محمد عاصم مايار
د اوبو څخه تولیدونکې برېښنا په اړه معمولا دا ویل کېږي چې برېښنا اوبه نه مصرفوي. او اوبه په بشپړ دول لاندې خوا ته بهېږي. خو یوه بنسټيزه ستونزه شته هغه دا چې برېښنا ته ډېره اړټیا د کرنیز کښت د اوبو د اړټیا سره په یو وخت نه وي. په دې معنی چې د افغانستان او منځنۍ اسیا ژمۍ ډېر یخ دی نو په ژمي کې د تودوخې لپاره ډېرې برېښنا ته اړټیا شته. دا چې برېښنا نه زېرمه کېږي، نو باید اوبه زېرمه شي څو ژمۍ ترې برېښنا تولید او بیا د تودوخې لپاره وکارول شي. د دغه کار لپاره د اوبو زېزمه کول په لاندېنیو هېوادونو کې کرنه اغېزمنوي. هغه داسې چې په اوړي کې اوبه ورباندې لږ کېږي، ځکه پورتنی هېواد یې ژمي ته د برېښنا تولید لپاره ساتي، او ژمی چې زراعت نه وي اوبه د برېښنا د تولید پرمهال ډېرې لاندې خوا ته خوشې کېږي. تر دې چې ځینې وخت د سېلابونو لامل کېږي. معنی دا چې که هېوادونه همغږي ونکړي لاندیني هېوادنه کرنه نشي کولی.
دا کار منځنۍ اسیا کې شوی ځکه د برېښنا لوی بندونه په قرغزستان کې جوړ شوي او ژمی یې هم ډېر یخ دی. یاد هېواد اړ دی د ژمي د برېښنا لپاره، اوړی اوبه زېرمه کړي. چې په دې صورت کې د ازبکستان او قزاقستان کرنه اغېزمنېږي. له همدې کبله دا دوه هېوادونو د قرغزستان سره د بارټر تړون لاسلیک کړی چې ژمی به دوی ذغال او ګاز وړیا ورکوي څو قرغېزستان اوړی د دوی کرنې ته اوبه ورخوشې کړي. معنی دا چې ژمی به برېښنا نه/لږ تولیدوي. د دې تړون په پلي کولو کې هم څو وارې ستونزې راغلې چې له کبله یې د لاندینیو هېوادونو کرنه لکه د وچکالۍ پرمهال ډېره اغېزمنه شوې او ژمۍ بیا د سېل په څېر اوبه ورغلې دي.
که لږ پام وکړو، د CASA1000 پروژه هم د پورتني پرنسپ په بنسټ ډیزاین شوې. یعنې قرغزستان به اوړی ډېره برېښنا تولیدوي. خو هغه به پاکستان ته چې اوړی یې د ګرمۍ له کبله د برېښنا اړټیا بیخي لوړه ده صادرېږي. معنی دا چې CASA1000 ژمۍ برېښنا نشي صادرولی ځکه ژمۍ د یخ له کبله د منځنۍ اسیا د برېښنا اړټیا لوړېږي.
چې خبرې راغونډې کړم، د پورته او لاندې هېوادونو ترمنځ باید اوبو د سرچینو په کارولو او مصرف کې همغږي شتون ولري. که نه له دې قیمتي سرچینې ښه ګټه نشي اخیستل کېدی.
تاجکستان هم د قرغزستان په څېر په آمو سیند کې دا ډول پوتنشیل لري. خو تر هغې چې د قوش تېپې چارې نه وي بشپړې شوې په افغانستان اغېز نشي کولی. خو وروسته له هغې د اوبو څخه سیاسي ګته اخیستل به قوش تپې کې د اوبو لږوالي له کبله پلان شوې کرنه نه کېږي. که څه هم د قوش تپې سربند د ازبکستان څخه هم پورته دی او ممکن افغانستان هڅه وکړي اوبه ورته راواړوي، خو دا کار ځکه لږ محتمل دی چې ازبکستان او ترکمنستان دواړه بیا له اوبو محرومېږي.
غوره دا ده د قوش تېپې تر بشپړېدو دا کیسې حل شي!