کابل ټکی کام (شنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۲ل)
د نايجير پوځ د دې هيواد په ملي تلوېزيون کې اعلان کړی، چې حکومت يې نسکور او د هيواد واک يې ترلاسه کړي دي. د نايجير د پوځ يو لوړ پوړي مشر امادو عبدرامين په يو تلوېزيوني بيان کې ويلي، چې امنيتي او دفاعي ځواکونوپرېکړه وکړه، چې د ولسمشر بازوم رژيم ته د پای ټکي کېږدي. نوموړي وويل ،چې په هيواد کې د ټولو موسسو کارونه ځنډول شوي، سرحدونه تړل شوي او تګ راتګ بند دی. د سيمې د ځينو هيوادونو مشرانو د ولسمشر بازوم د پرېښودو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتريش ويلي، چې له ولسمشر بازوم سره غږېدلي او د هغه ننګه کوي. بازوم دوه کاله مخکې د واک له سوله ييز انتقال وروسته د هيواد مشري ترلاسه کړه.

















