ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)
پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!
نیټه: ۱۷/محرم الحرم/۱۴۴۵
د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
پـه بـهـار کـوي نـمـو ، د سـنبل تـخـم
که ګره دې په رخسار د زلفو وا شوې
کاظم خان شيدا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کرشمې د تورو سترګو دې سېوا شوې
قافلې د توتکیو په هوا شوې
پیر محمد کاروان
د ښکلا اثر دې نور څه رنګ تعبیر کړم?
آینې درته جانانه وارخطا شوې
علامه محمدي
لکه لمر د لنډکي ماذدیګرونو
د ژوندون له غرونو واښتې پنا شوې
ریحان اخندزاده
د بېلتون نری شمال راباندې راغی
لکه اوښکه مې له سترګو نه جلا شوې
شرر ساپی
زه له ځانه وم په منډو تښتېدمه
ما ته خپلې هیلې و ګوره بلا شوې
محمود ایاز
ما وې موږ به دې له مخه خورو شکرې
مګر ته د وږيو تږيو اشتها شوې
نورالحبیب نثار
ته زمونږ معصومه تنده چرته وینې
مبارک دې شه یزید د کربلا شوې
اجل احمدزی
رڼولې درته شپې د هجر چا خو
ته قسمت د چا په نوم کړې او د چا شوې
همت کوچی
ستا د حسن ارزښت څه و زه پوهېږم
د یوسف غوندې په څه بیه سودا شوې
زاهد ساپی
بیا درګرځمه د مینې مات امیده!
خیر که داځل د ژوند سختو کې قضا شوې
حامد ناصر
تۀ وا ژبې غوڅې شوي د زرکانو
زمونږ چیغې وې ککاړې د صحرا شوې
مهاجر شاکر داوړ
چې په کوم محفل کې تا له خلکو ساتم
په هغه محفل کې ما پسې لګيا شوې
وارث انځور
ته خو روغ رمټ افغان وې مسلمان وې
د خطاوو په خطا نظر خطا شوې
طالب جان مروت
ګله! دا د قسمتونو تضاد ګوره
زه ایرې شومه او ته راته هوا شوې
ماهر ځاځی
ما ویل ته به مې د مات ژوند ابتدا یې
خبـر نۀ وم ته یې پیل کې انتها شوې
مخلص کډوال
ما دمینې لاس ور اوږد کړ ګوندي خپل شي
د نا اهل اشنا پلمې نورې سیوا شوې
قاري یوسف احمدي
د اینځر د ګل کانې مه کړه نرګسه!
چې په تکه سپینه ورځ کې الونیا شوې
پیر محمد کاروان
ما تر ډېره انتظار وکړ خو مګر
تا وعده کړې وه بېرته بیا پۀ شا شوې
نورالله عرفان
وي نمجنې رڼې اوښکې پکې ډنډ وي!
د یو چا د لېمو غېږې چې بې تا شوې!
شرافت ویاړ
د زړګي دنیا مې ورانه شه ستا عشق کي،
د ژوند هرڅه مې قربان شه که رضا شوې!
راشد جالب
مخکي سم لکه سایه راسره مل وې
څه در وشوه، یاره ته اوس څه بلا شوې.
وکیل احمد متوکل
اوښکې نه دي له لېمو مې ویني څاڅي
محبته! له ما څرنګه جدا شوې
محمود ایاز
بيا دې څوک وليده بيا ولې جلا شوې؟
ښه زولن پرهره چيشته په تړکا شوې؟
وارث انځور
تا په کړیو وعدو هېڅ وفا ونه کړه
نه دې یاد کړمه او نه چېرته زما شوې
اکرام الله امېد
يه د تورې تروږمۍ اورورکيه!
د سهېل په ستوري وګوره تالا شوې
نورالحبیب نثار
د ګیلو په تسلسل کې په خندا شوې!
غم دې واخیستو سکون مې د اروا شوې!
