د ټاکنو کمېسيون وياند: کمېشنران بې طرفه دي، د هيڅ نوماند په ګټه کار نه کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د انتخاباتو کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات رسنيو سره په خبرو کې ويلی، چې د دغه کمېسیون ټول کمېشنران بې طرفه دي او د هیڅ نوماند په ګټه کار نه کوي.

ښاغلي سادات دا خبرې د دولت جوړونکي ټاکنيز ټيم د لومړي مرستيال امرالله صالح د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړي چې دټاکنو کمېسيون په دوه کمېشمرانو يې د دوی د مخالف ټيم د ملاتړ تور لګولی و.

ښاغلي سادات وویل، که امرالله صالح د خپلې کړې ادعا په اړه اسناد لري د شکایاتو کمېسیون او لویې څارنوالۍ سره دې شریک کړي او یا دې د رسنیو له لارې ټول ولس ته وښيي.

ښاغلي سادات وويل: “د انتخاباتو کمېسیون خپلواکۍ ته احترام وکړئ. هغه ډول تورونه مه لګوئ چې واقیعت نه لري. که اسناد او شواهد په لاس کې لري اړوند ادارو سره یې شریک کړئ”.

د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله هم د ټاکنو پر کمېسیون تور پورې کړی و چې د دولت جوړوونکي ټیم په پلوۍ پرېکړې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button