کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د شینکۍ او ځاځي میدان ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر منسوبینو سره په ګډې هماهنګۍ څوارلس تنه کوډګر نیولي دي.
د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند مستغفر ګربز وايي، له دې ډلې یې اته تنه د خوست مرکز اړوند شینکۍ او شپږ تنه یې د ځاځي میدان ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
دا کوډګر داسې حال کې نیول کېږي، چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تېره اونۍ ټول هېواد کې د کوډګرو او جادوګرو پر فعالیت بندیز ولګاوه او زیاته یې کړه، که څوک پر دې ناروا عمل ونیول شي محکمې ته به معرفي کېږي.


