خالد إحسان
نن دې سترګې څه کږې راواړولې
څه کږې هیلې مې زړه کې راپیدا شوې
دوست محمد دوست
زندګې دي ټوله تېره په ډېران شوه.
نه د مور، نه د بابا نه د لیلا شوې.
مهاجر فراهي
نن دي بیا په بڼو ومسل مین ته
قضا کړي اداګانې دي ادا شوې
سید محمد صدیق
چي د هجر د طاعون نه روغ رمی شوم
ښکاري ستا د خولګۍ ناړي مي شِفا شوې
عبدالغني وفا
ما د مړو هیلو ځولۍ درته راوړې
ستا له دره که ژوندۍ هیلې عطا شوې
نقیب الله حنیف
چي پر سپین تندي دې تور اوربل راخور کړ
زما هیلې مېلمنې د کربلا شوې
مفکر رښتین
د خودۍ په رنځ اخته يې پهلوانه
بېخودۍ کې ناببره اژدها شوې
نورالحبیب نثار
د کتاب له حاشیو د چا تر خاله
له دې فکر سره بیا څنګه ملا شوې?
ثناءالله معصوم
ستا خبرې هم شکرې هم سندرې
چې خوږې راته له من و له سلوا شوې
پیر محمد کاروان
پۀ وطن دې د شاهانو په شان ژوند وو
له وطن نه چې جلا شولې ګدا شوې
طاهر اترنګ
زَموږ هم د پنجشنبې مزه پیکه شوه
غنمرنګه چې را ړنګ شولې پنا شوې
راشد مشفق
د مزدور د لاس تڼاکې بې څه نه دي
ملغلرې یې په لپو کې پیدا شوې
راشد کامران
د بڼو ګوتې یې بیا اوبه، اوبه دي
ټکی، ټکی یې په ګل رخسار خطا شوې
جهادي عمري
ما قلم او کتابونه لاس کې ورکړل
دوي خوښۍ نه راته واړه په خندا شوې
ساجد سهار
ستا د مينې اظهار هم متفاوت و
پټ دې شاته راکتل او په خندا شوې
څرګند نجيبي
ښایي بیرته مي مړ شوی بخت ژوندی شو
ښکاري لپې مې قبولي د دعا شوې
یعقوب شجاع
زما فکر یوسفي حسن اسیر کړ
ته چې یو ځلې په ناز او په ادا شوې
انعام نعیمي
زه مې تور قسمت همیش یم کړولی؛
څه به ووایم جانانه که زما شوې!
صفی الله رائد
بیا به زه هم د ځوانۍ په مزه پوه شم
که یوځلې مې رنځور زړه ته دوا شوې
غالب خوستی
ما رنګينې د تهمت جامې په تن کړې
زه تياره شوم ته نما شوې خو په چا شوې!
قاري امين امين
اراده مې ستا د حسن د تعریف کړه
ته ټپه شوې ته غزل شوې معماشوې
سیحان کندهاری
د شبنم غوندې مې اوښکې په ګل توی شوې
ژړا راغله په سپرليو کې جدا شوې
جواس سودایي
ولې تا د غمو زور لیدلی ندی؟
ولي نن څیرې ګریوان ته په خندا شوې
امین زرګر
ته چي لاړي بیا دي ونکتل شاته
ده زړګي هیلې مې ولویدې تالا شوې
درمل عرفان
بيا ماښام سو د چا ياد په زړه را اوري
بيا ماښام سو زړه کې څړيکې په نڅا سوې
نبيل شباب
راته خپله محرومي وله ولاړه
راته خپلې تنهایانې په ژړا شوې
محمود ایاز
په حرم د زړه مې بلې لمبې تاو شوې
چې رقیب ته په محفل کې په خندا شوې
شرر ساپی
سرَه خطونه به یې خود اوس زرغونیږي
د تــثلیث هیلي یې دلته نیمه خوا شوې
عصمت الله بَشام
پای.