ليکوال: سيد ابوالحسن ندوي
ژباړن: محمدصادق طارق
کله چې ځوان سپه سالار طارق بن زياد د عربي مسلمان فوځ په ملتيا د اسپانيا پر ځمکه او د اروپا په دروازه کې لنګر واچاوه؛ امر يې وکړ چې د اسلامي فوځ ټولو بيړيو ته اور واچوئ تر څو د بيا ستنيدو لپاره لار پاتې نه شي، وروسته يې خپل سرتيرو ته وويل:
“وروڼو! د بيا ستنيدو او تيښتې لپاره لار نشته شا ته مو سيند او مخې ته مو دښمن موقعيت لري زما دې په خداى قسم وي چې د زغم او رښتينولى پرته نور څه درپاتې نه دي” دا خبرو يې د سرتيرو مړاوۍ واک را ژوندى کړ نو ځکه يې لومړۍ پر الله تعالى او وروسته يې پر خپلو تورو او مټو باندې اعتماد وکړ.
طارق خپل لښکر د دښمن په وړاندې منظم کړ خو کله چې يې د خپل لښکر ارزونه پيل کړه ورته جوته شوه چې د ده سرتيري هم د شمير او هم د جنګي تجهيزاتو له اړخه د اسپانيا تر لښکر کمزوري دي، له بل پلوه دښمن په خپل مرکز او ښار کې موقعيت لري خو اسلامي فوځ د خپل مرکز څخه زښته زيات واټن لري، هيڅ رنګ مرستى او جنګي مهماتو ته لاس رسى نه شي پيدا کولاى، هغه پوره ډاډمن و چې که يو ځل د قسمت ياري په بله شوه ټول به د حيواناتو خوراک شي او هيڅ څوک به د خلاصون لار پيدا نه کړي. دا ټولو لاملونو طارق اړ ايستى چې حل لاره پيدا کړى خو له دى پرته چې په خپل لښکر کې قوي روحيه او نه ماتيدونکې اوسپنيزه اراده ژوندي کړي بل تدبير يې ذهن ته نه راتلو، دغه غښتلى روحيه د الهي واک او ارادې پرته بل څه نه وه چې طارق به د يقين له مخې تل تکيه پرې کول، ولى د الله تعالى په مرسته ډاډمن نه وي؟ مګر دا لښکر د الله تعالى د دين سرتيري نه دي؟ آيا د همدې لپاره بهر شوي نه دي چې انسانان د بندګانو له بندګۍ څخه خلاص کړي او د يوه خداى بندګى ته يې راوبولي؟ آيا د همدې لپاره بهر شوي نه دي چې بشريت د دنيا له مضيقې څخه مخ پر پراختيا؛ او د اديانو له جور څخه يې د اسلام وه عدالت ته راوباسي؟ او خداى تعالى مګر نه دي ويلي چې لښکر يې تل بريالى دى؟
له همدې کبله د اسلامي فوځ سپه سالار د خپل خداى سره مناجات ته غبرګي لپې پورته کړى او له هغه څخه مرسته غواړي، له شک پرته چې طارق بن زياد په خپل دغه کار کې د اسلام له لومړي فوځي اتل او پيغمبر محمد (صلى الله عليه و سلم) څخه تقليد کوي، کټ مټ هغه انځور په ذهن کې ژوندى کيږي چې رسول الله صلى عليه و سلّم خپل لښکر د دښمن په وړاندې منظم کوي، وروسته د دعا او تضرع لپاره خپل ځانګړي ځاى ته تشريف وړي او په داسې حال کې چې اوښکى يې پر سپين مبارک باړخوګانو باندې روانې دي وايې:
“خدايه! که نن دغه وړه ډله له ميانځه لاړه شي هيڅ کله به د ځمکي پر مخ ستا عبادت و نه شي” طارق هم د رسول الله صلى الله عليه و سلم له ياد کار څخه په الهام اخيستلو سره د دعا وه عجيب سنګر ته مخ کړ، داسې دعا يې وکړه چې ډير فوځي مشران ور څخه بې خبره دي او حتى په ذهن کې يې هم نه را ګرځي، اقبال دغه دعا د شعر په چوکاټ کې رانغښتى ده او په اغيزه کې يې خورا زياتوب راوړى ده.
