چهارشنبه, اپریل 29, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي مقالې ته لنډه کتنه !

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مارچ 26, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
20
ځلې شریک شوی
251
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ذبيح الله نوراني-مزارشريف

په سیاسي ډکر کې د بریالیو خلکو عادت وي، چې د وخت او حال له غوښتنو سره سم تصمیم نیسي او د خنډونو په وړاندي د خنډ او ستونزې له ایجاد وړاندې اقدام کوي.

دا هم ولولئ

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صاحب مقاله چې د الجزیرې تلویزیون له لارې نشر شوه، داسې اقدام دی، چې د هېواد د اوسنیو حالاتو او راتلونکو اندېښنو په اړه پکې ښه تحلیل، وضاحت، معلومات، غوښتني نظریات او وړاندویني شوې چې په تفصیل سره یې په لاندي څو کرښو کې ستاسي په وړاندي ږدو.

۱:ـ د مقالې په پیل کې یو حقیقي یادښت ته اشاره شوې، چې واقعا د ټولو افغانانو په ذهنونو کې دا وېره وه، چې که له طالبانو سره سوله وشي؛ وضعیت به څرنګه وي، دا چې نظامي تحول راغی کابو ټولو افغانانو دا ګمان کاوه چې ا.ا.ا به د انتقام لاره غوره کړي؛ خو نېکبختانه داسې ونه شول او عمومي عفو اعلان او عملي بڼه یې غوره کړه، چې دا موضوع مقاله کې ښه او په لنډو ټکو کې بیان کړل شوې ده.

۲:- د افغانستان څلورو لسیزو ناخوالو او خونکارو نظامونو ته اشاره شوې او د اسلامي امارت مرکزي مقتدر نظام، هر اړخیز امنیت، اقتصادي وده، ظرفیت سازۍ او نړۍ سره د مثبت تعامل او نړۍوالو خیریه بنسټونو ښه نیت او ځینو ستونزو ته هم په کې اشارې سره تلویحاً له نړۍوالو خیریه بنسټونو مننه کوي او د لا نېکو روابطو او خیریه تعاملاتو غوښتنه کوي او د مثبت تعامل لپاره پر ټوله نړۍ غږ کوي، چې دا په دیپلوماتیک ډګر کې د روابطو جوړولو په برخه کې مهم رول لري.

۳:- نړۍ ته د هېواد د ننه وحدت ښودلو لپاره د افغانانو د یو بل منلو ښه انځور وړاندې شوی او په نظام کې هم د ټولو قومونو استازي شتون لري، بل دا چې په افغانستان کې د قومونو د اکثریت او اقلیت پر تابلو د بُطلان کرښه کش کړل شوې، چې افغانان یو متحد او واحد ملت ښودل شوی دی.

۴:- اوسنی نظام یې د سیاسي او اجتماعي صلابت له امله د دې جوګه بللی چې نړۍ یې باید د خپل سیال او د بدن د فعال غړي په توګه ومني او متقابل احترام ورته وکړي او د ځان بساینې په برخه کې یې سیاسي ملاتړ وکړي، چې دا په نړۍواله توګه د هر هېواد حق دی.

۵:- د هېواد څخه بیرون داخلي او بهرنیو مغرضو افرادو او کړیو غلطو تعبیرونو او شایعاتو ته یې مثبته اشاره کړې او له نړۍوالو بېطرفه بنسټونو یې غوښتنه کړې تر څو د وضعیت تحلیل له نږدې توګه په عیني او حقیقي توګه وکړي په یو طرفه افواهاتو دې قضاوت نکوي.

۶:- د افغانستان دین، کلتور او فرهنګ ته د درناوي او تمکین په خاطر له نړۍوالو غوښتنه شوې، چې زموږ د دین او اصیل کلتور په مورد کې دې حساس اوسي او همدا رنکه افراطي او تفریطي نظامونه یې نقد کړي “ځکه که هر څوک په نظام جوړونه کې افراط یا تفریط وکړي، نظام به یې منهدم کېږي، چې دا هم امارت ته پیغام لري او هم نړۍ ته یې د روابطو په ښه کولو کې شین څراغ دی، چې د ا.ا.ا انعطاف هم څرګندوي او پر متعادل نظام ټینګار ښیي.

۷:- نړۍوالو ته په کې ځینې سوء تفاهماتو ته د حل لارو لپاره، په شفافه فضا کې پر خبرو اترو ټینګار شوی او پر افغانانو او اسلامي امارت د فشار له آلاتو کار اخیستنه ناکامه تجربه بللې او نړۍ یې تفاهم ته رابللې.

۸:- د افغانستان اقتصادي وضعیت یې د ټولو نړيوالو مشترک مسئولیت بللی او په برخه کې یې فشارونه او سلیقوي برخوردونه رد کړي او پر امریکا یې غږ کړی، چې د افغانانو مشروع حقونه او کنګل شوې پیسې دې آزادې کړي، نور افغانان په خپله د ظرفیت لوړونې ښه وړتیا لري او په نړۍوالو یې غږ کړی، چې د یوه جګړه ځپلي هېواد پیسې کنګل کول کومه انساني او اخلاقي توجیه لري؟

په خبره یې د آمریکا وروستی ضعف او خصومت له افغانانو سره څرګند کړی دی. په امریکا یې هم غږ کړی چې راځئ په دیپلوماتیکه توګه ټولو ستونزو او سیاسي کړکېچونو ته د پای ټکی کېږدو.

