چهارشنبه, جنوري 20, 2021
کابل ټکی کام
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
کور مقالې

طالبان د اسلام معتدل ځواک!!

محمود نشرونکی: محمود
مارچ 23, 2020
کټګوریانې: مقالې, مهم
12 0
0
7
ځلې شریک شوی
83
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولۍ

ترکيه: د اسلام په اړه د يونان د عیسوي مشر وروستۍ څرګندونې پر جهالت بنا دي

طالبان: د وحشي او ظالمو ملېشو له منځه وړل د ملت اړتيا ده

اروپایي ټولنې یو ځل بیا د سولې پروسې ملاتړ او پر اوربند ټینګار وکړ

دا حقيقت اوس د هر انسان زهن ته رسيدلی دی، مسلمانان او کافران په دې واقعيت قائله دي، چې غرب د اسلام سره د ډيري ژوري دښمنۍ برخورد کوي، او په هر څه کې يې داسلام سره دښمنانه چلند ته ووږه ورکړې ده، که څه هم دوی د ګلوبلايزشن(نړيوالتوب)، هوميونيزم(انسانيت) او داسي نور بې مانا اصطلاحات ايجاد کړي دي، خو بيا هم د اسلام سره د دې اصطلاحاتو له ټولو پولو اوړي، او اسلام ته په زيان رسولو کې يوه موکه له لاسه نه ورکوي، او نه اسلام په نړۍ کې د ارام ساه اخيستلو ته پريږدي، له همدې امله زموږ اسلامي مفکرينو دا اصطلاحات د غرب د دفاع کلاګاني او د مسلمانانو لپاره دامونه بللي دي.
غرب د اسلام د سرکوبه کولو لپاره ډول ډول حربې استعمال کړې دي، خو استعمار د غرب هغه حربه ده چې دوی يې څه نا څه د بري تر درشله رسولي دي، په دې حربه دوی ډير مسلمان ملتونه تر پښو لاندې کړي دي، د تل لپاره يې د خپلي غلامۍ پړي ور په غاړه کړي دي، ډير داسې ملتونه او قومونه شته، چې غرب يې له سيمو او وطنونو کډه کړي ده، خو د غرب مفکوره او نظريه يې لا لکه وينه په رګو کې جاري ده، لا يې د غرب پوچ عقايد پر زړه او دماغ طوافونه کوي، او لا د غرب مريتوب ته د غيرت، ميړاني، ازادۍ او استقلال نوم ورکوي.
غرب په اسلامي نړۍ کې د استعمار وروسته د خپلو پښو د ټينګښت او د اسلام د اصيلو بچيانو د ځپلو لپاره ډول ډول توطيې او شيطانتونه په کار واچول، چې په دې توګه په ډير مهارت سر د اسلام د اصيل معتدل ځواک د له منځه وړلو لپاره پراخه مقابله وکړه، دوی که له يوه اړخه پاخه مفرط ديموکراتان او سيکولران په کار اچولي وو، چې د غربي فکر د ترويج لپاره به يې په ډيره ايمانداري او وياړ خپله انرژي مصرفول، د بل اړخه يې ځينې داسې افراطي عناصر راپيدا کړل، چې داعيه او شعار کې به يې د واقعي اسلام چيغه پورته کول ، خو اصلا به يې د غرب د له لمره رڼا اخيسته، او د اشغال پر چينه خړوبيده، ځکه دوی به هم د اسلام په هغه بچيانو د کفر، فسق، ارتداد، او نفاق ټاپې سريښ کولې، څوک چې د غرب د اشغال او کفر په وړاندې د جهاد او مبارزې په تکل ولاړ وو، خو د غرب اشغال ته به يې يې په پراخه سينه زغامه، دا ټول هغه خلګ وو، چې د اصلي مسلمانانو دعوه يې کول، خو د پردې تر شا د غرب له لورې چارجېدل.
د غرب دا شيطانت په اسلامي نړۍ کې څو څو ځله تکرار شوی دی، خو نږدې مثال يې زموږ په ګاونډ کې د هند وړه وچه ده، کله چې هند د انګريزي ښکيلاک تر يرغل لاندې شو، نو د هند علماء حق رحمهم الله تعالی يې په وړاندې د جهاد او مبارزې اعلان وکړ، چې په سر کې يې د ديوبند استادان او منتظمين حضرات وو، انګريزانو د دوی د سرکوبه کولو لپاره د جګړې سربيره د بريلويت، وهابيت، پنجپيريت، او قادانيت په نوم داسې فتنې وپنځولې، چې دې فتنه ګرو ډلو لومړی په هغو ټولو علماء کرامو د کفر، ارتداد، او فسق ټاپې ولګولې، کوم علماء کرامو چې د انګريزانوا په وړاندې په مسلحانه او غير مسلحانه توګه په مبارزه او جهاد بوخت وو، خو د انګريزانو په وړاندې يې غوږونه مړه ځړولې وو، او د هغوی يرغل ته يې د جواز توجيهاتي لټولې.
نن چې زموږ د هيواد سياسي چاپيريال ته پام ورګرځوو، بعينيه همداسې وضعيت ښکارې، يوه لور ته د طالبانو په وړاندې د غرب له لورې روزل شوي مفرط ديموکراتان او سيکولران ولاړ دي، چې په ډير وياړ سره د غربي فکر د ترويج او ټينګښت کوښښونه کوي، او هره ګړی د اتلس کالو د ديموکراسۍ د لاسته راوړنو خبره تکراروي، او بل اړخ ته د داعش په نوم د غرب او امريکې کرايه شوي افراطيان وو، چې پر هغه طالب يې هم د کفر او ارتداد ټاپه لګولې ده، چا چې پيړۍ پيړۍ وروسته يو ځل بيا نړۍ ته د اسلام اصلي څيره ښکاره کړل کلونه کلونه يې د اسلام د ستر دښمن غرب د سره ښکيلاک سره ټټر وواهه په ملا يې غوټ مات کړ او د نړۍ استعمارګر قوتونه يې وپوهل، چې د اسلام په مټ کې لا دومره توان باقې دی، چې ستاسې د استعمار په پر مخ د بطلان کرښه راکش کړې، او يو ځل د مځکې پر مخ د يو قوت په توګه عرض اندام وکړي، د داعش په نوم دا لويي فتنې د ټاپو تر څنګ د طالبانو سره جګړ هم وکړه، او واجب القتل يې وګڼل، حال داچې اشغالګرو او د هغوی مرتزقه غلامانو ته يې په برګو سترګو هم نه دې کتلي خو الله جل جلاله د طالبانو ته پر داعشيزم بری وکړ او هغوی يې له شرمېدلي ماتي سره مخ کړ.
ټولو مسلمانان باور لري، چې غرب به له دې ټولو شيطانتونو سره_سره نهيلي کيږي، ځړيدلي غوږونه به زموږ له پاکي خاوري څخه وزي د افراطي داعشيزم غوندې به يې مفرط سيکولريزم هم ماته
وخوري، د شر او فساد ټغر به يې ټول شي، له دې خاورې به پښې سپکي کړي، او دلته به د طالبانو معتدل اسلامي ځواک د بري تر منزله ورسيږې.
ان شاء الله

