نړۍ وليدل چې د همدې (محدودو افرادو) د افکارو او اقداماتو په نتيجه کې په ټولې نړۍ کې داسې يو مجاهد نسل او يوه سياسي او جهادي تيوري رامنځته شوه چې ټوله کفري نړۍ يې ستومانه کړه، ستر پوځي ځواکونه يې وننګول، او په داسې يوه ځواک بدل شول چې ټوله نړۍ يې له مقابلې عاجزه ده.
هغه لوی کارونه چې ملا محمد عمر مجاهد د افغاني اسلامي سياست په بهير او د اسلامي فکر په مجال کې تر سره کړل د هغو له جملې څخه يې ځينې په لاندې ډول يادولی شو:
۱ــ د روسانو او کمونيزم په خلاف د افغانانو د ستر جهاد د نتيجې له ضائع کېدلو ژغورل:
د روسانو او کمونستانو په خلاف د افغانانو ستر جهاد چې د اسلامي نړۍ په زرګونو نورو مسلمانانو هم ورکې قربانۍ ورکړې وې د دې لپاره وو چې افغانستان د روسانو او کمونستانو له تسلّطه آزاد شي، او په دې خاوره کې اسلامي نظام جوړ او شريعت ورکې حاکم شي. خو د بېلابېلو نړيوالو اوسيمه ييزو توطيو او د ډېرو جهادي تنظيمونو د رهبرانو د انحراف او غلطو تصاميمو او اقداماتو له امله نه يوازې دا چې په هغه وخت کې دغه ارمان پوره نه شو، بلکې نيږدې وه چې ټولې قربانۍ ضائع او او د افغانستان ارضي تماميت هم له منځه لاړ شي.
په هغه وخت کې د داخلي شخړو او او دجهادي صف د انحراف له امله پر افغانستان داسې يووحشت حاکم وو چې خلکو ته يې د چنګېز د وخت وراني او وحشتونه وريادول. دهماغو وحشتونو او خپلمنځي بې رحمو جګړو له امله افغانان او افغانستان د لويې تباهۍمرحلې ته ور رسېدلي وو، مجاهدين بدنامه شوي ول، اسلامي تنظيمونو خپل مصداقيت له لاسه ورکړی وو، او د جهاد بيرغ لوېدلی وو.
له پورتنيو ټولو ناخوالو سره د مقابلې په مقصد ملا محمد عمر مجاهد په خپل جهادي او اصلاحي پاڅون سره نه يوازې دا چې افغانستان له لويې تباهۍ د خلاصون لوري ته سوق کړ، بلکې يو ښه نظام یې هم جوړ او شريعت يې ورکې تر خپلې وسعې تطبيق کړ، او د جهاد لوېدلی بيرغ یې هم ښه لوړ بېرته راپورته کړ.
د هغه له لاسه داهرڅه په تصادفي ډول نه دي تر سره شوي، بلکې د دې هر څه لپاره يې همداسې عزم درلود. ما (د دې کرښو ليکوال) ته د ۲۰۰۱م ميلادي په اولو مياشتو کې یوه ورځ د طالبانو د (امربالمعروف او نهي عن المنکر) د وزارت وزير شهيد مولوي صاحب محمد ولي د ملا محمد عمر مجاهد د عزم د هغو ورځو کيسه کوله چې دی د خپلې نوې پیل کړي مبارزې په دويمه او يا دريمه هفته کې وو، او په هغه وخت لا نه رهبر او نه هم امير المومنين وو. مولوي محمد ولي مرحوم راته وويل:(( ما د ملا محمد عمر له مدرسې لږ ليرې په يوه مسجد کې طالبانو ته درس وايه چې د قندهار ـ هرات پر سرک مې د ټوپکيانو پر يوه ځنځير د جګړې د ټکانو آوازونه واورېدل،چې پوښتنه مې وکړه نو راته وويل شول چې ملا محمد عمر د ظالمو او مفسدو ټوپکيانو په خلاف جګړه شروع کړې ده. ما هم کتاب بند کړ او له خپلو څو طالبانو سره له هغه سره يوځای شوم. کله چې يوه ورځ زموږ جګړه د قندهار ښار ته د غرب له لوري ورنيږدې شوه يوه ورځ مو تر مازديګره له ټوپکيانو سره پداسې ځای کې سخته جګړه وشوه چې زموږ او هغوئ تر منځ يو