راپورتاژ: الماس خدرخېل
له کله نه چې په افغانستان کې د داعش وسله واله ډله پيدا شوې او د هيواد په ځينو سیمو کې يې فعاليتونه پيل کړي، ورسره سم د امريکايي ځواکونو او ملي امنيت ادارې له لوري د هغوی د ملاتړ او مرستې غږونه هم پورته شوي دي.
داعش وسله وال شاوخوا درې کاله مخکې لومړی په ننګرهار کې راپيدا شول چې د وخت په تيريدو سره يې ځينې وسله والې ډلې کنړ، نورستان، جوزجان او ځينو نورو ولايتونو ته هم خپرې شوې.
خو د طالبانو له خوا يې په ډيرې تيزۍ سره په نورو ولايتونو کې د نفوس او فعاليت مخه ونيول شوه چې په ډيری ولايتونو کې له منځه یوړل شوې خو یوازینی ننګرهار هغه ولايت و چې د غرييزو سيمو درلودونکی او داعش وسله والو پکې څو کلونه پاتې شول.
امریکا، د ملي امنيت ادارې او سيمه ييزو استخباراتو د افغانستان په شمال کې هڅه وکړه چې جوزجان کې داعش وسله والو ته یو داسې مرکز په واک کې ورکړي چې په اسانۍ سره خپل استخباراتي پلانونه پرې عملي کړای شي.
خو طالبان چې د امریکا پر استخباراتي لوبې پوه شول نو په ډيرې چټکۍ سره يې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش مرکزيت په داسې حال کې له منځه يووړ چې له پاسه به پرې امريکايي جنګي الوتکو بریدونه کول خو دوی خپل پوځيان عمليات پر مخ وړل، تر هغې چې ډيری داعشي جنګيالي ووژل شول او سلګونه نورو ته يې د دولت له لوري چورلکې ښکته شوې او امن سيمو ته ورسول شول.
د درزاب جګړې تسليم شويو جنګياليو کې مفتي نعمت الله یوازينی کس و چې د دوستم سره يې له پخوا اړيکې لرلې او د هغه له خوا ورسره د وسلو او پيسو مرسته کيدله.
د درزاب د داعش له مشرانو جنګياليو بل يې قاري حکمت و چې نوموړي څه موده د طالبانو په ليکو کې تيره کړه خو په ډيرې تيزۍ سره يې وسلې او امکانات له نامعلوم ادرس مخ په پراخيدو شول چې څو مياشتې وروسته يې ځان له داعش سره یوځای او بالاخره په شمال کې د داعش جنګي مشر وټاکل شو.
د کره او مؤثقو راپورونو له مخې، جوزجان کې حکومت سره يوځای شوي داعشيانو ته په کابل کې د ژوند تيرولو ښه سهولتونه برابر کړای شول، هيڅ کوم تسليم شوی زنداني تر اوسه نه دی محاکمه شوی او نه هم کوم زندان ته اچول شوی بلکې داسې راپورونه هم شته چې ځينې يې ننګرهار او کنړ ته د داعش ملاتړ ته وليږل شول.
ننګرهار کې د داعش ختمیدل:
بالاخره طالبان وتوانېدل چې له څو کلونو جګړو، شهادتونو او قربانيو په بدل کې داعشي جنګيالي له ننګرهاره پسې واخلي چې سلګونه تنه يې ووژل شول او سلګونه نور چې له پخوا يې دولت سره اړيکې لرلې او د یوه پلان له مخې يې په سیمه کې د داعش تر نامه لاندې استخباراتي جګړه کوله بيرته دولت ته د (تسلميدونکو) په نامه ورستانه شول.
څو ورځې مخکې د اولسي جرګې غړې بلقيس روشن او ځينو نورو ادعا وکړه چې په ننګرهار کې تسليم! شوي داعش جنګيالي د حکومت له لوري بيرته ازاد شوي، امکانات ورته برابریږي چې په کنړ او ځينې نورو ولايتونو کې یو ځل بيا ورته ډول جبهې پرانيزي.
په شمال کې د داعش د بيا فعاليدو اندېښنې:
تيره شپه د شمشاد تلويزيون تودو بحثونو پروګرام کې چې د دو نورو سياستوالو تر څنک يې شنونکی او د مدني ټولنو د فدريشن مشر صديق منصور انصاري هم ملمه کړی و وويل، چې تر هغې چې د داعش تمويلوونکي، د هغوی تجهيزوونکي له افغاانستانه ونه ووځي دغه پروژه به په افغانستان کې پاتې وی.
