کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
یو شمېر کارپوهان وایي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید اسلامي امارت ته وسپارل شي.
د کارپوهانو په خبره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ له لاسته راوړلو وروسته بیا افغان حکومت کولی شي،چې د دې ادعا وکړي،چې نړۍ یې رسمیت پیژندنه ولې ځنډولې ده.
د سیاسي چارو کارپوه کمال ناصر اصولي وايي:« په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید هر وخت له افغانستان قانوني دولت سره وي،فعلي سرپرست حکومت باید رسمیت پیژندنې لپاره ګړندي ګامونه واخلي، اساسي قانون رامنځته کړي.له هغې وروسته کولی شي،چې دغه څوکۍ خپله کړي او بیا هغه وخت ادعا ولري،چې ولې یې رسمیت پيژندنه ځنډیږي.»
خو ځینې بیا وايي، د ملګرو ملتونود قوانینو پر اساس ازاد ملتونه حق لري،چې د خپلې خوښې نظامونه ولري او اوس د دې وخت رارسیدلی،چې ملګري ملتونه د افغانستان څوکۍ اوسني افغان حکومت ته وسپاري او استازی یې په رسمي توګه په رسمیت وپیژني.
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د ملګرو ملتونو د قانون پر اساس ازاد او خپلواک ملتونه حق لري،چې د خپلو باورونو پر اساس نظام ولري، اوس د دې وخت رارسیدلی دی،چې ملګري ملتونه خپلو قوانینو ته مراجعه وکړي او د افغانستان د نظام او ملت استازي په رسمیت وپیژني.»
د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی بیا وايي، که د افغانستان سرپرست حکومت دغه څوکۍ بېرته خپله کړي،نو له نورې نړۍ سره به یې سیاسي اړیکې ټینګې شي او دغه چاره د افغانستان او ملګرو ملتونو په ګټه ده.
نیازی زیاتوي:« که چیرې افغانستان په ملګرو ملتونو کې خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي،له دې سره به د افغانستان ډیپلوماتیک روابط له نورې نړۍ سره ښه شي او دا کار هم د افغانستان او هم د ملګرو ملتونو لپاره حتمي او ضروري خبره ده.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لاهم د پخواني نسکور شوي حکومت له استازي نصیر فایق سره ده او په دغه عمومي اسمبلۍ کې د سرپرست په توګه یې چارې پرمخ بیايي.
باید وویل شي چې د اسلامي امارت په مشرۍ افغان سرپرست حکومت بیا د دغې څوکۍ لپاره د قطر سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین معرفی کړی دی،خو لاهم د ملګرو ملتونو له لوري نه دی منل شوی.