پول وو، ماښام چې جګړه ودرېده نو زه او ملا محمد عمرآخوند په يوه خزه کې وو. ما دا تشويش درلود چې موږ دا دوه کسه به تر سهاره دلته مقاومت وکړای شو او که نه په شپه کې به مو خدای مه کړه دښمن ونيسي او يا بل څه راپېښ شي. زما په ذهن کې خو دا فکرونه وو خو د ملامحمد عمر آخوند د عزم او فکر دنيا بيا بېله وه. ملا محمد عمر آخوند په همدې له وېرېاو تشويش ډکې شپې کې راته ويل: (( مولوي صاحب! دا جګړه مو لنډه او د يو څو ورځو جګړه نه ده، او نه به يې د کندهار پر نيولو بس کوو. موږ به ان شاء الله تعالی دوامداره جهاد کوو، کندهار به نيسو، بيا به ټول افغانستان لدې مفسدينو آزادوو، اسلامې حکمومت به جوړوو، او بيا به شريعت ورکې نافذوو، دا ډېره اوږده لار ده، وېرې او ستومانۍ ته به پهزړه کې ځای نه ورکوو)).
مولوي محمد ولي صاحب راته ويل: ما چې په هغې سختې او له وېرې ډکې شپې کې د ملا محمد عمر آخوند دا خبرې او په ظاهره ډېر سخت او نه ترسره کېدونکيعزائم اورېدل داسې راته ښکارېدل لکه دي چې دی راته وايي چې اسمان ته به پورته کېږو او… خو دا دی زه اوس وينم چې ملا صاحب دالله تعالی په فضل او نصرت خپل ټول عزائم ترسره کړل. د فساد ټغر ټول شو، اسلامي حکومت قائم شو، او شريعت هم ورکې نافذ شو)).
حقيقت د ادی که د الله تعالی فضل او احسان او بيا د ملامحمد عمر مجاهد پاڅون نه وای نو نن به نه واحد افغانستان وای، نه به دلته دغه ډول مجاهدېن ول، نه به امريکا او ناټو ماتې خوړلې وه، نه به مو ولس د آزادۍ دغه ډول روحيه درلوده، او نه به مو په نړۍ کې د جهاد او سر لوړۍ بېرغ رپېده. بلکې د کموستانو هغې دعوی به د ټولو مجاهدينو په هکله صدق کړی وو چې د څو غدّارو تنظيمي رهبرانو په حق کې يې وکاوه، هغه چې ويل به يې جهاد او مجاهدين يوه امريکايي پروژه ده چې د( ثور د انقلاب!!؟) په خلاف يې په کار اچولې ده. که ملا محمد عمر مجاهد د امريکا او د هغې د ملګرو په خلاف د جهاد بیرغ نه وای پورته کړی، او د سيکولريزم په خلاف يې هم داسې جهاد نه وای کړی لکه د کمونيزم په خلاف يې چې وکړ، نو خامخا به مو د کمونستانو پيغور پر غاړه ووړ.
۲ــ د (ملا) سياسي کول او حاکميت ته رسول:
له تېرې اوږدې زمانې راهيسې په اسلامي نړۍ او په افغانستان کې عالمان او متدين خلک د سياست، نظام او حاکميت له صحنې وېستل شوي او د ټولنو د سياسي، عسکري او اجتماعي قيادت چارې له دين څخه ناخبرو او يا له دين څخه ياغي سياستوالو، مستبدو بادشاهانو، په روسانو پورې تړلو کودتايې انقلابيانو او يا غرب پلوو ليبرال فاشستانو په لاس کې نيولې دي. دغه ډول حکامو نه يوازې دا چې د اسلامي نړۍ په هېوادونو کې داسې نظامونه او قوانين رامنځته کړل چې د هغو په توسط يې مسلمان ولسونه د ذلت، اختناق، سياسي استبداد او اجتماعي فساد په وضعيت کې وساتل، بلکې له دې وېرې چې نظامونه او قوانين يې له زوال سره مخ نشي په ټولنو کې يې د مصلحينو، علماوو، قومي مخورو مسلمانو دعوتګرو، مسلمانو مفکرينو او د جهادي فکر او تګلارې د خاوندانو په خلاف بې رحمه جګړې او سياستونه هم په کار واچول.
