طالبان: د داعش پر وړاندې د دوی عمليات د بري پړاو ته رسېدونکي دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۸ل)

کلونه وشول چې طالبان له داعش وسلوالې ډلې سره په جګړه بوخت دي، د شمالي ولایتونو په ګډون یې ګڼ جنوبي ولایتونو د دې ډلې له شتون او نفوذ څخه پاک کړي. طالبان دعوه لري، چې هر ځل دوی يوه سيمه کې داعش ډله د ماتې تر درشله رسولې، امريکايانو او دولتي ځواکونو پناه ورکړې.

تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپرپاڼه کې ویلي چې د دوی لخوا په ننګرهار او کنړ کې د داعش پر وړاندې پيل شوي عملیات وروستي پړاو ته داخل شوي دي. او ډېر ژر به يې د پيل او پای جزئیات له ټول جریان سره اعلان کړي.

خپر پاڼه کې ذبيح الله مجاهد بيا امريکايان او دولتي عسکر تورن کړي دي، چې د هغو داعشي جګړه مارو د ژغورنې هڅې کوي، چې د دوی له خوا د ننګرهار په مختلفو سیمو کې کلابند شوي دي.

خپرپاڼه کې د دفاع وزارت د هغې ادعا يادونه شوې، چې ویلي یې و، تیره ورځ ۲۲۹ تنه داعشي وسلوال د ملي اردو ځواکونو ته تسليم شوي دي.

د مجاهد په خبره: “د کابل ادارې لخوا د داعش پر ضد د عملیاتو او هغوی ته د ماتې ورکولو ادعا حقیقت نه لري، بلکې همدوی دي، چې په جګړه کې را ګير داعشیان له مجاهدینو وژغوري.”

د يادونې وړ ده، چې د ولسمشر غني پخواني سلاکار ‘عبدالستارسعادت’ څه موده وړاندې منلې وه، چې اولسمشر به په ځینو ځانګړو مجلسونو کې ورته ویلي چې داعش ډله یې د طالبانو پر وړاندې د یوه ابزار په توګه رامنځته کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button