لوی ټکي: جهاد او مبارزهديموکراتان او سيکولرانطالبانمعتدل ځواک

ځانګړي مطالب

خبرونه

ترکيه: د اسلام په اړه د يونان د عیسوي مشر وروستۍ څرګندونې پر جهالت بنا دي

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 19, 2021
افغانستان

طالبان: د وحشي او ظالمو ملېشو له منځه وړل د ملت اړتيا ده

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 19, 2021
افغانستان

اروپایي ټولنې یو ځل بیا د سولې پروسې ملاتړ او پر اوربند ټینګار وکړ

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 19, 2021
افغانستان

د کابل مذاکراتي ټیم غړی: طالبان د امریکا په توسط د خپلو بندیانو خلاصون په لټه کې دي

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 19, 2021
افغانستان

طالبان: د امريکا نوې اداره دې د دوحې تړون بر بنسټ د ځواکونو ايستلو ته دوام ورکړي

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 19, 2021

وروستي

ترکيه: د اسلام په اړه د يونان د عیسوي مشر وروستۍ څرګندونې پر جهالت بنا دي

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 19, 2021
0

طالبان: د وحشي او ظالمو ملېشو له منځه وړل د ملت اړتيا ده

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 19, 2021
0

هرات: د ځوانانو د څلورو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: عبد الرحمن
جنوري 19, 2021
0

تا د انسان په شکل, ځان کې لیوه ساتلی

نشرونکی: عبد الرحمن
جنوري 19, 2021
0

علم

په اسلام کې د علم او پوهې ارزښت!

نشرونکی: محمود
جنوري 19, 2021
0

اروپایي ټولنې یو ځل بیا د سولې پروسې ملاتړ او پر اوربند ټینګار وکړ

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 19, 2021
0

د کابل مذاکراتي ټیم غړی: طالبان د امریکا په توسط د خپلو بندیانو خلاصون په لټه کې دي

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 19, 2021
0

طالبان: د امريکا نوې اداره دې د دوحې تړون بر بنسټ د ځواکونو ايستلو ته دوام ورکړي

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 19, 2021
0

د پرديپالو په ماغزو کې د سولې بدمرغه تصوير!!

نشرونکی: محمود
جنوري 19, 2021
0

امريکا کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۴۰۰ زرو څخه لوړ شو

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 19, 2021
0

ډیر کتل شوي

  • ترکيه: د اسلام په اړه د يونان د عیسوي مشر وروستۍ څرګندونې پر جهالت بنا دي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د کانګرس ودانۍ ته نږدې اور لګېدو له امله د بایډن د لوړې مراسم وځنډول شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امرالله صالح د زور خبرې له کومې مرجع کوي؟؟

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • طالبان: د وحشي او ظالمو ملېشو له منځه وړل د ملت اړتيا ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • طالبان: د امريکا نوې اداره دې د دوحې تړون بر بنسټ د ځواکونو ايستلو ته دوام ورکړي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

ګټه او زيان رسول دالله تعالى په لاس کې دي!! اميرالمؤمنين عمر الفاروق رضي الله عنه د حج مناسکو اداء کولو په جريان کې طواف کاوه، کله چې حجرالاسود ته ورسيد، هغه يې ښکل کړه، نو ويې ويل: زه پوهيږم چې ته يوه ډبره يې چا ته ګټه او زيان نشې رسولاى، که ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ستا په ښکلولو نه واى ليدلى ما به هېڅکله نه وې ښکل کړې.

نشرونکی: محب الله عاطف
جنوري 20, 2021

د نن ورځې تازه خبرونه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

Login to your account below

Forgotten Password?

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In