طارق وايې: “خدايه! دا مجاهد ځوانان چې ستا د رضايت تر لاسه کولو په موخه راوتلي دي، د اسلام هغه نوم ورکي اتلان دي چې له تا پرته يې هيڅ څوک په پټو اسرارو خبر نه دي، يوازې تا ورته لوړ همتونه او غرونه غرونه حوصلې بخښلى دي، له همدې امله يې هوډ کړى چې د دنيا رهبري او سيادت په لاس کې واخلي، او ستا د رضايت سره سم به د اسلامي حکومت په چوکاټ کې ستا حکمونه پر نړۍ وچلوي، دا د دوى هيله ده او په بل هيڅ شي به خوښ نه شي. دومره زړه ور اتلان دي چې سيندونه يې له هيبته چوي او غرونه يې له واکه حرکت کوي، د ايمان او ميني خوند دوى له مادي نړۍ څخه بيزاره کړى دي او دنيا ته هيڅ رنګ ارزښت نه ورکوي، هوکى؛ هر کله چې مينه د زړه پر پاڼه ځاى ونيسي دنده يې هم دا وي، له شهادت پرته چې د هر مٶمن هيله ده بل کار نلري؛ د غنيمت مال، هيواد پراخولو او پاچهې کولو ته هيڅ تلوسه نلري، نړۍ د ناخوالو او ستونزو پر څنډه ولاړه ده او پرته له دى چې عرب په شجاعت او سخاوت له خپل وينو تير شي بل هيڅ څيز خلاصون نه شي ورکولى، ځکه نړۍ سوچه عربي ويني ته اړتيا لري او تنده يې په بل څه نه خړوبيږي، د ځنګلونو ونې او ګلان له اوږدو مودو را په دې خوا انتظار باسي چې ځانونه په همدغه خوني جامو سمبال کړي نن موږ راغلو يې چې په دغه پرته سيمه کې خپل بدنونه وکرو او په خپلو وينو يې خړوب کړو تر څو د انسانيت خاوره له قحطيو او وچيدو وروسته يو ځل بيا شنه شي او پسرلى له اوږده او غمجن ژمي وروسته بيا را ژوندى شي.
خدايه! تا وه صحرايې بدويانو (عرب ملت) ته ځانګړي نعمتونه ور په برخه کړى دي، هغوى ته دې نوى علم، نوى ايمان او نوى شعار ور کړى دى. په داسې حال کې چې نور ملتونه د صحيح علم، غښتلي ايمان، سالم ذوق او توحيد څخه خالي لاسې وه عرب ملت پوره نړۍ د خپل صحيح علم، قوي ايمان او سالم فطرت په وړاندې حيرانه کړه، آذان يې د نړۍ سکوت مات کړ او تيارې يې په رڼاوو بدلى کړى، ژوند له ډير وخته خپل سوز او حرارت له لاسه ورکړى و خو د بل ځل لپاره يې خپل موخه د عربو په زړونو کې چې د ايمان او عشق په ښائست سمبال وه ومونده.
خدايه! دا تر ځان تير شوي ځوانان مرګ ته د هلاکت په سترګو نه ګوري بلکې هغه د ابدي ژوندون او فتحو پيلامه ګڼي. خدايه! يو ځل بيا د دغه مٶمنانو په زړونو کې ايماني حرارت او هغسې د کفارو څخه کرکه ژوندي کړى چې د نوح عليه السلام په دعا کې موندل کيدله تر څو دا فوځ د کفر او فساد په وړاندې اسماني تالنده شي، اوسپنيزه اراده او داسې هيبت ور عنايت کړى چې سترګى يې د تورو په څير دښمن په ملا مات کړي.
الله تعالى د همدې مٶمن او مخلص سپه سالار طارق بن زياد دعا اجابت کړه، اسلامي لښکر ته يې د مجهز فوځي دښمن په وړاندې بريا ور په برخه کړه او مسيحي اروپايي اسپانيا يې په اسلامي عربي اندلس بدله کړه. يو داسې واکمن اسلامي حکومت د اندلس په خاوره کې قائم شو چې کلونه او پيړى يې ژوند وکړ. خو کله چې د طارق او پلويانو روحيه يې مړه شوه، هغه رسالت چې ياد لښکر يې د جزيرة العرب څخه مخ پر اسپانيا بهر کړى و هير شو او هغه ايمان چې طارق يې د نورو فوځي قومندانانو او فاتحينو په شمير کې ممتاز کړى و د خواهشاتو او کورنيو جګړو له امله کمزورى شو نو دا حکومت هم ړنګ شو. هوکى؛ د الله تعالى نه بدليدونکى سنت د مخکېنيو په اړه هم دغه رنګ و.