چينايي هېکران د ګوتو له پاتې نښو د ټليفون فينګر پرنټ قلف خلاصوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
چینايي هېکران توانېدلي چې د يو کس د اوبو پر ګلاس د ګوتې د پاتې شویو نښو کاپي واخلي او بیا يې په مرسته د هغه کس د ځیرک ټليفون فينګر پرنټ قلف پرې خلاص کړي.
دغو هېکرانو د هېکنګ د یوې نندارې له ګډون والو وغوښتل چې د اوبو ګلاس ته لاس وروړي. وروسته د ټیم مشر خپل ټلفون راوایست په هغه یې پر ګلاس باندې د ګوتو له پاتې نښو انځور واخیست، او بيا یې خپل جوړ کړي اپلیکېشن ته ورکړ، ۲۰ دقیقې وروسته د هغه کس د فنګر پرینټ کاپي جوړه شوه.
په دې جوړه شوې کاپي سره د ۳ ځیرکو موبایلونو فينګر پرنټ قلفونه خلاص شول. که څه هم هېکرانو د دې پروسې ټول جزیات ښکاره نه کړل. خو دومره یې څرګنده کړه چې د اوبو له ګيلاس څخه د موبایل په سکرين د ګوتې نښې په ښه ډول کاپي کيږي.



