ولايتي شورا: د سمنګان دولتي ادارې غير فعالې او پر ۹۰٪ خاوره يې طالبان حاکمیت لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۲، دوشنبه)
د سمنګان ولايتي شورا استازي وايي، د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې دولتي ادارې غير فعالې او طالبان د ټول ولايت پر نوي سلنه خاوره حاکمیت کوي.
د ولايتي شورا مشر حاجي راز محمد وايي، د دولتي ادارو مامورین د امنيتي ګواښونو له کبله خپلو دندو ته نه شي وتلای زياتوي په عامه توګه د ټول ولايت او ولسواليو وضعيت ښه نه دی، لارې بندې دي، دولتي ادارې غير فعالې دي او طالبان له ۸۵ تر ۹۰ سلنه خاوره باندې واکمن دي.
د ولايتي شورا مسؤولین وايي، طالبان د دغه ولايت د ډبرو سکرو د ليږدونکو موټرو څخه ټکس ټولوي په وينا يې هره مياشت د ډبرو سکرو له ګاډو څخه ۳۶ ميليونه افغانۍ ترلاسه کوي.
په عين حال کې د سمنګان والي عبدالطيف ابراهيمي هم مني چې طالبان د ډبرو سکرو له ګاډو څخه هره مياشت ميليونونه افغانۍ لاس ته راوړي زياتوي هغوی په وروستيو کې هڅې پيل کړي چې دره صوف کې هم د ډبرو سکرو پر کانونو کنترول پيدا کړي.
د يادونې ده، چې طالبان د هيواد په بيلابيلو سیمو کې پر مهمو معادنو، کانونو او تجارتي لارو کنترول لري چې له همدې لارې ميليونونه افغانۍ عوايد لاسته راوړي او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر خلاف جګړه کې ترې ګټه اخلي.



