بدخشان چارواکي: د طالبانو بريد کې اوولس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۲، دوشنبه) 

د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولایت په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو په ترڅ کې اوولس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نسي ولسوالۍ چارواکي وايي، طالبانو پرون د یادې ولسوالۍ پر مرکز بريدونه پيل کړي چې لا هم دواړو خواوو ته نښتې روانې دي.

دغه راز سيمه ييزو چارواکو طلوع نيوز ته ويلي، طالبانو د کومکي عسکرو پر یوه قطار کمين وهلی چې په ترڅ کې يې نهه عسکر وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.

له بله پلوه طالبان یاد بريد تاييدوي او وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي، د نسي ولسوالۍ مربوط په قوغز سيمه کې د طالبانو په برید کې لس عسکر وژل شوي چې جسدونه يې د جګړې په ډګر پاتې دي.

د ښاغلي مجاهد په وينا، په دغه برید کې پنځلس عسکر نور ټپيان دي، يوه رينجر موټر ويجاړه شوې او يوولس ميله سپکه او درنه وسله او په زیاته اندازه مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.
په وروستيو کې طالبانو د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې پر دولتي ځواکونو خپل بريدونه زيات کړي چې ورسره د هغوی مرګ ژوبله هم ډيره شوې او سیمې يې له لاسه وتلي دي.

وړمه ورځ سيګار په خپل یوه تازه راپور کې ويلي و چې د تير کال د همدې مودې په پرتله د دولتي ځواکونو په تلفاتو کې پنځه ويشت سلنه زياتوالی راغلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button