کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۹ل)
د راپورونو له مخې ترکیې شل کسان د وژل شوي سعودي خبریال “جمال خاشقجي” په وژلو کې په لاس لرلو تورن پيژندلي دي.
په دغو تورنو کسانو کې د سعودي د استخباراتي ادارې پخوانی مرستیال مشر “احمد اسیري” او د واکمنې شاهي کورنۍ پخوانی سلاکار “سعود القهتاني” هم شامل دي.
نور تورن اتلس کسان چې ویل کېږي ټول سعودي وګړي دي د خاشقجي په وژلو کې په لاس لرلو تورن پيژندل شوي دي.
د ترکيې استخباراتي چارواکو دا تورونه د عیني شاهدانو د بیانونو پر اساس په يادو کسانو لګولي، او هغه ډیجټل اله یې هم پلټلې چې د وژل کېدو پر مهال د خبریال خاشقجي په لاس تړلې وه.
د سعودي شاهي حکومت تر دې دمه د ترکي چارواکو د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده چې د سعودي حکومت مخالف خبریال جمال خاشقجي د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر میاشت کې د ترکيې د استانبول ښار کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې په مرموزه توګه وژل شوی و.