دغو له دين څخه ياغي او پردي پالو حکامو د اسلام د حاکميت لپاره د کارکوونکو په خلاف د جګړې، تهديدونو، فشارونو او دهغوئ د کار او تأثير د مخنيوي ټول وسائل لکه وژنې او اعدامونه، زندانونه، تبعيدونه، منفي تبليغات او سايکالوژيکې جګړې او نور ډېر ميتودونه په کار واچول چې د هغو په نتيجه کې يې نه يوازې دا چې علماء او د دين د حاکميت لپاره کار کوونکي له نظام او حاکميته ووېستل، بلکې تر ډېره حده يې له ټولنو او سياسي جريانونو هم تجريد کړل، او دهغوئ ځای يې د کمونيزم، سيکولريزم، نشنليزم،او دهوی او هوس بنده ګانو ته خالي کړ.
پورتنی وضعيت د افغانستان په شمول پر ټولې اسلامي نړۍ حاکم وو، او ددې پر ځای چي اسلام ته منسوب سياسي احزاب او جريانونه د خالصو اسلامي انقلابي اقداماتو او جهادي ستراتېژۍ له لارې د دې وضعيت د بدلون په مقصد د جدّي کار لپاره خلک وروزي او له معاصر جاهليت څخه فاصله ونيسي متأسفانه هغو هم په بېلابېلو شکلونو د معاصر جاهليت (ديموکراسۍ) له بهيرونو سره پيوند واخيست، او ددې پرځای چې د مجاهدينو او مسلمانو انقلابيانو ملاتړ وکړي د حکومتونو، پارلمانونو، او نورو سيکولرو جوړښتونو او مؤسساتو په چوکاټ کې يې د ځان لپاره ځايونه ولټول.
خو د اوس وخت د اسلامي سیاسي احزابو او جريانونو برعکس ملا محمد عمر مجاهد له حاکم وضعيت سره جوړه ونه کړه، بلکې د سيکولرې نړۍ ټول (پر دين نه ولاړ) موازين او معيارونه يې له پامه وغورځول، او په فطري ډول يې د نظام او سياست دچارو واګي بېرته علماوو او مجاهدينو ته وروسپارل.ملا محمد عمر مجاهد (ملا) بېرته سياسي کړ،او له ډېرې لويې دروازې يې بېرته دسياست او حاکميت ډګر ته ور دننه کړ، چې په خلاص لاس په ټولنه کې دالله تعالی دين نافذ کړي.
ملا محمد عمر نظام او ادارې له کمونستو او سيکولرو عناصرو پاکې کړې. هغه له ملا او مجاهد څخه بيا امير، وزير، ديپلومات، والي، پوځي او امنيتي قومندان، مدير،قاضي،څارنوال،ولسوال، استاذ، سياستوال، ليکوال، اديب او مبصر جوړ کړ. هغه د ملا او ټولنې تر منځ پرې شوې رابطه بېرته داسې محکمه کړه چې بېرته پر پرېکولو يې د سيکولريزم دپلويانو زور ونه رسيد که هر څو يې بېلابېل وسائل په کار واچول.
هغه بيا (ملا) ته د سياست او نظامدارۍ عملي تمرين ورکړ، او په سياسي، فکري، او پوځي لحاظ دامريکا په ګټه (يوقطبه) شوې نړۍ يې بېرته داسې (دوه قطبه) کړه چې يو قطب يې د (سيکولر نظرياتو) له خاوندانو جوړ دی ، او بل قطب (ملا) او د هغه(نظريه) تشکيلوي.
