امین وردګ
د فکر خلک پرېږدئ چې فکر وکړي! دوی ته وخت ورکړئ چې طرحې جوړې کړي، پلانونه جوړ کړي.
ګورئ! خلک به ښه ډېر دنیا ته راشي او لاړ به شي، خو فکري خلک ډېر نه راځي.
سرونه پر ټولو انسانانو ایښي او ښه له مغزو ډک! خو داسې سرونه چې فکر کولی شی بیخي لږ دي.
ځینې خلک وایي چې: غټسری انسان ویښیار وي، خو ما ډېر غټسري لیدلي چې بلخانې یې تشې دي.
داسې اټکل هم کیږي؛ چې ګني د لوی سړي به نو زړه هم لوی وي، جسور به وي او زړور به وي؛ خو داسې نه ده! داسې لویان ډېر شته چې بزدل او شغال طبیعته دي.
فکري خلک متکبر نه وي، خو لږ مغرور غوندې ښکاري! دا ځکه چې دوی فکر والا دي! نو له بې فکرو سره یې رمه چندان نه څري.
په ماشومانو کې مو هم که کوم یوه له ډېرو خبرو ډډه کوله مه یې رټئ ! کېدی شي د فکر سړی ترې جوړ شي.
د فکر خلک په ټولنه کې یوڅه ګوښه ګرځي؛ ځکه خو تاسو دا ګمان مه کوئ چې ګني متکبر به وي.
د فکر خلک، د کار خلک او د خبرو خلک؛ دا درېواړه له عامو خلکو سره بیخي ډېر توپیر لري.
د فکر خلک طرحې او پلانونه جوړوي، د کار خلک یې عملي کوي او د خبرو خلک یې ارزښت بیانوي؛ مګر دوی درېواړه هم پر دوو دوو برخو وېشل شوي، چې یوه یې رحماني او بله یې شیطاني یادیږي.
د بېلګې په توګه: د فکر خلک پر دوه ډوله دي؛ یو یې سالم فکر کوي او بل یې غیر سالم ؛ سالم یې مثبت فکر والا دي او غیر سالم یې منفي.
همدا راز د کار خلک هم پر دوو حصو تقسیم شوي، چې یو قسم یې سم کارونه کوي او بل یې ناسم.
د خبرو والا هم داسې…یو ډول یې ښې خبرې کوي او بل یې بدې.
هغه چې وایي: ((سل دې ومره خو د سر سړی دې نه)) هغه همدغه د فکر سړی، د کار سړی او د خبرو سړی ښيي، نه تش کدوان! ګواکي په سلو کسانو کې هم یو سړی د فکر نه پیدا کیږي ، بلکې ایله بیله یوسل یووم کس، یا لږ نور هم ور هاخوا – د سر سړی جوړ شي.
خو د سر د سړي پېژندل هم د هر چا کار نه دی! بلکې یوازې د سر خلک یې پېژني! داسې خو هر سړي ته ځان د سر سړی ښکاري، ځکه خو کمعقلان تر ټولو زیاته دا خبره کوي چې: (هغه فلانی ډېر کمعقل دی!) حال دا چې هغه به تر ده عاقل وي، خو دا چې دی خوارکی یې تفکیک نشي کولی، علت یې فقط د ده عقلي کمزوري ده، ځکه خو ښه تحلیل او سم توپیر نشي کولی.
د پښتو هغه شعري متل به مو خامخا آورېدلی وي چې وایي: ((ځان غوندې ځواني نشته، کور غوندې ملکونه)) ګورئ! تاسو لږ په هغه کس پسې متوجه شئ چې یو وخت په آیینه کې ګوري! کله سترګې سره کش کړي، کله پر پیکي ګوتې تېرې کړي او کله شونډې تر غاښونو لاندې کړي، بیا نو له ځان سره لږ غوندې مسکی هم شي، ځکه چې خپله څهره ډېره ښه او ښائیسته ورته ښکاریږي، حال دا چې د زینت او جمال له خوا به بیخي خوار وي.
هغه چې ټوله ورځ خوم او بړوس ګرځي، له هېچا سره خبرې نه کوي، تل یې پر تندي پوروړې جوړې وي او ځان تر بل هر چا لوړ ورته ښکاري- د فکر سړی نه دی! نه نه! دی د کار سړی هم نه دی او نه د خبرو سړی ورته ویلی شو.
د فکر خلک خوش خلقه او خندان وي، دوی ټوله ورځ فکر نه کوي! بلکې د فکر زمان او مکان سم پېژني! ځکه خو کله ناکله تفریحي حرکتونه او خنداګانې هم کوي.
د فکر پر خلکو فکر کوئ! ځکه چې دوی هر وخت نه پیدا کیږي.
فکر ترمیمیږي خو حاصلیږي نه.
فکر نبوغ دی! له همدې امله فکري سړی نابغه یادیږي.
فکر فطري ملکه ده! ځکه خو په لوېدلو ټولنو او قبیلو کې هم د فکر خلک پیدا کیږي.
هر مافوق د فکر سړی نه وي او مه پر مادونو دا ګمان کوئ چې ګواکي په دوی کې نو د فکر خلک بیخي نشته.
د فکر خلک په هر دور کې وي، خو دا چې فکر یې ثمره نه لري، علت یې د دوی فکر ته د مشرانو او حاکمانو عدم التفات دی.
د حاکم او امیر په مسؤلیتونو کې تر ټولو اهم مسؤلیت همدا دی؛ چې د فکر خلک حمایه او تحسین کړي، تشویق یې کړي او کار ترې واخلي.
که حاکم د فکر سړي ته سمه توجه نه کوله، علتونه یې د ده ناپوهي، غفلت وظیفوي او یا نېغه بېباکي ده.
په کومه ټولنه کې چې د فکر خلک قدر نه لري، هغه ټولنه به تل محکومه وي.
موږ چې همېشه محکوم او له عصري تمدن څخه شاته پاتې شوي یو، علت یې همدغه دی چې فکري خلکو ته ارزښت نه ورکوو.
راځئ چې د فکر له خلکو سره ودریږو، حمایه یې کړو، قدر یې وکړو او کار ترې واخلو.
موږ د فکري خلکو له اړخه ښه غني یو! خو افسوس چې په قدر او قیمت یې څوک ډېر نه پوهیږي او بې فکره دي.