د اروپایي ټولنې استازی رولانډ کوبیا: د جګړې دواړه خواوې دې سولې ته لېوالتیا وښیي

کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۲۲ لړم ، ١٣٩٨ل)

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا ویلي، سولې ته باید دواړه لوري لېوالتیا وښيي.

نوموړي نن په کابل کې ترموټر بم برید وروسته پر خپل ټویټر لیکلي، ده فکر کاوه چې د بندیانو خلاصون او تبادله به د اوربند لپاره دروازه پرانیزي نه داچې بریدونه زور واخلي.

هغه دغه راز زیاته کړې، وخت رارسېدلی چې د جګړې ښکیلې غاړې اوس باید سولې ته لېوالتیا وښیي.

په کابل کې نننی برید په داسې حال کې کېږي چې پرون دطالب اوامریکایي لوري د یوې پټې معاملې پر بنسټ د انس حقاني په ګډون درې مهم طالب بندیان له بنده ازاد کړل شول.

دا موټربم برید نن دکابل په زړه کې د یوې خارجي امنیتي موسسې په کارکونو موټر وشو چې درنده مرګ ژوبله یې واړوله، د دې برید مسئولیت لاهم کومې ډلې نه دی منلی.

مربوطه مطالب

Back to top button