ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)
پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!
نیټه: ۱/صفر/۱۴۴۵
د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
پـه هـر دم زندګانـي بـښي و مـاته
هر نسيم د يار له لوري مسيحا دی
صوفي عبدالرحمن بابا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا مې زړه دی په ښکلا پسې الوتی
دا مرغه چې په آسمان کې په هوا دی
پیر محمد کاروان
مونږ فقط ورته اذان کوو په غوږ کې
نا بالغه جهان هسې وار خطا دى
اکرام الدین مفتون
د شهۍ د بې مهرۍ له کيفيته!
طراوت مې په شعرونو کې عنقا دی
نورالحبيب نثار
توتکۍ دي د بارودو ګړځ وهلې
که دي سترګو د رنجو ګوډی په شا دی
خالد ببری
ژوند مې لا هم ستا له تګ دی متاثره
خوښي لاهم مروره، غم پخلا دی
نسیم ایثار
خدای خبر چې تر ساحله به رسېږو
ناخدا مو د بيړۍ منکر له نا دی
نور قانع
نه هغه مې په دې ښکلو کې و نه موند
نه هغه لالی له ټولو نه جلا دی
شفاعت ریحان
زه د ورکې زندګۍ پر لور روان یم،
راته مخکې د بېلتون تور اژدها دی.
راشد جالب!
لکه ماته څانګه ویر لۀ خپل تقدیر کړم
د تقدیر زنځیر مې تاو د ژوند لۀ سا دی
منصور درمان
په خلوت کې د نظر ډیوه روښانه
تاریکۍ ته مې وجود واړه ګویا دی
اسرار عواد
خدایه ساته مې ایمان له تیندکونو
د ازمون اور ته مې خام زړه په درزا دی
منتظر نجرابی
ستا دحسن کریشمې په کې خوندي دي
لویه خدایه که ګلاب دی، که بورا دی
سید محمد صدیق
څوک ړاندۀ دي او چا ګوتې غوڅې کړي
د ښایست ستوری لویدلی پۀ صحرا دی
مهاجر شاکر داوړ
سـتا لـه لوریه، مـحـمد خـیر الـبشره!
دا بدرنګ جهان ښکلا، ښکلا، ښکلا دی
جهادي عمري
ممکن ژوند به څه مهم وي او یانه دی
خو مهم تقلید د سیِّدُ الوفا دی!
حامد ناصَر
د جنت تر فریشتو او حورو ښکلی
په دنیا کي تر سپوږمۍ او لمر بالا دی
عبدالغني وفا
بختور یم د هغه حسن مداح یم
چې جهان په چا روښانه دی رڼا دی
نورالحبیب نثار
د سپيڅلي ښکلا کيف يې وربښلی
ديار حسن پُر صفته دی، اعلا دی
محمدخان محب
یو احساس د خواخوږۍ مې هر ځای ویشي
یو زړګی دی خدای زده څو ځایه د چا دی
زاهد ساپی
زما د هرې کاميابۍ ذريعه مور ده
زما د هرې بريا راز زما بابا دى
نبيل شباب
روهېلۍ دا نن دې وار ولې خطا دی
زړه مې واخله د سپوږمۍ د شپې سوما دی
پیر محمد کاروان
ستا مئین په کوم حالت دی ته خبر یې؟
رسیدلی د جنون تر انتها دی
همت کوچی
ستا د حسن د جلو متاثر نه دی
ستا مئین خو غرق وپرک ستا په ادا دی
عبدالمجید پل
د خندا به دې نو څه بیانوم خوند
د دې درد کیف ته سلام دی چې له تا دی
اسرار عمر
درد مې پورته دې وږو لره ختلی
ځکه ژوند راته میدان د کربلا دی
ریحان اخندزاده
