د جومات امام او ابو حنیفة کیسه
حامد افغان
یو ماخوستن امام ابو حنیفة رحمه الله په امام پسې لمونځ وکړ، هغه په لمانځه کې د “الزلزلة” سورت تلاوت کړ، کله چې لمونځ پوره شو او خلک له جوماته ووتل، جومات کې یوازې امام او ابو حنیفة رحمه الله پاتې شول، د جومات امام وایي: ابو حنیفة ته مې کتل چې په فکر کې پر خپل ځای ناست و، نو زه ورو ولاړ شوم، مال چې دی راباندې پوه نه شي، د جومات څراغ کې تېل هم کم پاتې وو، هغه مې بل پرېښود او زه کور ته ولاړم.
د جومات امام زیاتوي: سبا سپیده چاود مهال چې جومات ته ولاړم، امام ابو حنیفة جومات کې ناست و او دا دعا یې کوله: اې هغه ذاته! چې د مثقال ذرې ښو بدله هم ورکوې او د مثقال ذرې شر بدله هم ورکوې؛ ستا بنده نعمان هم له اوره وژغوره او ستا پراخه رحمتونو کې ځای ورکړه. “يا من يجزى بمثقال ذرةٍ خيرٍ خيرًا، و يا من يجزى بمثقال ذرةٍ شرٍّ شرًّا، أَجِر النعمانَ عبدَكَ من النار ، وأدخله فى سعة رحمتك”
د جومات امام وایي: جومات ته چې ورننوتلم څراغ لا هماغسې لګیده، ابو حنیفة چې زه ولیدلم راته ویې ویل: څراغ دراخلې؟ یعني ده ګومان کاوه چې لا ماخوستن دی! ما ورته وویل: سهار شوی دی! نو ده راته وویل: زمانه چې دې څه ولیدل دا چا ته مه وایه، نو بیا یې دوه رکعته لمونځ وکړ او کېناست، څو زموږ سره د هماغه ماخوستن په اوداسه د سهار لمونځ وکړي. امام وایي: د ابو حنیفة دا کیسه مې د هغه په ژوند کې هیچا ته هم ونه کړه.
مأخذونه:
تاريخ بغداد : (٣٥٥/١٣)
الوافي بالوفيات : (٩١/٢٧)