البته د ملا محمد عمر مجاهد له لوري د (ملا) او (طالب) د سياسي کولو په اړه د دې يوې ملاحظې يادول ضروري دي او هغه دا چې د طالبانو په بهير کې خو (ملا) په عملي ډول د سياست ډګر ته ورننووت خو افسوس چې د اسلامي سياست معاصرو علومو، د کفراو کمراهۍ د معاصرو ډولونو پېژندنې، د اسلامي عقيدې معاصرو فکري مفرداتو، له ټولنې سره د امثل اسلامي تعامل معارفو او د نړۍ پر ژبه د پوهېدلو او د نړيوالو د مخاطبولو معاصرو ادبياتو لا تر اوسه د ملا او طالب تعليمي نصاب او د هغه د مدرسې ماحول ته لاره نه ده پيدا کړې. که طالب او ملا د تعليم ، نصاب او د هغه د مدرسې ماحول همداسې پاتې شي نو دا وېره شته چې د ملا محمد عمر مجاهد فکر او تګلاره به د راتلونکو نسلونو لپاره يو (فکري مکتب) نشي، بلکه د افغاني تاريخ په پاڼو کې به يوازې د (يوې زرينې حادثې) په شکل کې پاتې شي او بس. نو په کارده چې د طالب د سياسي او جهادي بهير فکري او تعليمي مسؤولين د دغه ارث د خوندي کولو او تخليد لپاره پدې ډکر کې له خپل سطحيته راووځي او مطلوب اقدامات تر سره کړي.
۳ــ طالب او محصل ته جهادي روحيه ورکول او له دين څخه د دفاع په صف کې دهغوئ درول:
غربي ډوله تعليم او تعليمي نظام په اسلامي نړۍ کې خلک له معلوماتو سره آشنا کړل، خو له (تدين) او معنويت څخه يې محروم کړل. دې ډول تعليم خلکو ته د دنيا د جوړولو او د آخرت خرابولو فارمولې ورزده کړې. غربي ډوله تعليمي نظام او نصاب د مسلمانانو نويو نسلولونو ته د وسلو او وسائلو د جوړولو هنر ورزده کړ، خو له اسلام او خپلي خاورې څخه د دفاع په لار کې يې د خپلو جوړو کړو وسلو د استعمال روحيه او اراده ورڅخه سلب کړه.
غربي ډوله تعليمي نظام او او روحيي په اسلامي نړۍ کې دغرب لپاره په مليونونو داسې وفاداره ماهر او چالاک غلامان وروزل چې تر غربيانو دوئ ډېر د غرب د ګټو لپار مخلص او د غربيانو د پلانونو عملي کوونکي دي، ځکه خو د شرق فيلسوف او ستر غرب پېژندونکی علامه اقبال هم دغربي ډوله (مکتب)او د هغه د شاکردانو رول په اسلامي نړۍ کې داسې تشخيصوي:
مکتب از تدبير او گيرد نظام تا به کام خواجه انديشد غلام
انګرېز د مکتب نظام ته داسې يو تد بير نيولی چې له هغه څخه فارغېدونکي فکري غلامان تر خپله انګرېزانو هم د انګرېزانو کارونه ښه ترسره کوي.
د غربي ډوله تعليم اثر پر اسلامي نړۍ دا وشو چې څومره چې د دې ډول تعليم مکتب او پوهنتونونه ډېر شول په هماغه اندازه له اسلامه د نوي نسل بې خبري هم زیاته شوه. په اسلامي نړۍ کې که دغه ډول تعليم يافته خلک هر څومره ډېر شول اسلام او آزادۍ ساتنې ته يې هېڅ ګته ونه کړه،او دا ځکه چې دا خلک تل کله د (روښانفکرانو!!؟)، کله د (کمونستانو)، کله د (لېبرالانو) او کله هم د (منځلارو) په شکل کې د دښمن په صفکې درېدلي دي. غربي ډوله تعليم دوئ دغيرت او دفاع له فطري حسه بې برخې کړي، ځکه خو علامه اقبال دې تعليم ته په لاندې نظر ګوري:
من آن علم و فراست با پر کاهی نه مي گيرم که از تيغ و سپر بيگانه سازد مرد غازی را
زه هغه پوهه او هوښيارِي د بوسو په يوې خځلې هم نه اخلم چې غازي سړی له تورې او سپره پردی کوي.
