د امريکا دفاع وزير: ممکن د سولې خبرو سره له تړاو پرته د امریکايي عسکرو شمير راکم کړو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۲، دوشنبه)
د امریکا دفاع وزير مارک اسپر وايي، ممکن په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر د سولې خبرو سره له تړوا پرته راکم کړل شي.
د مارک اسپر په وینا، دا اړینه نه ده چې طالبانو سره د هوکړې له مخې دې د عسکرو شمير راکم شي بلکې په وینا يې امکان لري چې له يادې هوکړې مخکې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمير کې کموالی راولو.
مارک اسپر له رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، امریکا له څه مودې راهيسې د خپلو عسکرو د ايستلو په اړه هم په داخل او هم له ناټو سره خبرې پيل کړي زياتوي “چې موږ کولای شو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړو، څو دا ډاډ تر لاسه کړو، چې دغه هېواد نور د تروریستانو لپاره خوندي ځای نه دی او هم له دغه هېواد څخه امریکا ته ګواښ نه دی متوجه، زموږ شریکانو هم د خپلو سرتېرو ایستل منلي”.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره پنجشنبه د امریکا اولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه نا اعلان کړي سفر افغانستان ته راغلی و او دلته يې خپلو پوځيانو ته د خبرو پر مهال وويل د پوځيانو د کمولو خبر ورکړ.
امریکا له تير یوه کال راهیسې طالبانو سره د امريکايي ځواکونو ايستلو پر سر خبرې روانې کړې وې خو په څرګنده د ټرمپ له لوري په دې بهانه لغوه اعلان شوې چې ګواکې په کابل کې د طالبانو برید کې بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.
په وروستيو کې يوځل بيا امریکا هڅه پيل کړې چې طالبانو سره دريدلي مذاکرات يو ځل بيا پيل کړي چې د دواړو خواوو غير رسمي ملاقاتونه هم شوي دي.



