فارياب: د دولتي ځواکونو هاوان برید کې اووه کوچنيان ټپيان شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۲، دوشنبه)

د فاریاب ولايت په لولاش ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو هاوان بريدونو په ترڅ کې اووه کوچنيان ټپيان شوي دي.

د لولاش ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، دولتي ځواکونو د یادې ولسوالۍ مربوط په لاشي سیمه د هاوان مرمۍ وار کړې چې له کبله یې مرمۍ پر یوه مسجد لګيدلي او یاد مسجد يې ویجاړ کړی دی.

د لولاش یو اوسېدونکی احمد جان وايي، په مسجد کې کوچنيانو سبقونه لوستل چې هاوان مرمۍ پرې ولګيده او اووه تنه کوچنيان يې ټپيان کړل.

تر اوسه د فارياب سیمه ييزو چارواکو په دې اړه څه نه دی ويلي.

وخت ناوخت دولتي ځواکونه د هوايي بریدونو تر څنګ په هغه سيمو چې د طالبانو تر حاکميت لاندې دي د هاوان او لويو توپونو بریدونه کوي چې تر ډيره پکې عام خلک هدف ګرځي او ملکيانو ته يې مرګ زوبله اوړي.

مربوطه مطالب

Back to top button