ملا محمد عمر په دغه ډول يوه (وبا وهلي) سیاسي، فکري او فرهنګي وضعيت کې حاکميت ته ورسېد، خو هغه او د هغه ملګرو له دغه وضعيت سره جوړه ونه کړه، بلکې په پراخه پيمانه يې د مکتب، مدرسې، پوهنتون او دارالحفاظ شاګردان داسې د ايمان، جهاد، قربانۍ او فداکارۍ له روحيې سرشاره کړل چې له هېچا يې وېره ونه شوه، او د داسې يوه نړيوال پوځي ائتلاف په مقابل کې لويه جګړه ورباندې وګټله چې تر پنځوسو د زياتو هېوادونو پوځونه ورکې شامل ول. هغه په خپل قول او عمل د اسلامي نړۍ د ځوانانو په نفسونو کې د جهاد او آزادۍ غوښتنې داسې سا ورپو کړه چې اوس يې د نړۍ ټول سياسي او فکري جادوګر له آرامولو عاجز دي، او دا سلسله به لا نوره هم ان شاء الله اوږدېږي او پراخيږي.
۴ــ د يوه رښتيني مسلمان حاکم نمونه وړاندې کول:
مسلمانانو له اوږدې مودې راهيسې د يوه واقعې او رښتيني مسلمان حاکم نمونه نه ده ليدلې. او داځکه چې د اسلامي نړۍ د شلمې او يو ويشتمې پېړۍ تقريبا ټول حاکمان هغه خلک دي چې يا يې د اروپا، روسيې، او امريکا په مکتبونو او پوهنتونونو کې درس ويلی، يا يې په اسلامي هېوادونو کې د غربيانو او مسيحي مبشرينو له لوري له جوړو شويو تعليمي مؤسسو فارغ شوي دي، او يا هم هغه خلک دي چې په غرب پالو او سيکولرو کورنيو او چاپېريالونو کې را لوی شوي دي او دين ته هېڅ التزام نه لري، او د ديندارۍ هم يوازې دومره تظاهر کوي چې خپل محکوم ولسونه ورباندې تېرباسي.
داسلامي نړۍ اوسني حاکمان په فکري لحاظ سيکولر،په سياسي لحاظ د (ماکياوليزم) د مکتب پيروان چې د خپلو ګټو لپاره هر کار روا بولي، د عزائمو او ارادو په لحاظ په د لويو کفري دولتونو ملګري او تابع،د شکل او صورت په لحاظ د غربيانو فوټوکاپي، له خپلو ولسونو سره دتعامل په لحاظ غله، مستبد او درواغجن، د فرهنګ په لحاظ د خپل فرهنګ دښمنان او د پرديو فرهنګونو تمثيلوونکي دي.
دغه حاکمان واک ته هم يا د خانداني موروثيت، يا د کودتاګانو، يا د پرديو لخوا په تحميلي شکل او يا هم دغربي ديموکراسۍ دهغو انتخاباتو له لارې رسېږي چې په هغه کې د رأيې ورکوونکو دين، پوهې، عقل، تجربې او نورو استعدادونو ته نه کتل کېږي، بلکې يوازې يې د حېواناتو په څېر سرونه شمېرل کېږي، او هر چا چې ډېرېرأيېحاصلې کړې که يې په هر شکل حاصلې کړې وي د حاکميت مستحق ګڼل کېږي. پدې ډول د اسلامي نړۍ تقريبا ټولحکام له نا اسلامي لارو واک ته رسېږي.
خو ملا محمد عمر مجاهد د اوسنۍ زمانې د حکامو برعکس د يوه رښتيني مسلمان حاکم نمونه وو. هغه د ملت په منځ کې له مسجد او محرابه راپورته شوی متدين او متشرع شخص او د دين په تقاضا او روحيه پوه رهبر وو. هغه هم په شريعت پو هېده او هم يې نافذاوه. د مظهر او صورت په لحاظ له شريعت او افغانياصيل دود سره برابر وو، تل يې افغاني لباس اغوست او پګړۍ يې پر سرکوله، ډېر وخت به يې داسې پګړۍ پر سر او جامې پر تن وې چې له ډېرو وينځلو او اغوستلو به يې رنګ بدل شوی وو. نه يې تر پايه خپل کور پيدا کړ او نه يې ځمکې او شتمني.
