د ژورخپګان پر وړاندې د مقابلې ۱۰ وړاندیزونه!

ډاکټر عامر

۱- هېڅکله د څو ساعتونو ډېر پۀ کور کې مۀ پاتې کېږئ.

۲- د اړینو پرېکړو پر مهال لږ تر لږه دوو کسانو سره مشوره وکړئ.

۳- هر سهار یو منظم جوړښت غوره کړئ مثلا لۀ ځایه پورته شئ آن کۀ حوصله هم نلرئ حمام وکړئ.

۴- د مخدره توکو او الکولو لۀ کارول څخه ډډه وکړئ.

۵- کۀ مو اشتیا نۀ وي ځان پۀ ټاکل شوي وخت خوړلو ته مۀ اړباسئ بلکې لۀ سپکو خوړو ګټه پورته کړئ.

۶- لۀ لویو، وړو، اړینو او نا اړینو چارو څخه یاداشت واخلئ.

۷- کۀ پۀ نیمه شپه ویښېږئ د خوب لۀ ځایه پورته شئ یو کار ترسره کړئ. (مثلا انګېزوي کتاب ولولئ، لۀ تلویزیون لیدلو او انټرنټ کتلو څخه پۀ کلکه ډډه وکړئ)

۸- هره ورځ ۲۰ دقیقې پیاده مزل وکړئ.

۹- ځان ته د استراحت موقع ورکړئ.

۱۰-هره ورځ لۀ نویو خلکو سره خبرې وکړئ.

مربوطه مطالب

Back to top button