د معدې میکروب (ايچ پایلوري) او تداوي
(HP) دا يو میکروب دی چې د هليکوباکتر پایلوري Helicobacter pylori په نامه سره يادي چه مخفف نوم ايچ پی HP دی . دا میکروب د معدي په داخلي طبقه کي يعني دمکوزا(mucosa ) په طبقه کي ځاي پر ځاي کيږي او چي يواري يي ځاي ونيوي بيا يي ددي طبقي څخه پاکول مشکل وي. دا میکروب چه کله وجودته دخل شي په اول وختوکي نښي نښاني نه ورکوي خو څه وخت وروسته په معده کي دالتها ب سبب ګرځي دمياشتو په تيريدوسره التهاب په زخم بدليږي او دا زخم چه نور ډير وخت پر تيرسي او چاره يي ونه سي کلونه کلونه وروسته په کنسر يا په سرطان (cancer)باندي يي دبدليدو احتمال زيات دي. داميکروب چه کله وجود ته داخل شي په اول وختوکي په اکثره انسانانو کي داسي خاص نښي او نښاني نه ورکوي خو د وخت په تریدو دلاندی مشکلاتو سبب گرځی
دمعدي د بی هضمی سب ګرځي ( Dyspepsia indigestion) )
دمعدي د التهاب(Gastritis ) سبب گرځي په خا ډول دمعدي د انترم په برخه کي (Antrum)
په ماشومانو کي تر ټولو د معدي زخم (ulcer) د سببو څخه اول درجه سبب شميرل کيږي
په خلګو کي د درد تر دواګانو(NSAID ) وروسته دوهم درجه کي د معدي د زخم سبب گرځي
د معدي د سرطان سبب ګرځي ( cancer )
خولي ته د ترخو اوبو راوستلو سبب گرځي (Gastroesophageal reflux )
د معدي و کلموته په خالي کيدوکي مشکل پيداکوي ( gastroparesis )
دامیکروب دنړي په سطحه تقريبا نيمايي نفوس ددي ميکروب سره مخ دي .پر مختللو هيوادو کي يي فصيدي څلويښت %40 ښودل سوي او په پس پاته هيوادو کي يي فيصدي تقريبا پنځه اويا %70-75 ښودل سوي ده.
په روزانه ژوند کښي ډير ميکروبونه سته چي د خولي دلاري او د غذا سره يوځاي معدي ته داخل کيږي خو د معدي د تيزابو او تيزابي محيط په واسطه دمنځه ځي ميکروبونه دمعدي د تيزابو څخه داخل د نس خواته نسي تيريدي وژني يي
اما ذکر سوي دمعدي ميکروب (Helicobacter pylori ) يا ايچ پالوري د معدي دتيزابو څخه د بچ کيدو په خاطر د خپل ځانه څخه د يوراز انزايم يا تيزاب (Urease) لری چی د هغه په واسطه په معدي کي يوريا په امونيا ګاز او باي کاربونات تبديل کوي ذکر شوي تعامل په معدي کي القلي محيط منځته راوړي د باکتري (ميکروب) لپاره خوښونکي محيط دی اسانه فعاليت پکښي کولاي سي .
دمعدي ميکروب يا بکتري په تيزابي محيط کښي په کښته پي ايچ کي (PH) ژوند نسي کولاي دمنځه ځي.