ستا د زلفو عنبري وږم تقسیم دی
دا محل د اضافت دی ما وراء دی
اسرار عواد
د بېلتون څړیکې دې څرنګه انځور کړم؟
ګویا نوک مې لۀ واورۍ څخه جدا دی
منصور درمان
هو ملګري خامخا پر سړي ګران وي
خو دا ستا ګرانښت په ټولو کې بالا دی
محبوب آغا
نن مې بار بار ستا د یاد له برکته
بې سکونه او غمجن زړه په خندا دی
غالب خوستی
مودې کیږي د بېلتون لۀ درد ځوريږي
مات زړګي تۀ مې ستا يو ديدن دوا دی
احسان ژمن
چې غوږو ته مې راورسېده پوه شوم
دا غږ ماته څه نا څه غوندې اشنا دی
محمد ظاهر شکیب
اوس مې ګرسره نوم نه اخلي ناځوانه
لکه اوس چې لالی خپل په مټ بسیا دی
عزیزالرحمن ایاس
څو څو ځله مې خپل خوړين زړګی راټول کړ
موده پس درپسې تخې، تخې بيا دی
عاطف لاروی
د وجود وهرې برخې ته غځېږي
درد د زړه د پرهرونو په سلا دی
زاهد ساپی
ما ویل زړۀ مې لۀ سینې څخه ورک شوی
یو (چا) چغي کړې چې راشه! زړۀ دې دا دی
عمر حماس
ژوند د نیمو، نیمو هیلو قیمت ښار دی
او زړګی ذره، ذره له دې سودا دی
جهادي عمري
د وطن د جوړیدو ورکوي زیري
مټې نغښتې که ډاکټر دی، که ملا دی
حنیف مظهري
له خاکدانه دې ښاغلي، پنځیدلي
که سلطان دی، که نیکه دی، که بابا دی
یوسف احمدي
د حجرې د طالب هوډ راڅرګند سوی
له فطرته، دی مجنون؛ وطن ليلا دی!
عبدالرحيم غياث
دا هیواد به ولې ګور د پرادو نه وي
پیژندلی نړیوالو په غزا دی
مستغفر ګربز
ستا د سوي سکور وجود لۀ برکته
فدايي اشنا! هېواد رڼا- رڼا دی
وصاف
د پګړۍ او د شملو له برکته
ګل وطن مي زېب زینت د ټول اسیا دی.
عبدالغني وفا
د پردیو هېلې مړاوې دي ګډ شوی
د حریت احساس په آب او په هوا دی
راشد مشفق
نه حرام او نه حلال باندي صرفه کا
دا اوس پیر دی، که فقیر دی، که بلا دی.
مهاجر فراهي
ربه ته یې د رحمت په نظر ګوره
چې افغان وطن غاټول د کربلا دی
پیر محمد کاروان
ستا له دره يې يوازې اوښکې راوړې
دا سړی خو په زړه مات او بېنوا دی
محمد ظاهر شکیب
دا سپوږمۍ تندر نيولی چې ځل نه کا
که امين د يار له سترګو نه فناه دی
قاري امين امين
پۀ خپل داغ لکه غاټول ټول لۀ دنیا دی
مات زړګی مې ستا انځور ته پۀ مسکا دی
منصور درمان
زړه مې تیر دی له تمامې دنیاګۍ نه
رانه تللی چې له څنګ څخه اشنا دی
طالب عباس
بیا په چا باندې مئین سومه ور ګورم
زړه نامرده بیا ور پېښ په ناروا دی
شفاعت ریحان
حقيقت کې يي درې برخې ژوند بايللى
چې د مينې لمونځ له هر چا نه قضاء دى
اکرام الدین مفتون
خیال پلاو دی چې مې خاوره په خوب وینې
چې تۀ اوسې پکې دا وطن هم زما دی
نسیم ایثار
دا خو تا هوا ته زلفې خلاصې کړې
مین زړه مي نن چې داسې په هوا دی
خالد ریحان ببری
دا چې شپه کې لار وهمه بې خطره
یو د ستورو کهکشان مې مقتدا دی
نقیب الله حنیف
پای.