شنبه, نوومبر 15, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

بريتانيايي عالمان: رسنيو په افغانستان کې رښتيني واقعيتونه بشپړ تحريف کړي

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 19, 2023
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, مهم
0
12
ځلې شریک شوی
144
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۲ل)

د بريتانيايي عالمانو يوې ډلې، چې په دې وروستيو کې افغانستان ته سفر کړی و؛ ويلي، چې په دې هيواد کې رسنيو رښتيني واقعيتونه بشپړ تحريف کړی دی.برېتانيايي عالمانو د لندن د کوئين مريم پوهنتون په يوه غونډه کې د افغانستان د اسلامي ټولنې د جوړېدو له بهيره، امنيت ښه کېدو او اقتصادي وضعيته ستاينه کړې ده.شيخ هيثم الحداد، چې يو له دغو عالمانو څخه دي ويلي؛ د اسلامي امارت د چارواکو د مسلکيتوب کچه، چې هغه ورسره وليدل په رښتيا حيرانوونکې ده.ده زياته کړې: دوی (اسلامي امارت) په رښتيا هم غواړي د خپل هيواد او امت لپاره يو څه وکړي او خدای دې له دوی سره مرسته وکړي. مفتي اسمعيل سطيه ويلي: موږ افغانستان ته پر ډېر خلاص ذهن لاړو؛ زموږ له هېچا سره ټکر رانغي. ما د افغانستان خلک ډېر مهربان، سخاوتمند، د ورين تندي لرونکي او انعطاف منونکي وليدل؛ خو هغه څه، چې پر ما ډېر اغېز وکړ هغه دا دي، چې د صحابه کرامو کيسې مو، چې لوستې وې؛ ورسره مخ شوو. دوی ماته د هغو کسانو يادونه راژوندي کړل، چې د اسلام لپاره يې سرښندنې کړې وې او هر څه کولو ته چمتو و. موږ فکر نه کاوه، چې نن به داسې خلک وي؛ خو هلته له خلکو او عالمانو سره خبرو راته څرګنده کړه، چې دا خلک د همغو صحابه کرامو په شان غيرت لري.شېخ حميد محمود ويلي: افغانستان ته له تللو مخکې مې په رسنيو کې هېڅ مثبته خبره نه وه ليدلې؛ خو د افغان حکومت له غړيو سره له خبرو وروسته پوه شوم، چې دوی نه يوازې له فزيکي تسلط او استعماره د خلاصون هڅه کېږي، بلکې د مالي، اقتصادي او فکري غلامۍ څخه د وتلو په هڅه کې هم دي. شېخ عمار المدني ويلي: د افغانستان هغه انځور، چې موږ يې لرو؛ له شته واقعيتونو سره بشپړ توپير لري. هغه خوښي او اطمينان، چې خلک يې احساسوي؛ له هغه څه څخه، چې د رسنيو د چينلونو له لارې انځورېږي بشپړ توپير لري. زما غوښتنه دا ده؛ هر هغه معلومات، چې تاسې غواړئ هغه بايد د مناسبو چينلونو له لارې وي.دې برېتانيايي پلاوي په جولاي مياشت کې افغانستان ته سفر کړي و او د اسلامي امارت له لوړ پوړيو چارواکو سره يې وکتل.شېخ هيثم الحداد د نجونو د تعليم مسلې ته په نغوته کې ويلي، چې لويديځ له دې مسئلې څخه د افغانستان د بد ښودلو او ځلولو لپاره ګټه پورته کوي.نوموړي زياته کړې: په هره ټولنه کې، چې له جګړې راوتلې وي د اړتياوو خپل يو لړ لري؛ خو امنيت او اقتصاد يې په لومړيتوبونو کې دي.دی وايي: که موږ په رښتيا هم د افغانستان په اړه اندېښمن يوو، نو لومړۍ پوښتنه بايد دا وي، چې امنيتي وضعيت څنګه و؟ ۲۰۲۲ م کال په تېرو څلوېښت کلونو کې لومړي کال و، چې د افغانستان په ټوله سيمه کې جګړه نه وه، چې دا د ستاينې وړ ده. که خلک د ښځو په اړه اندېښمن وي؛ لومړي بايد وپوښتي، چې آيا ښځې ځورول کېږي؟دغه راز شېخ حمد محمود وويل، چې د نجونو زده‌کړې او تعليم في نفسه منع شوي نه‌دی، بلکې ليبرال او سيکولر تعليم ځنډول شوي دي.ده يادونه وکړه، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي ورته ويلي، چې اسلامي امارت د نجونو زده‌کړه حرامه نه‌ګڼي او ټولې نجونې دمګړۍ لومړنۍ زده کړې کوي. دغه راز هغه وويل: که نجونې غواړي ډاکترې او ښوونکې شي او يا په دارالعلوم کې زده‌کړې وکړي؛ کولى شي د پوهنتون تر کچې خپلې زده‌کړې روانې وساتي.د شېخ حمد د څرګندونو له مخې؛ ښاغلي متقي ويلي، چې پخوا شاګردانو او زده‌کړيالانو ته غربي سيکولر افکار پيچکاري کېدل، د شريعت خلاف خبرې کېدې او رذايلو وده کوله؛ نو عالمانو دا موضوع په مستقيمه توګه د اسلامي امارت مشر ته وړاندې کړه. ښاغلي متقي دا هم ويلي، چې موږ شل کاله د جګړې په ډګر کې سره متحد وو او اوس، چې د هيواد د بيارغونې وخت رارسېدلي؛ اختلاف نه‌شوو زغملي او له همدې کبله ليبرال او سيکولر زده‌کړې لنډمهاله وځنډېدې.

