شاعر: عمر عمري
ها په دښتو او ډاګونو سپینې واورې
د وطن په غرو راغونو سپینې واورې
لکه سپين پټکی د يار داسې ښکارېږي
دا پرتې په چينارونو سپينې واورې
هاغه څو خلک لګيا دي غورځوي يې
د بامونو له سرونو سپينې واورې
ژمنه مه غواړه جانانه درتلای نه شم
دلته کېږي په ساعتونو سپينې واورې
ماشومان چې وو په خوند به مو خوړلې
په رنګ ـ رنګه شربتونو سپينې واورې
شي ښکلا يې يو په دوه چې کله اُوري
په غاټول او ګلابونو سپينې واورې
د قلم له آسمان مونږ باندې پېرزو کړې
(عمري) بیا د شعرونو سپينې واورې