کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې ۱۷ تنه يې د مخدره موادو د قاچاق، توليد او پلورلو په جرم نيولي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، د مخدره موادو سره د مبارزې پوليسو د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې په ننګرهار ، دايکندي، خوست، هرات، فراه، او تخار ولايتونو کې د مخدره موادو د تولید يوه کارخانه کشف او ۱۷ تنه يې د قاچاق او پلورلو په جرم نيولي دي.
کورنيو چارو وزارت وايي، په دوی کې ۸ تنه د مخدره موادو د پلور او ۹ تنه د قاچاق په جرم له بېلابېلو ولايتونو نيول شوي دي.
دغه راز ياد وزارت ويلي، چې د يوه بل ځانګړي عمليات پر مهال يې د هرات په فارسي ولسوالۍ کې د مخدره موادو د تولید کارخانه کشف او له منځه وړې ده.