ليکوال احمد منصور
مزدوره اداره ځان د اولس مدافع بولي خو دا پوښتنه په کراتو مراتو با احساسه مبارﺯينو له هغو لنډغرو کړې چې په روپايې هېوادو کې ميشت دي او له هغه ځاى يې د سوشل رسنيو له لارې خولې را خلاصې کړي مقدساتو ته توهين کوي قران، علماٶ ته کنځل کوي تاسو ادعا لرى چې د مزدورې ادارې ځواګونه اولس ساتي له چا څخه يې ساتي ؟ نو امريکايانو په شمول دوسلويښتو هېوادونه ﺯمونږ هېواد يې اشغال کړى دا دوه لسيزې يې دلته مظالم وکړل چې خوله يې له ويلو ، قلم يې له ليکلو او غوږونه له اورېدلو عاجز دي ولې تاسو ته يرغل نه ښکارېد چې په وړاندې را جيګ شوي واست ؟
ځه مونږ به دا درسره ومنو چې امريکايان ستاسو ملګري او سپين باﺯان دي هو تاسو همېش دا خبره کوى چې اولس له پنجابيانو ساتو نو اي کاش چې پخپلو ادعاوو کې رښتوني واست تاسو خو له پنجاب سره سل معاملې وکړې ډيورنډ او د طورخم ګيټ مو ورسره په رسميت ومانه ، د قندهار د لقمان لس کلي هغه جنرال چې تاسو د پنجاب ضد باله په پنجاب يې وپلورل د استخباراتو ټول واک مو له پنجاب سره ده کونړ يې په مزايلو کنډواله کړ دا څه ډول د اولس ساتنه ده ؟
ځه دا به هم ومنو چې د اولس ساتونکي ياست آيا د اولس ساتنه دا ډول وي چې په کندوﺯ کې مو د يو کورنۍ ټول غړي وړمه ورځ په شهادت ورسول آيا کندوﺯ د پاکستان کوم ايالت ده ؟ هغه کورنۍ د پاکستان له کوم پوځي روځنتون څخه فارغه شوې وه ثبوتونه تاسو سره شته ؟ که وي خو را څرګند يې کړى که نه وي نو د هغه ګلالى ماشوم مو ولې په دې لويه نړۍ کې يواﺯې پرېښوده ګناه يې څه وه ؟
که واياست چې د ﺯابل د پيښې انتقام مو واخيست له چا څخه مو واخيست ؟ له اولس څخه که له اولس څخه مو اخيستي وي نو بيا تاسو د اولس مدافعين نه قاتلان ياست او که له پنجاب څخه مو اخيسې وي نو دغه شهيدان شوي ښځې ماشومان د کوم پاکستاني جنرال کورنۍ وه ؟ دا چې دا منۍ چې اولسي خلک مو شهيدان کړي او دا غچ د ﺯابل بولى بيا نو تر تاسو بېغيرته نه شته طالب خو اتلس کاله چېغې وهي چې تاسو مزدوران ياست تر هغه به مو وژنو چې د پرديو مزدوري او د اولس وژنه مو نه وي پريښي خو چې طالب وژلى وې طالب به دې وژلى له اولس سره دې څه کار وه ؟ طالبان خو مرګ ځان ته دومره خوښوي لکه تاسو چې پردۍ مزدوري خوښوۍ
له پورتنيو حقايقو را جوتيګي چې تاسو د اولس ساتونکي نه بلکې قاتلان يې ياست تاسو دا اتلس کاله اي په روپا کې ميشتو سګ شويانو: تاسو د افغانانو کلتور او عناناتو پورې استهزاوې وکړې د مقدساتو توهين مو وکړ او کنځلې خو ستاسو پېشه ده تاسو دا اتلس کاله د هېوادوالو قربانۍ او برياوې پردو ته منسوبې کړې او ښه مادياتو مو پرې لاسته را وړل نور ستاسو وخت تير شوى د اولس له قضاء څخه ستاسو خلاصۍ نه شته اى روپا مېشتو ملحدينو: تر کومه به تاسو له روپا څخه دين هېواد او علماٶ پسې خوله را خلاصه کړې وي تاسو به د ملي اردو پوليسو او اربکيانو له کورنيو هم خلاص نه شى چې خپله په روپا کې عيش او عشرت کوى او دوي تش په خولو اتلان بولى او د طالب د ټوپک ميل ته مو برابر کړي که اتلان او اتلولي مو دومره خوښ وي راشى تاسو هم اولس او نړۍ ته خپله اتلولي وښه ياست
نو اى مزدورانو: تاسو د اولس ساتندويان نه بلکې د اولس د آرمانونو قاتلان ياست تاسو د پنجاب ضد نه بلکې دوستان ياست ستاسو قرباني هېواد او دين لپاره نه بلکې نيوارک او واشنټن د ساتلو لپاره ده په روپا کې ميشت ملحدين ستاسو خواخوګي نه بلکې ستاسو دوښمنان دي طالب د پنجاب نه بلکې د دې خاورې اصلي او رښتونۍ وارث ده بهتره به تاسو لپاره دا وي چې نور په تير پيښمانه شى او نور د اولس له وژنې لاس واخلۍ کنې حال به مو د ﺯابل په څېر وي.