دا هم ولولئ

افغان پلاوي د تاشکند نړیوال ترانسپورتي فورم په څنډه کې له اوزبیکستان، قزاقستان او اماراتو سره د ترانزیت پر اسانتیاوو خبرې کړي

مسوولين: د شبرغان–مزار ۹۴ کیلومتره ګازو پایپ لاین پروژې کارونه په چټکۍ روان دي

سوډاني پوځ د چټک غبرګون ځواکونو پر کاروان هوايي برید کړی

لوی ټکي: افغانستانبریتانیایيرسنۍعالمان
مخکینې مطلب

د سوډان جګړه؛ په تازه نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي

بل مطلب

د چين سفير له خليفه سراج الدين حقاني سره په کتنه کې: د افغانستان خپلواکۍ، عقايدو او کلتور ته پوره درناوی لرو

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان پلاوي د تاشکند نړیوال ترانسپورتي فورم په څنډه کې له اوزبیکستان، قزاقستان او اماراتو سره د ترانزیت پر اسانتیاوو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 15, 2025
افغانستان

مسوولين: د شبرغان–مزار ۹۴ کیلومتره ګازو پایپ لاین پروژې کارونه په چټکۍ روان دي

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 15, 2025
خبرونه

سوډاني پوځ د چټک غبرګون ځواکونو پر کاروان هوايي برید کړی

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 15, 2025
افغانستان

د مهاجرينو کميسيون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۱۴۸۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 15, 2025
افغانستان

کابل کې د پولیسو له لوري ۵۰ زره زیکپ نشه يي ګولۍ نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 15, 2025

وروستي

امریکايي رسنۍ: ټرمپ ته د وینزویلا پر ضد د پوځي برید طرحه وړاندې شوه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 15, 2025
0

ارجنټاین کې د کیمیاوي موادو فابریکې باندې د الوتکې لوېدو سره چاودنې مالي او ځاني زيانونه اړولي

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 15, 2025
0

د افغانستان-ایران ترمنځ د سوداګراۍ کچه لوړه شوې

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 15, 2025
0

عبدالملک حوثي: غزه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونه له اوربند ښکاره سرغړونه ده

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 15, 2025
0

هندي کشمير: د پولیس سټېشن دننه د بارودي موادو چاودنه؛ ۷ تنه وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 15, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • امریکایي ځواکونه دمشق کې ځای پر ځای کېږي

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • افغان پلاوي د تاشکند نړیوال ترانسپورتي فورم په څنډه کې له اوزبیکستان، قزاقستان او اماراتو سره د ترانزیت پر اسانتیاوو خبرې کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سوډاني پوځ د چټک غبرګون ځواکونو پر کاروان هوايي برید کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د سوډان جګړه؛ جټک ملاتړ ځواکونو دارفور کې ستراتیژیکې سیمې نیولي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کابل کې د پولیسو له لوري ۵۰ زره زیکپ نشه يي ګولۍ نیول شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان پلاوي د تاشکند نړیوال ترانسپورتي فورم په څنډه کې له اوزبیکستان، قزاقستان او اماراتو سره د ترانزیت پر اسانتیاوو خبرې کړي

مسوولين: د شبرغان–مزار ۹۴ کیلومتره ګازو پایپ لاین پروژې کارونه په چټکۍ روان دي

سوډاني پوځ د چټک غبرګون ځواکونو پر کاروان هوايي برید کړی

د مهاجرينو کميسيون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۱۴۸۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

کابل کې د پولیسو له لوري ۵۰ زره زیکپ نشه يي ګولۍ نیول شوي

امریکايي رسنۍ: ټرمپ ته د وینزویلا پر ضد د پوځي برید طرحه وړاندې شوه

ارجنټاین کې د کیمیاوي موادو فابریکې باندې د الوتکې لوېدو سره چاودنې مالي او ځاني زيانونه اړولي

د افغانستان-ایران ترمنځ د سوداګراۍ کچه لوړه شوې

عبدالملک حوثي: غزه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونه له اوربند ښکاره سرغړونه ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com