هغه سره لدې چې يو قوي رهبر وو هر وخت يې خپل تصاميم د شريعت له علماوو څخه د پوښتنې او له خپلو ملګرو سره د مشورې په نتيجه کې نيول، او د خپل حاکميت په وخت کې به يې هره چهارشنبه له مشرانو او مسؤولينو سره مشوره درلوده.
ملا محمد عمر مجاهد قوي حاکم وو خو ژوند يې د مترفينو نه وو، هغه په ماڼيو کې نه اوسېده، تل له مجاهدينو، علماوو او د نظام له مسؤولينو سره په طبيعي ژوند کې اوسېده. هغه د خپل نظام قوت د اسلامي شريعت په تطبيق او د خپل ولس په پاللو کې ليده. هغه کله هم د خپل نظام د تقويې لپاره کفري هېوادونو ته دنېږدې کېدلو کوښښاو له هغوئ سره د تړونونو د امضاء کولو هڅه ونه کړه.
ملا محمد عمر مجاهد په فکري لحاظ په اسلامي معنی د امت پر وحدت باور درلود، او د خپل توان تر حده یې د امت د عملي يو کولو هڅه وکړه. هغه د نړۍ ډېرو جهادي ډلو او لويو شخصيتونو ته د خپل نظام په غېږ کې نه يوازې دا چې ځای ورکړ، بلکې هغوئ ته يې وسلې وسائل او د هغوئ د مهاجرينو لپار د عزتمن ژوند امکانات هم برابر کړل، پدې ډګر کې هغه د (لا يخافون في الله لومة لائم) عملي مصداق وو، او پدې اړه يې د شرعي حکم او مسؤوليت په مقابل کې د هېچا خاطر داري ونه کړه، که هر څومره ورته دا کار په درانه قيمت هم تمام شو.
د دې لپاره چې هغه او د هغه نظام د امت د وحدت عملي دليل وړاندې کړی وي کله يې هم نظام له مسلمانو مجاهدينو او مهاجرينو د د ويزې او پاسپورټ غوښتنه ونه کړه، او دا ځکه چې د اسلامي امت د وحدت او د مسلمانانو د ورورلۍ د عقيدي په تله کې دې شيانو ارزښت نه درلود، او همدا دليل وو چې دنورې نړۍ ډېرو مخلصو مسلمانانو هم همدی خپل امير او رهبر ګاڼه. د ده په خپله اصطلاح ((که يې پښه په خپله پايڅه کې نه وای نښتې)) نو په دې مجال کې به يې مسلمانانو ته نور هم ډېر څه کړي وو.
دا چې هغه د نورو انسانانو په څېر يو انسان وو، او له ډول ډول داخلي او خارجي مشکلاتو سره هم مخ وو، نو طبيعي ده چې د خپلو ډېرو ښېګڼو تر څنګ به يې ډېرې نيمګړتياوې هم درلودې. خو په يقيني ډول هغه د اسلامي نړۍ تر ټولو مشرانو شريعت ته ډېر ملتزم او ښه مدبر رهبر وو.
په پای کې په داسې حال کې چې پر وفات يې ډېر غمجن يم ده ته له غفور او کريم رب څخه د مغفرت غوښتنه کووم، او کورنۍ او ملګرو ته يې تعزيت وړاندې کووم، د اسلامي فکر او د جهاد د فکري او فرهنګي سنګر له ساتونکو په ټول احترام او جدّيت هيله کووم چې د دې عظيم انسان د ژوند د بېلابېلو اړخونو په راسپړلو او پر اسلامي فکر او سياست د هغه د تأثير په برجسته کولو خپل فرهنګي مسؤوليت اداکړي، او د دې لوی شخصيت تاريخ مخکې له هغې تدوين او توثيق کړي چې د کينه ګرو غربي ليکوالو او مفکرينو له لوري په مسخ شوې او تحريف شوې بڼه نړۍ او راتلونکو نسلونو ته وړاندې شي. (رحمه الله تعالی رحمة واسعة، و تغمّده في واسع جنانه) آمين.