کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
له ډنمارک ورکړل شوي راپورونه وایي، چې په یوه وسله وال برید کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې په ځايي وخت ماسپښين مهال یوه دوه ویشت کلن ځوان د ډنمارک د پلازمینې په تر ټولو لوی پلورنځي کې پر خلکو ډزې کړې دي.
د ډنمارک پولیس وایي چې په پېښه کې ۳ کسه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
شکمن وسله وال کس نیول شوی دی خو تر دې دمه د برید اصلي لامل روښانه شوی نه دی.
د پولیسو په خبره د پېښې په اړه پلټنې روانې دي خو دا احتمال نه شي ردولی چې دا به یوه ترهګریزه پېښه نه وي.















