امین وردګ
یوه ورځ سهار وختي (چې زه لا ویده وم ) چا مو دروازه را وټکوله، د کوټې له کړکۍ مې سر ور و ایست، ګورم چې زموږ د کلي هغه تر ټولو تندخوی او جنجالي سپین ږیری ولاړ دی او غټه تیږه یې په لاس کې ده ، څو مې چې غږ ورته کولو بیا یې دروازې ته کش کړه، زر مې ورته وویل : کاکا صبر وکړه دا دی درغلم.
دروازه مې چې مازې ورخلاصه کړه، سړي په غوسه راته وویل: د خان صیب زویه! ته لا تر اوسه ویده یې او رمه د کلي په منځ کې بغارې وهي؛ پلار خو دې کرۍ ورځ نورو ته نصیحتونه کوي او تا لا تر اوسه لمونځ نه دی کړی؛ دا دې لا نن د رمې وار هم دی.
زه چې سخت وار خطا شوم نو مې په بېړه ورته وویل: دا دی دستي درځم ان شاءالله.
اودس او لمونځ مې په منډه منډه وکړل، بیا ورغلم د رمې پنډغالي ته، ګورم چې رمه همغه کس کیشولې او د غره لمنې ته یې رسولې ده ، خو دلته ناستو کسانو خوله خوله کړم! چا به یو څه ویل او چا بل څه ؛ مانا ټول سم راته غوسه وو.
ما هم لکه د انګورو د غله غوندې – سر خم نیولی ؤ او د رمې لوري ته ور روان وم؛ چې ورنږدې شوم نو سپین ږيږي دوې دری ترخې نورې هم راته وکړې، بیا د کلي خواته راغی.
په هر حال…رمه مې بوتله غره ته، ټوله ورځ مې داسې و پووله؛ چې هم یې زه سېکن کړی وم او هم مې دوی تر سپږمو راوستلې وې.
لنډه دا چې مازدیګر مهال مې بېرته کلي ته راوسته خو کنډه کپره! دری – څلور بوده ورک وو او یوه ګوډه شوې وه.
کلیوالو چې د مېږو او وزو حال ولید، نو لا پسې و قهرېدل؛ چا به ویل: وږې دې راوستلې، چا به ویل اوبه دې نه دي پرې څښلې، چا به څه ویل او چا څه؟
لنډه دا چې زه لاړم کور ته، خو دمه مې لا نه وه جوړه شوې چې په دروازه کې مو بیا د کلیوالو شور ماشور شو؛ چې ور ووتم، نو د ورکو او ګوډو مالونو خاوندان ټول راټول شوي دي ؛ ماویل څه خبره ده؟ ویل یې: هېڅ خبره نشته خان صاحب! فقط څادر دې راواخله چې په ورکو مالونو پسې غره ته ووزو.
لنډه یې دا چې د دلیل او بهانې لپاره نه فرصت ؤ او نه جرئت، ځکه خو زه هم څوړ سر ورسره روان شوم؛ دوی دری څلور کسه دي ؛ نو چې څه یې زړه غواړي راته وایي او زه چې ملامت یم نو هېڅ هم نشم ورته ویلای؛ مګر هغه یو یې څه پکې ښه ؤ (الله دې جنت ورکړي اوس وفات شوی!) کله کله به یې ورو راته وویل: خیر دی طالب جانه ! خفه کېږه مه! په ژوند کې دا شیان راځي، ته باید ځان قوي کړې؛ موږ ټولو دا ورځې لیدلې او تېرې کړې مو دي، چې کله غټ شې بیا دې دا ټولې سختۍ هېریږي؛ غم مه کوه.
لنډه دا چې د شپې په یوولسو بجو مو یوه وزه په داسې حالت کې پیدا کړه چې پښه یې ماته وه، بله مو روغه پیدا کړه، دریمه لېوانو خوړولې وه، تش سر، لږه لکۍ او څه وېښتان یې هلته پراته وو ، خو څلورمه بیا (چې د همدغه ښه سړي وه) پیدا نشوه.
