خپلواکي او استقلال د الله تعالی له لوري هغه ستر نعمت او لورينه ده، چې په لرلو سره يې انساني ټولنه ورځ تر بلې پرمختګ کوي. په فطري ډول هر انسان ازاد زېږېدلي او د ازاد ژوند کولو حق لري. انسان هغه مهال په رښتينې معنا ژوند کولي شي، چې خپلواکي ولري، خپلې چارې په خپله تنظيم کړي او ان ځينې پوهان خو په دې اند دي، چې له ناخپلواک ژوند څخه مرګ ډېر غوره دي.
خپلواکي د يو ملت له ټولو ستره سرمايه او د هوسا، آرام او پرمختللي ژوند لپاره له ټولو لومړي شرط دي؛ همدا لامل دي، چې يو بادرکه او ويښ ملت خپلواکۍ ته له بل هر شي لومړيتوب ورکوي، د ازادۍ د ګټلو لپاره هرڅه قربانوي، خو په هيڅ صورت ناخپلواک او د بل تر اغېزې لاندې ژوند نه خوښوي.
هغوي خپلواک ګڼل کيږي، چې په خپله اراده او خوښه د يوه کار د تر سره کولو په اړه تصميم نيولي شي، د خپلو پرېکړو د تعميل بشپړ واک ولري او خپلې ګټې او ارزښتونه په خپله ترسيم کړاي شي. که د يو انسان وينا، کړه وړه او پرېکړې د بل تر تاثير لاندې وي؛ ازاد او خپلواک نه ګڼل کېږي.
افغان ملت د تاريخ په اوږدو کې د خپلواکۍ اخيستلو تلپاتې وياړونه او افتخارات لري، له انګريزانو، پخواني شوري اتحاد او ناټو څخه د خپلواکۍ اخيستلو زرين داستانونه د تاريخ برخه دي، زموږ د نيکونو، پلرونو او همځولو د غيرت، ځوانمردۍ او ملي او ديني ارزښتونو په مخکې د بې سارې قربانۍ شاهکارونه او کارنامې ځوانو او راتلونکو نسلونو ته درسونه او عبرتونه دي.
په څه باندې يوه پيړۍ کې افغان باتور ملت د الله تعالي په مرسته او د باتورو او قهرمانو مجاهدينو په مبارزه او همت درې سترې نړيوالې امپراتورۍ ماتې کړې، ۱۰۴ کاله وړاندې بريتانويان اړ شول، چې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي.څه باندې درې لسيزې وړاندې پخواني شوروي اتحاد پر پوره نظامي زور سربيره ټيتې سترګې خپل عسکر وايستل او دا دي دوه کاله وړاندې د امريکا په مشرۍ د ناټو ستر ځواک افغان ملت ته سر ټيټ کړ او اړ شول چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
خو يوازې خپلواکي ګټل مهم نه دي، بلکې ساتنه يې هم ډېره ضروري ده. موږ که د څو ځله ازادۍ ګټلو تلپاتې وياړونه او کارنامې لرو؛ خو دا ستونزه او کمزوري هم لرو، چې ګټلې ازادي مو بيا بيا له لاسه ورکړې ده. موږ نن ځکه د نړۍ د پرمختګ او ترقۍ له کاروان څخه وروسته پاتې يو، چې ډېر کلونه مو اشغالګرو ځواکونو سره په جګړو او مبارزو تېر کړي دي او طبيعي ده، چې پر جګړو بوخت ملتونه د پرمختګ لپاره ډېر څه نشي کولي.
اوس چې الحمدلله له اوږدې او سختې جګړې وروسته مو يو ځل بيا خپلواکي ترلاسه کړې ده، له ټولو ضروري دا ده، چې د بې شمېره قربانيو او ډېرو زيانونو په بدل کې اخيستې قربانۍ وساتو. د شهيدانو قربانۍ، د زندانيانو اهونه او تکليفونه او د افغانانو بې کورۍ او بې وطنۍ د يو څو ورځو حاکميت لپاره نه دي، بلکې د يو داسې ځواکمن اسلامي نظام د حاکميت لپاره یې دا سختۍ ګاللي دي، چې يو تلپاتې ازاد او پرمختللي هيواد ولرو.
د استقلال د ساتلو لپاره له ټولو مهمه دا ده، چې افغان ملت بايد له ژبنيو، قومي، سمتي او سياسي مخالفتونو او د نظرونو پر اختلاف سربيره په پوره همغږۍ لومړي ملي مصالح تشخيص، بيا ترسيم او بيا په ټول ځواک له خپلو ملي او ديني ګټو او ارزښتونو څخه په ګډه دفاع وکړي. يو ځواکمن او د سيمې په کچه مجهز او په ديني او ملي روحيه سمبال داسې پوځ باید ولرو، چې د ازادۍ ساتلو او پاللو پوره ځواک او هوډ ولري. د افغان ملت هر وګړي باید د زده کړو او تعليم له لارې د ازادۍ ساتلو پر ارزښت او اړتيا و پوهول شي او داسې روحيه ورکړل شي، چې هيواد ساتنه يوازې د حکومت دنده او مسئوليت نه دي، بلکې هر افغان د دې هيواد د ارضي تماميت او ګټو د ساتلو برخه کې له خپل توان، مسلک او موقف سره سم مسئول او مکلف دي.