کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۹ل)
د بشري حقونو سازمان له طالبانو او کابل حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د کرونا ويروس په وړاندې ګډ کار وکړي.
ياد سازمان د يوې اعلامیې په خپرلو سره په حکومت او طالبانو غږ کړی، چې له ملګرو ملتونو سره په ګډه د کورونا وبا په وړاندې مبارزه وکړي او خلک له دغې وژونکې ناروغۍ وژغوري.
یاد سازمان کلیوالي سیمو او بې ځایه شویو کورنیو ته د نه لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې او هيله ښودل شوې، چې د طالبانو او کابل حکومت همغږي کولای شي، لرې پرتو سيمو ته د روغتیايي بنسټونو لاسرسی یقیني کړي.
د بشري حقونو نړيوال سازمان داسې مهال طالبانو څخه د کرونا پرضد د مبارزې غوښتنه کړې، چې لا له وړاندې په نږدې ټولو ولایتونو کې طالبانو د کرونا ويروس په اړه د عامه پوهاوي او له دې ناروغۍ څخه د ځان ساتلو د لارو چارو کمپاینونه پيل کړي دي او خلکو سره يې په دې برخه د صابونونو او ماسکونو مرستې هم کړي دي.