یکشنبه, جنوري 29, 2023
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د ايغور ټولنې مشره:  چين حکومت ايغور مسلمانانو سره رواني او فزيکي برخورد کوي

ح ف جلال نشرونکی: ح ف جلال
نوومبر 25, 2019
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
7
ځلې شریک شوی
87
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: عبدالرحمن

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۴، دوشنبه)

دا هم ولولئ

هند پاکستان ته: د اوبو شراکت پخوانی تړون بايد بدل شي، خبرو ته تيار شۍ

تر سوېډن وروسته یو ډنمارکي سیاستوال هم د قرانکریم بې حرمتي وکړه

حکمتیار: د روسیې او اوکراین جنګ د روسیې، ناټو+امریکا ترمنځ په خونړي جنګ اوښتی او ابعاد یې د پراخېدو په حال کې دي

د چين د ايغور ټولنې مشره روشان عباس چې دا مهال په امریکا کې د دغه ټولنې د کمپاين چارې پر مخ وړي وايي، چين حکومت له ايغور مسلمانانو سره ناوړه چلند او هغوی سره رواني او فزيکي برخورد کوي.

ياده ټولنه وايي، چې د دوی هڅه دا ده څو د بشري حقونو اړوند د چین حکومت له خوا د ايغور مسلمانانو سره د چلند په اړه نړيوال خبر کړي.

آغلې روشان عباس وايي، چين حکومت تر درې ميليونو مسلمانان په ځانګړو زندان ته ورته کمپونو کې ساتلي چې هغوی سره په يادو کمپونو کې زورزياتی، رواني او فزيکي برخورد کيږي او دې ته اړ کيږي څو له اسلام نه واوړي.

ایغور مسلمانان چې د چین هیواد په سينګيانګ ایالت  کې استوګنه لري، په وروستیو کلونو کې ددې هیواد د حکومت له لوري تر سختو فشارونو لاندې نيول شوي دي.

د روشان عباس په خبره، په یادو کمپونو کې پټې کيمرې لګول شوي، هر کس څارل کيږي، له هر یو نه يې ډي اېن ای نمونې اخيستل کيږي، پنځه لکه کوچنيان يې یتيم خانو ته ليږل شوي او جينکۍ يې په زوره دېته مجبوره کيږي څو له چينايي غير مذهب دينونو والا سره ودونه وکړي.

آغلې روشان وايي، د چين حکومت له خوا چې د ايغور مسلمانانو سره د ظلمونو او ناوړه چلند کوم راپورونه خپاره شوي ټول يې حقيقت لري زياتوي د دغه هیواد په ځینو سيمو کې مسلمانانو ته د عبادت اجازه ورکول شوې خو په وينا يې ايغور مسلمانان دا ازادي نه لري چې روژې ونيسي، لمونځونه وکړي، ستر پرده وساتي او حلال خوراک وکړي.

هغې په دې اړه ګيله وکړه چې ولې اسلامي هيوادونه د ايغور مسلمانانو پوښتنه نه کوي او په دې اړه يې چوپتيا غوره کړې.

څو ورځې مخکې نيويارک ټايمز د ايغور مسلمانانو په اړه راپور خپور کړی و چې پکې د چین د ولسمشر شي جين پينګ له قوله راغلي، د دغه هیواد له کمونست ګونده په پټو بيانيو کې غوښتنه شوې چې د ايغور مسلمانانو پر وړاندې کلکه اراده ولري او پر هغوی هيڅ ډول ترحم ونه کړي.

تر دې مخکې هم د چين حکومت له خوا د ايغور مسلمانانو سره د ظلمونو، د هغوی د شکنجې او په زندانونو کې د ساتلو راپورونه، انځورونه او ويډیوګانې خپرې شوي چې تر اوسه هيڅ کوم اسلامي هيواد پرې غبرګون نه دی ښودلی.

د روان ۲۰۱۹م کال په جون مياشت کې د مذهبي ازاديو لپاره د امريکا استازي سام براونيک د چين حکومت له لوري د ايغور مسلمانانو سره د ظلمونو په تړاو د مسلمانو حاکمانو خاموشي وغندله په وينا يې چې مسلمانه ټولنه بايد پر خپلو حاکمانو زور راوړي څو د ايغور مسلمانانو د ډله ييزې نيونې په تړاو خپله خاموشي ماته کړي.