سبا مې هم وار ؤ! ځکه چې هغه مهال پر دوه بوده مال یو وار کېدلو، نو زموږ دوې مېږې او دوې وزې وې، ځکه مو دوه وارونه کېدل؛ یانې دوې ورځې به مو غره ته رمه بووله، نو مور مې ماسختن مهال راته وویل : زویه! سبا به وختي ویښېږې، هسې نه چې بیا د کلیوالو چیغه درپسې راشي.
سبا مې مور لږ وختي ویښ کړم، خو چې د رمې پنډغالي ته ورغلم، کلیوال راټول شوي وو او ټولو ماته برګ برګ کتل؛ چا به ویل: پلار یې پسته پای لوی کړی او فقط پردۍ مفتې ډوډۍ یې پرې خوړلې دي. چا به ویل: دا بېچاره به خپله ډوډۍ څه رقم پیدا کوي؟ چا به ویل: د مدرسو ټوکونه سړی همداسې لټ آموخته کوي.
خو یوه راته ویل؛ وایي چې : ((ای خو ملایي نیست که پرپر بخوان!)) چې پوولی یې نه شئ خو مه یې ساتئ!
دا ټولې خبرې مې چې کله په شیته غوږونو واورېدې نو وار د تاوان راغی ! لنډه دا چې د ګوډې وزې او لېوه خوړلې مېږې تاوان یې هم راباندې کېښود او دا چې هغه یوه ورکه مېږه به نن خامخا پیدا کوم او بله خبره یې دا هم وه چې؛ نور به زه رمه نه څروم! نورې مې ټولې ورسره ومنلې، خو دا چې (رمه به زه نه بیایم!) دا مې رد کړه، ځکه چې حلاله مې د تائید وړ وه، نو چا حق نه لرلو چې ما قبول نه کړي.
په هر حال… له ګڼو لفظي ګذارونو وروسته مې رمه غره ته کړه.
خو نن بیا هم د پرون په توګه ورسره ستړی شوم، مګر نن ته بیا د پرون غمونه هم ور پاتې وو، ځکه خو د یوه لوی ګړنګ غاړې ته زړه خوړینه او په یوه دنیا غمونو کې نغښتی کېناستم او پورې کنډو ته مې کتل؛ ګورم چې د کوچیانو یوه دومره لویه د مېږو رمه پرې را واوښته، چې زما د رمې تر پنځه برابره هم غټه وه.(هغه مهال زموږ رمه یوازې اتیا پسه کېدله)
دا چې زه نن او پرون خپلې سرکشې او بې نظمه رمې سخت ځورولی وم، نو ځکه خو د کوچیانو منظمې رمې ته سوچ یووړم! حیران پر دې شوم چې هېڅوک هم نه ورسره ښکارېدل، خو بیا یې هم مېږې یو د بل تر څنګ آرامې او خوشالې څرېدلې.
له ښه ځنډ وروسته یو ډنګروکی شپون د رمې له نیمایي برخې سره برابر تخمیناً دری سوه متره لیرې ښکاره شو او رمې ته یې یو ډول چیغه وکړه، رمه ځای پر ځای و درېده، بله چیغه یې چې بل ډول پرې وکړه، نو داوار رمه بېرته د راغلي مسیر پر لوري تاو شوه او پر کنډو واوښته، خو شپون تر ډېره ځنډه هملته ناست ؤ.
کله چې پورته شو او څادر یې ټک واهه نو پر ما یې سترګې ولګېدې؛ غږ یې را وکړ چې: هوهو وردګه! دلته څه کوې؟ ماویل رمه مې راوستلې ده! وایي ښه ښه… نو هغه لاندې وزې به ستا وي! ما چې وروکتل غموهلې وزې بیا وخته د شنو غنمو خواته نږدې شوې وې.
زر مې ورمنډه کړه، خو شپانه غږ را پسې وکړ چې: ها وردګه! صبر وکړه او دغه مېږه دې هم درسره بوزه، دا پرون ستا له رمې څخه را بېله شوې وه، ما چې ماښام خپله رمه تر نظر تېروله نو سترګې مې پرې ولګېدې.
