سوډان: د جګړې ښکېلو لوریو اوربند ته چمتوالی ښودلی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ ثور، ۱۴۰۲ل)
د سوډان په جګړه کې ښکېلو خواوو دې ته تیاری ښودلی چې خبرې اترې وکړي او منلې یې ده چې جګړه دوام نه شي موندلی. د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي «فولکر پیرټس» رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دغه هېواد کې د جګړې دواړو غاړو اوربند ته تیاری ښودلی. د رویټرز د خبر له مخې، دواړو لورو د جګړې پر درېدو هوکړه کړې او د خبرو لپاره یې خپل استازي هم معرفي کړي دي. که څه هم په دې اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې د دواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو ځای د سعودي جده او د سوډان جوبا ښارونه وړاندیز شوي دي. په سوډان کې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د واک پر سر د ملېشهځواکونو او پوځ ترمنځ نښتې پیل شوې چې په پایله کې یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.



