عبدالرحمن محمود
د عباسي خلیفة ” مأمون ” و مجلس ته یو یهودي حاضر سو ، چي ښي جامې یي په تن وي ، له حسن او ښائست نه هم برابر وو ، يهودي چي کله خبرې شروع کړي ډيري په تول برابري أو درنې خبرې یي وکړي مأمون خلیفه ورڅخه متأثره سو د مجلس وروسته یي را وغوښت ، اسلام ته یي دعوت کړ ، یهودي ورته وویل چي دا مي د پلار أو نیکه دین دی کار مه را لره.
کال وروسته بیا دغه یهودي د مأمون عباسي په مجلس کي حاضر سو ، پر شرعي أحکامو أو فقهه وږغید.
مأمون ورته وويل ته مګر هغه یهودي نه یي ؟ د اسلام راوړلو سبب دي څه وو ؟ ددي باوجود چي زما دعوت دي و نه مانه.
یهودي ورته وویل چي زه خطاط یم ، ښه کتابت أو ښه ليکوالي کولای سم ، ما د توراة درې نسخې وليکلي ، له خپل ځانه مي هم څه زیادت أو کمبوت پکښي راوست بیا مي بازار ته د خرڅیدو لپاره وړاندي کړي أو خرڅي شوي.
بیا مي دغسي قصد و قرآن ته هم وکړ ، د قرآن كريم درې نسخې مي ولیکلي أو څه زیادت او نقصان مي هم پکښي وکړ ، بيا مي د خرڅيدلو لپاره بازار ته وړاندي کړي ، کله چي زیادت او نقصان پکښي ولیده شو
ټولو ملامتیا راباندي وویل أو نسخي راباندي تاوان پاته شوي ، نو دلته زه دي خبرې ته متوجه سوم چي دا کتاب محفوظ او ساتل شوی کتاب دی ، ددي کتاب حیثیت أو محبوبیت هیڅوک نشي کمولای همدغه مې سبب د اسلام شو.