ازادي مارچ : عمران خان، فضل الرحمن ته د مذاکراتو وړاندیز وکړ

کابل ټکى کام (يکشنبه ، ١٢ لړم ، ١٣٩٨ل)
وړمه ورځ د اپوزيسيون له لوري عمران خان ته د استعفا لپاره ورکړی دوه ورځنی مهلت نن یکشنبه پوره کیږي، عمران خان تراوسه استعفا نه ده ورکړې او يو ځل بیا یې له مولانا فضل الرحمن او نورو مخالفو سياسي مشرانو سره د مذاکراتو وړاندیز کړی دی.
د حکومت لخوا اپوزيسيون سره د مذاکراتو د کمېټې مشري د تحریک انصاف ګوند مشر غړي او د پاکستان دفاع وزیر پروېز خټک ته ورکړل شوې ده، چې په وينا يې، حکومت د وزيراعظم د مستعفي کيدو له غوښتنې پرته د لاريونوالو نورو ټولو غوښتنو منلو ته تیار دی.
ورته وخت کې د حکومتي کمېټې مشر، مولانافضل الرحمن ته ګواښ کړی که ستونزه د مذاکراتو له لاري حل نه کړي، نو سبا دوشنبه به يې محکمې ته شکایت وکړي چې مولانا خپل پلویان د نظام ضد تخریبي کړنو ته هڅوي.
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې مولانا فضل الرحمن ګواښ کړی و چې که وزير اعظم دوه ورځو کې استعفا ور نه کړي، نو دوی به یې له واک څخه د راغورځولو لپاره دویم انتخاب اعلان کړي.
د حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر پروېز خټک نن یکشنبه خبریالانو ته وویل، هیڅ راز فشارونو ته به سرټيټ نه کړي او هیڅوک دې دا فکر نه کوي چې عمران خان به استعفی ورکړي.
د پروېز خټک په وينا چې د لاريون مشرانو له امنیتي ادارو سره ژمنه کړې چې عامه نظم به نه ګډوډوي؛ خو که ژمنه يې ماته کړه او تاوتریخوالی یې وکړ، حکومت به يې په مقابل کې سخت اقدامات وکړي.
تېره ورځ د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور هم ګواښ کړی و هيچا ته به د پاکستان د بې ثباته کولو اجازه ورنه کړي. اسلام اباد کې پوځ او پولیسو هم ځای په ځای د لاريون کوونکو په مخه کې کانټینرونه او موانع نصب کړي دي.
مګر لاريونوال وايي، تر هغو به خپلو سيمو ته لاړ نشي چې تر څو د درغلۍ په پايله کې واک ته رسېدلی وزيراعظم مستعفي نشي.



