اکټر مصطفی نیازی
یو سړي ښځه په نکاح کړه، واده يې وکړ او په کور کې یو ځای د خپلې مور سره اوسیده.
ښځې د یو څه مودې څخه وروسته د خپلې خواښې سره په لانجو شوه او بالاخره پدې نتیجه ورسیده چې دهغې سره یو ځای ژوند نشي کولای، ځکه خواښي به پري نیوکي کولای او په غصه کیده به، نو هره ورځ به جر بحث وو.
خاوند هم ددې وضعیت څخه ډیر پریشانه او غمګین وو، د ښځي په توان کې نه وه چې نور ددې څخه زیات څه وزغمي.
ښځي فیصله وکړه چې باید ددې مشکل د حل لپاره لاس په کار شي، هماغه وو چې د یو دوست درملتون ته لاړه هغوئ ته يې وضعیت شرحه کړ او غوښتنه يې ورنه وکړه چې د زهرو ستني یا دوا ورکړي ترڅو له خپلي خواښي څخه دابد لپاره ځان خلاص کړي.
درملتون څښتن د لږ فکر کولو څخه وروسته بل اطاق ته لاړ بېرته راووت او په لاس کې وړه شيشه او دوا وه، ښځي ته يې وویل چې دا حکمت ندی چې ته داسې دوا وکاروي چې سمدستي له منځه یوسي، ځکه دا بیا ستا په اړوند شکونه را ولاړوي، نو ته دغه ستني واخله دا په تدریجي ډول انسان له منځه وړي.
خو پر تا واجب ده چې هره ورځ خپلي خواښي ته ښه خوراک تهیه کړي، چرک، غوښه پکې ورته تیار کړي بیا به په هغو باندي د دغو زهرو څو څاڅکي و څڅوي، خو پدې موده کې به دي د خپلي خواښي سره ډیر په ارام او ښه سلوک چلیږي د مهربانۍ او ترحم لاس به پري را تیروي.
هیڅکله ورسره شخړه مه کوه که شرایط هر څومره سخت شي بیا هم صبر کوه او مینه ورسره کوه، داسې فرض کړه چې دا ستا مور ده ترڅو ډیر وخت تیر شي او په تا څوک شک ونکړي.
ښځه پدې کړني خوشحاله شوه او په چټکۍ کور ته لاړه ترڅو دغه کړنه ترسره کړي.
ورځي تیریدي بلکې میاشتي تیري شوي ښځي د خپل کار د عملي کولو حریصه وه په دير دقت يې د ډاکټر مشوره ترسره کوله ترڅو تر شبهي او شک لاندي رانشي، په خپل طبیعت کې بدلون راوست د خواښي اطاعت يې کول د هغې سره يې په نرمه رویه کوله.
د شپږو میاشتو تیریدو څخه وروسته د کورنۍ حالت تغیېر وخوړ، ښځي هماغه د ډاکټر په مشوره عمل کول، نو د محبت، ریښتنولي او میني فضا رامنځته شوه داسې فضا چې خواښي لکه مور داسې شوه، تردي چې خاوند هم ډیر خوشحال او باسعادته شو.
د دې مودي څخه وروسته ښځه د درملتون ډاکټر ته ورغله هغه ته يې وویل: اوس مهرباني وکړه ماته داسې دوا راکړه چې دغه زهر ختم کړي او زما خواښي مړه نشي، ځکه اوس هغه ډیره نرمه شوي او زه هم ورسره مینه لرم دمور په شان ورته ګورم، زه اوس د هغې مړینه نه غواړم،
د درملتون ډاکټر وخندل او خپل سره يې وښورل ویې ویل: ای لوري!
ما درته زهر نه و درکړی.
هغه اوبه چې په شیشه کې وي هغه صرف اوبه وي زهر نه وو.
مګر زهر چې انسان وژني هغه ستا په عقل او مغزو کې وو، اوس تاته معلومه شوه چې ته ورڅخه برئ شوي او دا د الله فضل دی!
دخلکو سره داسې تعامل کوه لکه هغوئ چې درسره کوي،
د خلکو سیاست په معروفو او ښو کارونو سره کوه.
په چټکۍ حکم مه صادروه.
ځینې خلک ادب په ویره سره تفسیروي!
دا ځکه چې په ژوند کې داحترام تربیه نده اخیستي.
ځينې ښه رویه په بي قوفي سره تفسیروي،
دا ځکه چې زړه يې تور وي.