زه که له یوې خوا د پرون ورځې تاوان خفه کړی وم او له بلې خوا د خلکو خبرو، خو نن د مېږې په پیدا کېدو بیا بیخي ډېر خوشاله شوم.
شپانه کوچي ته مې وویل: کوچی ماما! تا په دغې دومره لویه رمه کې زما مېږه څه ډول وپېژندله؟ ده راته وویل: هغه هېڅ شپون نه دی چې له خپلې رمې څخه نه وي خبر! ما ویل خو ستا رمه (ماشاءالله) بیخي لویه او ټوله د مېږو ده، نو څرنګه به سړی په څلور سوه مېږو کې یوازې یوه پردۍ مېږه وپېژني؟ ده وویل: ستا مېږه زما په مېږو کې ځکه له لیرې ښکارېده، چې خواره وه؛ وږې او تږې وه.
په دغه حساس وخت کې یوه بله خبره هم را یاده شوه او شپانه ته مې وویل: تا خو کولای شول چې زما مېږه د ځان کړې! نو ولې دې غږ راته وکړ؟ ده وویل: شپون غلا نه کوي، بلکې نه یې شي کولای! خو که چېرې بیا هم شپون غل شو، نو هېڅوک هم له غلا څخه ځان نشي ساتلای او ټول مخلوق به غل شي.
بله خبره دا ده؛ چې که شپانه غلا وکړه نو خامخا غلا ترې کیږي؛ دریمه دا چې؛ غل شپون بیا خپله رمه نشي پوولی، ځکه چې رمه د غله شپانه اطاعت نه کوي او چې کله رمه د شپانه اطاعت و نه کړي نو داسې به شي لکه ستا رمه.
بیا مې ورته وویل: نو زه غل یم؟
– هو ته غل یې! ځکه چې پر شپنۍ پوهېږې نه خو شپني کوې؛ همدغه غلا ده کنه ! پدې خبرو پسې مه ګرځه، ورشه رمې ته دې! پردی کښت به پرې وخورې.
– نو ستا رمه ولې پردی کښت نه خوري؟
– ځکه چې هغه ماغوندې څښتن لري، زه یې په نسونو مړې ساتم، پر خپل وخت اوبه پرې څښم او مراقبت یې کوم؛ نو ولې به پردی کښت خوري.
کوچی شپون له دغې خبرې سره پورته روان شو، زه کښته راکوز شوم او راغلم د خپلې تیت پرک رمې خواته مې.
د کوچي په خبرو کې مې ښه ډېر فکر وکړ، خو یوازې پر همدغې یوه یې پوه شوم چې ریښتیا هم زما خو شپني نه ده زده! نو باید ویې نه کړم او که دغه کار ته شله شم، نو تر ګټې مې زیان پکې ډېر دی.
خیرخو…کلونه تېرېدل، زه هم غټېدم او پوهېدم؛ تر دې چې یوه ورځ مې افغاني ټولنې ته پام شو! چې ګواکي ولې داسې کنډ کپره ده لکه هغه زما رمه؟ بیا مې نو د کوچي شپانه خبرې را یادې شوې؛ نو ایله بیله مې پام شو چې د کوچي شپانه په خبرو کې وزن پروت ؤ، مګر زه هغه مهال نه پرې پوهېدم، خو اوس پوه شوم چې موږ شپون نه لرو ځکه هم وږي یو، هم تږي ، هم یو له بله بېل او هم په هر کنډو کې هر چا داړلي یو.
او اې! دا یو په بل پسې چې نه ځو او یا مو د کار په خبرو سرونه نه خلاصیږي هم علت یې د یوه مقتدر او پوه شپانه نشتون دی.
زموږ په تېرو تیارو وختونو کې شپانه سم نه وو ځکه هر چا هر چېرې وداړلو.
نو اوس پر دغې خبره ښه سم پوه شوی یم چې: خبره په رمه کې نه وه، په شپانه کې وه!
که زموږ شپون زموږ له حاله ځان خبر نه کړي، نو زر ده چې له موږ نه به هم همغه زما رمه جوړه شي.