کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ جوزا، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان وسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د يادې ادارې د تخنيکي ټيم له لوري د خواف – هرات د وسپنې پټلۍ پروژې د درېيمې برخې سروې پيل شوې ده.د دغې ادارې په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د تخنيکي ټيم له لوري د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د ٣ يمې ټوټې پروژې اړوند په شمتيغ کې د يوه ستېشن د ودانۍ جوړولو، د پټلۍ او تاسيساتو د لاښه امنيت د ټينګښت په موخه د امنيتي پوستو د ودانۍ جوړولو، د څو دانې ليول کراسينګ جوړولو او روزنک ستېشن کې د رڼا په موخه د پروجکتورونو د نصبولو سروې پيل شوه.خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې سروې له پای ته رسېدو سره سم به د شمتيغ ستېشن له جوړولو سره د رېل ګاډو کنترول او ګټه اخيستنه ښه او پر وخت، تاسيسات به لا خوندي، د ليول کراسينګ په جوړولو به د سيمې خلک هوسا او په روزنک ستېشن کې د نويو پروجکټورونو په نصب سره به ياد ستېشن او اړوند تاسيسات روښانه شي.

















