شاه محمود کډوال
یوه ورځ به پر تخته بربنډ پروت يې ، د ځان وینځلو وس به نه لرې ، بل به دې وینځي ، بیا به دې پر اوږو وړي او خاورو ته به دې سپاري ؛ هغې خاورې سره به یو شې چې ته ترې جوړ يې او ستا پر وړاندې مقابل مغرور هم همداسې وبوله ، نو مه پر نیمګړې دنیا مغروره کېږه او مه د دنیايي مغرور پروا ساته ؟
ژوند الهي ازموینه ده او دا ازموینه هغه وخت سخته شي چې شیطان د ملا ، مولوي او عالم په صورت کې وګورې ، بیا درنه لار ورکوي ، ځان ورته ټینګ کړه او ځان داسې پړاو ته ورسوه چې بیا د هر چا د تللو تله ولرې. که شیطان د شیطان په صورت کې وګورې ، بیا خو ستونزه نه شته.
ژوند ډېر خوږ دی ، ژوندی بدن اړتیاوي لري. دا بدن او اړتیاوې الله ج درکړي او په همدې مو ازمايي. خپلې اړتیاوې له روا لارې پوره کړه ، ( ته تر خپل وسه پړ يې ، الله ج درنه تر وس پورته څه نه غواړي ) او وس دې هم الله ج ته ښه څرګند دی.
( مرګ په نېټه دی ، نه مخکې کېږي او نه شا ته کېږي ) له دنیايي کوتکوالو ، ځورواکو او ظالمانو مه وېرېږه او زړور پرې ورځه ! هغوی درته هېڅ زیان رسولی نه شي ، هغوی ډېر کمزوري دي ، ته ډېر ځواکمن يې.
رزق الله ج درکوي ، د ګېډې له پاره د چا غلامې ونه کړې. وچه ډوډۍ وخوره ، زاړه کالي واغونده ، جونګړه کې ژوند وکړه او … ستا عقل به يې نه مني ، خو ستا ګېډه الله ج په اکسیجن مړوي. ستا په څيرو کالیو او کڼدواله کور کې درنښت او هوسا ژوند درکوي ، بیا چې الله ج ښکلی بدن ، عقل او پوهه درکړې ، خپلې دنیايي اړتیاوې پرې ښې غوړې پوره کړه ، لټي مه کوه ، د درانه او هوسا ژوند له پاره ډېر زیار وګاله او د الله ج له فزیکي او روحي ورکړې نه ښه ګټه واخله ، دا هم له یاده مه باسه چې دنیا فاني ده.
په دې پوه شه چې ( خیر او شر د الله ج له لوري دی ) ، کله چې چېرته په تنګ شوې ، د خیر په نیت تازه او ژوند کې بدلون راوله ، نور يې الله ج ته پرېږده ، هغه دې کار سموي.
د الله ج پر تلپاتې واکمنۍ مغرور اوسه چې ته پر داسې چا ایمان لرې چې ډېر دنیايي مغروران يې ستا پر وړاندې پر ځمکه راوپرځول.
د ورځې پیل مو بختور شه !!!