۹:- د افغاني خاورې غرور یې ښه انځور کړی، چې افغانستان د نظامونو د ړنګولو او ماتولو تاریخ دی، چې نړۍوالو ائتلافونو یې هم مخه ونشوای نیولای.

ا.ا.ا یې یو مقتدر اسلامي نظام یاد کړی، چې د نظام ړنګولو تاریخ ته به د پای ټکی کېږدي.
امریکا او نړۍ ته یې اشارې سره ویلي، چې د اوسني نظام کمزوري او مقابله به په سیمه او نړۍ کې مشکلات وزېږوي او بشري ناورین به یې په ګاونډیانو او نړۍوالو منفي اغېز ولري.

۱۰:- د افغانستان کاذب او په نړۍوالو مرستو متکي اقتصاد، هېواد ته په شلو کلونو په زرګونو بدبختۍ رامنځته کړې دي.

اوس موږ له خپلو داخلي عوایدو د ټول هېواد عادي او پراختیایي بودجه لرو، خو لا هم نړۍوالو مرستو ته یې ضرورت ښودلی، چې له نړۍ سره د تعلقاتو بهانې او دروازې خلاصې وساتي او دا یې هم ویلي، چې تر څو پر بنسټیزو اشتغال زایي پروژو کار ونشي، بهرنۍ مرستې د میلیونونو خلکو دایمي اقتصاد نشي تأمینولی.

۱۱:- د افغانستان امنیتي وضعیت مثبب ارزول شوی او له نړۍوالو سره د تعامل او پانګه والو ته د پانګونې، د کانونو د راسپړلو او نورو پراختیایي کوارونو ټولو شرایط برابر ښودل شوي، په نړۍواله کچه د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې خنډونو د له منځه وړلو غوښتنه شوې تر څو زموږ د نړۍ د اوږو بار نه وي.

۱۲:- اسلامي امارت د تېر نظام څخه په میراث، تش بانکونه، په مخدره توکو روږدي میلیونونه افغانان، د برېښنا بېلونه او نورې ناخوالې هم ترمیم او معالجه کړې، چې اوس نړۍ ته د مخدره موادو د صدور ضرر او ګواښ نه دی متوجه.

۱۳:- د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه استعمالېږي، چې دا جمله نړۍ ته د با صلابته او مستقل هېواد پیغام ورکوي. امنیتي ځواکونه ورځ تر بلې په نړۍوالو اصولو او معیارونو برابرېږي.

۱۴:- افغانستان فعلا د بودېجې له اړخه خودکفاء هېواد دی او حتی د تېر نظام کابو ۵۰۰۰۰۰ پنځه سوه زره کارکوونکي هم په مختلفو مسئولیتونو کې په خپلو بستونو کې محفوظ ساتل شوي دي.

۱۵:- په پای کې له نړۍوالو ګیله کوي، چې د سلګونو مثبتو کړنو او لاسته راوړنو پر وړاندې نړۍ یو مثبت ګام هم نه دی پورته کړی.

دې مقالې په نړۍواله کچه په رسنیو کې بحثونه را منځته کړه، چې دا بحثونه به ارومرو له ځان سره فیدبکونه لري، بې طرفه او خپلواک بنسټونه به وضعیت تر تحلیل لاندې نیسي، دا چې څومره د افغانستان او نړۍ پر سیاسي وضعیت اغېز ولري، هغه د افغانستان او امریکا دیپلوماتیک دیالوګونه دي، چې څرنګه او چېرته پیل شي تر څو امریکا له مست خره را کښته شي او د دوحې تړون مطابق پر خپلو کړو وعدو وفا او عمل وکړي.

اسلامي امارت دې له هرې ممکنې لارې امریکا د خبرو اترو مېز ته متقاعده کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي صاحب، هر اړخیزې مقالې محتوا ته که وګورو، د یو مسئول چارواکي په توګه یې ټولو شته حقایقو، پرمختګونو، نیمګړتیاوو او ستونزو ته واقعبینانه اشاره کړې او نړۍوالو ته یې خپل واضح پیغام ورکړی دی.

په نړۍوالو رسنیو کې کې هم سیاسي مبصرینو مثبته و ارزوله او له نړۍوالې ټولنې سره یې د ا.ا.ا تعامل اړین او ضروري وباله.

ذبیح الله نوراني ـ مزارشریف
۱۴۴۴/۹/۳

لوی ټکي: امیرخانکتنهمتقيمقاله
مخکینې مطلب

د افغانستان تر لومړۍ بریا وروسته نن بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کېږي

بل مطلب

روژه د کامیابۍ او برکتونو میاشت ده!

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026

وروستي

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سوډان؛ د الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com