تبصره
تیره اوونۍ یوې افغانې میرمنې د ویزې نه درلودلو له امله خپله کوچنۍ لور د طورخم پر پوله نابلده خلکو ته وسپارله ترڅو یې هغې غاړې خپلوانو ته وسپاري او درملنه یې وشي.
د کوزې پښتونخوا د خیبر سیمې یو پښتون زلمی اسلام بادشاه چې دغه شاوخوا پنځه کلنه ماشومه یې د مرګ له خولې راګرځولې وایي، ماشومه یې له تورخم ورهغې غاړې په داسې یو کنډر کې پیدا کړې چې روغتیایي وضعیت یې تر وروستۍ کچې خراب و او د یخنۍ او ناروغۍ له کبله پرې جټکې راغلې وې.
اسلام بادشاه وویل چې د واکسیناتورانو په زنګ وهلو دی خبر شو چې په یوه کنډر کې ناروغه افغان ماشومه پرته ده زیاتوي په جیب کې یې یواځې پنځه زره روپۍ لرلې نو سمدستي یې دغه کوچنۍ پېښور کې رحمان روغتون ته ورسوله او ورسره پیسې یې د هغې د درملنې لپاره جمع کړې.
نوموړی زیاتوي روغتون د تګ پر مهال یې پر خپل اکاونټ د مرستې غږ وکړ چې ځینو خلکو یې لاسنیوی کړی او تر یوې اندازې یې د هغې د درملنې لګښت منلی دی.
دا چې د دغه کوچنۍ پلار هم د زړه د ناروغۍ له امله په بستر پروت دی، اقتصادي حالت یې هم ښه نه دی نو د اسلام بادشاه په همکارۍ د یادې ماشومې مور او نیا د هغې د پایوازۍ لپاره په ځانګړي ورکړل شوي امر له تورخم پولې ور اوښتي او دا مهال له خپلې لور سره دي.
د کاینات معصومې غریبې افغان ماشومې د والدینو او خپلوانو په نه شتون کې د هغې درملنه د نړۍ کافرانو ته یو ستر پیغام له ځان سره لري چې مسلمانان هېڅکله هم د پښتون، پنجابي، پاکستاني او افغاني په نومونو نه شي سره جلا کېدلی او نه د دوی له زړونو ترحم او مهرباني ختمېدلی شي.
اسلام بادشاه او نورو ورته ډول ځوانانو هڅې دا ثابتوي چې پښتانه او په ځانګړي ډول مسلمانان تر ټولو ستر بشر دوستان دي او د کفارو د بشر دوستۍ چیغې یوازې غولونه ده.
دا چې د نړۍ د لسګونو هیوادونو پوځونه افغانستان ته راغلي او چیغې د بشردویتۍ، انساني همدردۍ او مرستې کوي خو په حقیقت کې هیڅ نشته ځکه چې د شلو کلونو په تیریدو هیڅ کوم داسې روغتون جوړ نه شو چې د کاینایت په څیر د ګلالیو ماشومانو درملنه دې پکې وشي.
په افغانستان کې د معیاري درملو، ښه روغتون او ډاکټرانو د نه شتون له امله مو دغه ډول سلګونه کاینات له لاسه ورکړي او لا هم د افغانانو دغه اساسي غوښتنو ته ځواب نه دی ویل شوی نو د دواړو هیوادونو چارواکو ته پکار ده چې د تورخم پر پوله ناروغانو، د ډیر عمر لرونکو، او غریبو خلکو سره په اوښتو راوښتو کې نرمښت راولي.