کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۱ل)
ناټو ژمنه کړې چې اوکراين ته به په راتلونکو ورځو کې هوایي مدافع سیستم ورکړي.
دا څرګندونې د ناټو سرمنشي ينس سټولتنبرګ پرون په برلین کې د یوې امنیتي غونډې پر مهال کړي دي.
نوموړي وويل، ژمنه کوو چې راتلونکو ورځو کې به له کییف د هوايي دفاع سيستم مرسته وکړي.
روسیې د اکتوبر له لسمې را په دې خوا د اوکراین پر ښارونو بمبارۍ زیاتې کړې، چې په ترڅ کې یې د اوکراین د برېښنا د مرکزونو له دریو نژدې یوه برخه ویجاړه شوې ده.
د يادونې ده، چې تردې مخکې هم د ناټو متحدو هېوادونو له اوکراين سره بېلابېلې پوځي مرستې کړې خو تر اوسه يې د هوايي مدافع سیستم مرسته نه کړې.