سازمانونه او ادارې څنګه تر بریا رسولی شو؟
لیکنه : عبدالجبار وحدت
د سریزې په ډول که ووایم چې د سازمان مفهوم هم دا دی چې وګړي د یو مشخص هدف لپاره هلته راټول شوي وي او کار کوي، د سازمانونو بریا او ستراتیژیک ژوند نهایت مهم دی ، موږ وینو چې ځینې سازمانونه له ټاکلي عمر مخکې زاړه شي او زر مري، مانا ناکامېږي، د سازمان د بریا لپاره د درستې رهبري او ټیم انتخاب نهایت مهم دی، تر څو سازمان مثبت لوري ته سوق کړي، د سازمان په کامیابي کې چې غوښینه ونډه لري، هغه د ستراتیژيک پلان شتون دی ، ټولې ادارې باید پنځه کلن سټراټیژیک پلان ولري، ستراتیژیک اهداف و ټاکي او د همدې لارې یې تعقیب کړي، د دې تر څنګ باید یو قوي لرلید ولري، داسې لرلید چې د سازمان ستراتیژیکې موخې پکې منعکس شوي وي، د ګروپي کار روحیه باید د سازمان له هر غړي سره وي، د کارمندانو اخلاص او اداري تقوی نهایت مهمه ده ، کار کوونکي که ادارې او یا سازمان ته مخلصانه او له زړه څخه کار وکړي، حتما هغه اداره د بریا تر لوړو پوړونو پورې رسېږي، روڼتیا ، حساب ورکوونه اود فساد نشتون په اداره کې بېخي زیات مهم دی.
موږ ډېری وخت چې د سازمانونو د ماتې عوامل ګورو یو قوي سبب یې هر اړخیزفساد( مالي ، اداري، اخلاقي) وي او د کارمندانو د ژمنتیا نشتون يې یو قوي شاخص کېدلی شي، د کابل بانک قضیه که وڅېړو ، چې ولې ناکام شو ، علت یې اختلاس، فساد، د جعلي مالي سټیټمینټونه(Financial statements ( شتون وو، چې بالاخره یاد مالي سازمان د ګړنګ تر غاړې ورسېد حتی اقتصادي رکود او له قوي مالي بحران سره مخ شو، مالي مدیریت د سازمان لپاره د اکسیجن هومره مهم دی ،باید یاد مدیریت رامنځته شي، همدارنګه د سازمان د غړو تر منځ همغږي هم د بریا یو اساسي راز او حتی کیلي ګڼلی شو، یاد موارد که رعایت شي، د سازمان بریا تضمینېدی شي.