تر اوسه هيڅ کوم اسلامي هيواد په چين کې د ايغور مسلمانانو سره د حکومت له خوا د روانو ظلمونو د مخنیوي په تړاو هيڅ ډول څرګندونې نه دي کړي چې د شنونکو په باور  د افغان حکومت په ګډون، د عربي نړۍ او نور سيمه ييز اسلامي هيوادونه او یو شمېر سیاستوال د شخصي ګټو له امله، د چین د بې عدالتیو پر وړاندې پټه خوله دي.

ايغور مسلمانان وخت ناوخت هڅې کوي څو د چين حکومت د فشارونو له کبله نورو هيوادونو ته پناه يوسي چې له مخې يې په ۲۰۱۵م کال کې د ايغور یوه مسلمانه ډله د افغانستان بدخشان ولايت ته راغلی و چې وروسته د ګډ حکومت له خوا بيرته چين حکومت ته وسپارل شول.

مخکینې مطلب

د بګرام پر هوايي ډګر توغنديز برید شوی

بل مطلب

ايران: د وروستيو ناکراريو پړه د سعودي په غاړه ده

ځانګړي مطالب

خبرونه

هند پاکستان ته: د اوبو شراکت پخوانی تړون بايد بدل شي، خبرو ته تيار شۍ

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 28, 2023
خبرونه

تر سوېډن وروسته یو ډنمارکي سیاستوال هم د قرانکریم بې حرمتي وکړه

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 28, 2023
افغانستان

حکمتیار: د روسیې او اوکراین جنګ د روسیې، ناټو+امریکا ترمنځ په خونړي جنګ اوښتی او ابعاد یې د پراخېدو په حال کې دي

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 28, 2023
خبرونه

بیت المقدس کې د یهودانو پر عبادتځای وسله وال برید کې ۷ تنه وژل شوي ۳ نور ټپیان دي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 28, 2023
خبرونه

امنيت شورا نن د افغانستان پر وضعيت ځانګړې غونډه جوړوي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023

وروستي

هند پاکستان ته: د اوبو شراکت پخوانی تړون بايد بدل شي، خبرو ته تيار شۍ

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 28, 2023
0

څنګه اغیزمنه وينا وکړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 28, 2023
0

عوامل ناکامی و فروپاشی نظام‌ها طی چهاردهه اخیر در افغانستان

لندن تاریخي جګړه

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023
0

غرور مه کوه او د مغرور پروا هم مه ساته !!!

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023
0

امنيت شورا نن د افغانستان پر وضعيت ځانګړې غونډه جوړوي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023
0

خوارجو سره دامام ابو حنيفه رحمه الله د مناظرې جالبه کيسه

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023
0

ډیر کتل شوي

  • بیت المقدس کې د یهودانو پر عبادتځای وسله وال برید کې ۷ تنه وژل شوي ۳ نور ټپیان دي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • تر سوېډن وروسته یو ډنمارکي سیاستوال هم د قرانکریم بې حرمتي وکړه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • حکمتیار: د روسیې او اوکراین جنګ د روسیې، ناټو+امریکا ترمنځ په خونړي جنګ اوښتی او ابعاد یې د پراخېدو په حال کې دي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • هند پاکستان ته: د اوبو شراکت پخوانی تړون بايد بدل شي، خبرو ته تيار شۍ

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوارجو سره دامام ابو حنيفه رحمه الله د مناظرې جالبه کيسه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هند پاکستان ته: د اوبو شراکت پخوانی تړون بايد بدل شي، خبرو ته تيار شۍ

څنګه اغیزمنه وينا وکړو؟

عوامل ناکامی و فروپاشی نظام‌ها طی چهاردهه اخیر در افغانستان

تر سوېډن وروسته یو ډنمارکي سیاستوال هم د قرانکریم بې حرمتي وکړه

حکمتیار: د روسیې او اوکراین جنګ د روسیې، ناټو+امریکا ترمنځ په خونړي جنګ اوښتی او ابعاد یې د پراخېدو په حال کې دي

بیت المقدس کې د یهودانو پر عبادتځای وسله وال برید کې ۷ تنه وژل شوي ۳ نور ټپیان دي

لندن تاریخي جګړه

غرور مه کوه او د مغرور پروا هم مه ساته !!!

امنيت شورا نن د افغانستان پر وضعيت ځانګړې غونډه جوړوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com