نوموړی وايي، د روسيې سره د امریکې د وروستيو هوکړو په اساس چې په منځنۍ اسيا کې د ګټو د ويش پر سر کومه معامله شوې نو د داعش لوبه هم په نوي تکتيک نوي لور ته بدله شوې ده.
روسيه له امریکا سره دې هوکړې ته ورسيده څو د داعش له لوبې نه روسيه هم استفاده وکړي تر څو د روسيې د اسلحو خرڅلاو لپاره، د روسيې د بيا نفوس لپاره په منځنۍ اسيا، افغانستان او حتی جنوبي اسيا کې امکانات برابر شي او داعش د یو ګواښ په توګه وښيي لکه د تاجکستان پر پوله کې چې وروستۍ حمله وشوه.
د انصاري په وينا، طالبانو په شمال کې د داعش پرضد عمليات وکړل خو دولتي چورلکې ورته کښېناستې او هغوی يې پورته کړل زياتوي په داعشيانو فشار راغلو د خپل مربي خواته يې منډه کړه او تر اوسه يې د افغانستان په زندانونو کې هيڅ څرک نه ليدل کيږي.
هغه وويل، ننګرهار کې یوازې سږ کال داعش نه دي تسليم شوي بلکې نورو کلونو کې به هم چې کله طالبانو د داعش خلاف اشر وکړ نو داعشي وسله وال به دولت ته تسليميدل.
دغه راز په پچيراګام، چپرهار او نورو ولسواليو کې ډير ځله د داعش خلاف پاڅون کوونکو او طالبانو هوايي بریدونه شوي چې دا ټول د یوه پلان له مخې ترسره شوي دي.
ننګرهار کې هم د طالبانو د سرې قطعې د جګړو او فشارونو له امله داعش وسله وال دولت ته چې له مخکې ورسره په پلان کې و تسلیم شوي دي.
هغه وايي، په کوټ کې یو لوی خاردار سيم ګرځيدلی و چې د داعش په لومړيو کې د داعش مرکز هم و لويې چورلکې به ورته ښکته پورته کيدلې.
ښاغلی انصاري وايي، لوبه دا ده چې د امریکې او روسيې جوړجاړی راغلی روسيه غواړي چې خپلې وسلې د منځنۍ اسیا د زخايرو په سرشارو هيوادونو ، د غيرت او قيصو د ډکو هيوادونو لکه د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، چيچنيا او نورو د مهار کولو لپاره غواړي د داعش لیکې له ننګرهار نه د کنړ نورستان او له هغې ځايه شمال ته د منځنۍ اسيا د تهدید لپاره ورسوي.
د انصاري به خبره، دغه تسلیم شوي کسان به هيڅکله په زندانونو کې پاتې نه شي بلکې په شمال کې به ورته د ازبکستان او نورو هيوادونو پر سرحدي پوستو د بريدونو موقع برابريږي او د منځنۍ اسيا هيوادونه او رهبران به پرې ډارول کيږي او بيا به روسان د هغوی د مخنيوي په بهانه خپل ځواکونه ځای پرځای کوي او د يادو هيوادونو له زخايرو به ګټه پورته کوي او خپلې وسلې به ورباندې پلوري.
شمال کې جنرال دوستم سره د اسدالله خالد او سکاټ مېلر کتنه:
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د غوڅ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد پرون دوشنبه جوزجان ولايت ته د جنرال دوستم ليدو ته ورغلي او هغه ته يې دوه مډالونه ورکړي.
د جنرال دوستم د دفتر د رسنیو برخې مشر حبيب قویاش وايي، دغې کتنې درې ساعته دوام وکړ چې درېواړو د سولې او امنیتي مسائلو پر سر خبرې کړي.
دوستم، مېلر او اسدالله خالد د دغه کتنو په اړه ډير جزيات نه دی ورکړي خو د قوياش په وینا، د بحث موضوع هغه پوځي عمليات و چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې په شمال کې پيل شی.
دا چې له څو کلونو وروسته د امریکايي ځواکونو قوماندان او دفاع وزير د جنرال دوستم لیدو ته ورځي چې ورسره سم په سيمه کې د داعش د بيا فعاليدو اندېښنې هم راپورته شوي دي.
د شنونکو په باور، ښايي يوځل بیا په شمال کې د امریکا او سیمه ييزو اسختباراتو په هڅو د داعش فعالیت ته زمینه برابره شي چې پکې به د دوستم او ورته ډول سیمه ييزو قومندانانو څخه ګټه اخلي.